د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۵

کاکړ: افغان کډوال د پاکستاني پولیسو لپاره د ګټې یوه سرچینه ګرځېدلې


په کراچۍ ک د پاکستاني پولیسو له لوري نیول شوي افغان کډوال. 2022.11.10
په کراچۍ ک د پاکستاني پولیسو له لوري نیول شوي افغان کډوال. 2022.11.10

په پاکستان کې د افغان بندیانو مدافع وکیله منيزه کاکړ وايي، په پاکستان کې افغان کډوال د دغه هېواد د پولیسو لپاره د ګټې یوه سرچینه ګرځېدلې ده.

حامد ستانکزی یو له هغو افغان کډوالو څخه دی چې درېیم هېواد ته د تګ په موخه په پاکستان کې دی.

نوموړی چې په پېښور ښار کې له خپلې کورنۍ سره اوسېږي، ازادي راډيو سره يې په خبرو کې ادعا وکړه، چې پاکستاني پوليس له افغان کډوالو څخه په بېلابېلو دلايلو پيسې اخلي او له ده یې هم اخیستې دي.

هغه وايي: "زما ویزه خلاصه شوې او ما د ویزې د تمدیدولو غوښتنلیک ورکړی او د غوښتنلیک ورقه هم ما سره شته، خو دوی په وار وار زه چک پاینټ کې ساتلی یم او درې ځلې یې زما څخه د پیسو غوښتنه شوې. د دې لپاره چې تاڼې ته مې بو نه‌ځي او یو لوی جنجال جوړ نه‌شي، ما د پیسو په ورکولو ځان له دوی څخه خلاص کړی."

نوموړی ادعا کوي چې په کراچۍ کې یې یو خپلوان د پاکستاني پولیسو له‌خوا نیول شوی او بیا د پیسو په ورکولو سره خوشې شوی دی، خو تر اوسه نه‌دی توانېدلی چې خپل موبايل او نور شخصي توکي له پولیسو څخه راواخلي.

د پاکستان په پېښور کې مېشت یو افغان کډوال، سید برهان هاشمي هم ورته کیسه لري.

نوموړی وايي: "پولیسو موږ په چک پاینټونو کې ودرولو او ویې ویل چې ټوکنې د اعتبار وړ نه‌دي، یا تاڼې ته ولاړ شئ یا هم پیسې راکړئ. ما یو دوه زره ورکړې او ځان مې ترې راخلاص کړ."

په همدې حال کې یو بل افغان کډوال شجاع الدین افضلي وايي، د پاکستان حکومت په اسانۍ د کډوالو ویزې نه تمدیدوي.

نوموړی وايي، له دې امله چې ويزه نه‌لري، یوازې په ډېر ضروري کار پسې هغه هم په ډېره وېره له کوره وځي.

شجاع‌الدين افضلي وايي: "پنځه میاشتې کېږي چې د صحي ویزې غوښتن‌لیک مو ورکړی، خو لا مو نه‌ده ترلاسه کړې، یوازې کله چې اړین وي د کوره وځم، له دې وېرې سره چې پولیس مې ونه نیسي."

په کراچۍ کې راجسټر شوي افغان کډوال نیول شوي. 15.04.2023
په کراچۍ کې راجسټر شوي افغان کډوال نیول شوي. 15.04.2023

په ورته وخت کې په پاکستان کې د افغان کډوالو مدافع وکیله منيزه کاکړ ادعا کوي چې افغان کډوال اوس د پاکستاني پولیسو لپاره د ګټې سرچینه ګرځېدلې ده.

نوموړې په يو لړ ټويټونو کې ليکلي، يو شمېر افغان کډوال چې له بنده خوشې شوي وو او د خپلو اسنادو او شخصي توکو د ترلاسه کولو غوښتنه يې کوله، پوليسو ترې د پيسو غوښتنه کړې او دا چې پیسې یې نه‌دي ورکړي، بېرته نيول شوي دي.

اغلې کاکړ زیاته کړې، دوی اوس په توقیف کې دي او روغتیايي خدمتونو او خوراکي توکو ته لاسرسی نه‌لري او خپلوان یې باید هغوی ته خواړه وروړي.

دا څویم ځل دی چې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال او د دوی مدافع وکیله منيزه کاکړ، د پاکستاني پولیسو د ناوړه چلند او له لازمو اسنادو سره سره د یو شمېر کسانو د نیولو خبره کوي، خو د پاکستان د پولیسو چارواکو تر اوسه د دغو ادعاو په اړه کوم غبرګون نه‌دی ښودلی.

پاکستان له څو لسیزو راهیسې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه دی او هره ورځ یو زیات شمېر افغانان د درملنې لپاره دغه هېواد ته ځي.

خو د پخواني جمهوري حکومت له ړنګېدو وروسته، یو زیات شمېر افغانان د خپلې کډوالۍ د قضیو د څېړلو او بل هېواد ته د تګ لپاره پاکستان ته تللي، چې وخت په وخت په دغه هېواد کې له بېلابېلو ستونزو شکایت کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG