د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۷

امریکا د افغانانو لنډمهاله استوګنې د تمدید لپاره نوی پروګرام جوړوي


ارشیف: د کابل له هوايي ډګره د امریکا په مشرۍ د تخلیې پروګرام څخه یو انځور - August 30, 2021
ارشیف: د کابل له هوايي ډګره د امریکا په مشرۍ د تخلیې پروګرام څخه یو انځور - August 30, 2021

د امریکا د کډوالو کمېټه وايي، د امریکا د کورني امنیت وزارت اعلان کړی چې په دغه هېواد کې د افغانانو د موقتي بشري استوګنې د تمدید لپاره به یو پروګرام جوړ کړي.

دغه وزارت د جمعې په ورځ ناوخته اعلان وکړ، هغه افغانان چې د ایستلو په بهیر کې د بشردوستانه ویزو یا پارول له لارې امریکا متحده ایالاتو ته تللي، کولای شي د جون له پیل څخه د انلاین او کاغذي فورمو له لارې، د موقتي استوګنې د تمدید لپاره غوښتنلیک ورکړي.

د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزارت ویلي دي، موقتي استوګنې به د قضیو پر بنسټ وڅېړل شي.

د امریکا د متحده ایالاتو د کډوالو کمېټې په خپله اعلامیه کې د يادې کمېټې د رییس او اجرایه مدیر سکندر نګاش له قوله ویلي، له څو میاشتو راهیسې هغه افغانان چې موقتي بشري استوګنه لري بې برخلیکه دي او د موقتي استوګنې مودې د غځولو په اعلان سره، دا افغانان کولای شي د خپل راتلونکي په اړه ډاډمن شي.

په اعلامیه کې د نګاش له قوله دا هم ویل شوي چې دوی د امریکا له حکومت څخه غواړي چې د بشري موقتي استوګنې د تمدید د پروګرام جزيیات ژر تر ژره خپاره کړي او دا باید څومره چې ممکنه وي ساده او د لاسرسي وړ وي، ترڅو افغانان وکولای شي خپله موقته استوګنه او د کار جوازونه په وخت او عادلانه ډول تمدید کړي.

په ورته وخت کې په امریکا کې هغه افغانان چې موقته استوګنه لري، د دغه پروګرام د جوړېدو هرکلی کوي.

د موقتې استوګنې 'پارول ویزې' لرونکی یو افغان چې د ایستلو په بهیر کې امریکا ته تللی او نه‌غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي وايي، په دغه هېواد کې ډېری نوي راغلي افغانان بې برخلیکه دي.

خو د دوی د موقتې استوګنې تمدید به له دوی سره مرسته وکړي چې د دایمي استوګنې د ترلاسه کولو لپاره یوې پایلې ته ورسېږي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "دلته د کډوالۍ مسئله ډېر وخت نیسي، هیڅوک نه پوهېږي چې له څه برخلیک سره به مخ شي. خو ښه زېری دا دی چې هغوی ته دوه کاله نور هم ورکول کېږي او کولای شي په دغو دوو کلونو کې خپل کېسونه پر مخ بوځي. دلته کډوالو لپاره نوره ستونزه نه‌شته، یوازینۍ ستونزه دا ده چې برخلیک یې نه‌دی روښانه، خو که ویزې يې د دوو کلونو لپاره تمدید شي، هغوی کولای شي خپل ګرین کارت لپاره غوښتنليک ورکړي او یا که یې ورکړي وي، پایله به یې معلومه شي."

یو بل افغان کډوال چې دی هم نه‌غواړي نوم یې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل د بشردوستانه ویزې ختمېدو ته یې دوه یا درې میاشتې پاتې دي.

د ده په وينا، د دوو نورو کلونو لپاره یې د بشردوستانه ویزې غځېدل به تر یو بریده د ده ستونزې هوارې کړي.

نوموړی وايي: "اوس نوې طرحه یې بیا تصویب کړې ده چې دوه کاله نور هم موده ورته غځوي. فورم لا نه‌دی شریک شوی چې خلک څنګه وکولای شي غوښتنلیک ورکړي. که ویزه ورکړل شي د خلکو ستونزې حلېږي. ځکه کله چې د ویزې وخت پای ته ورسېږي دوی نه‌شي کولای کار وکړي، د دوی د لېسنس تاریخ ختمېږي او ټول سندونه یې له منځه ځي. خو که ویزه د دوه کالو لپاره تمدیده شي، د دوی ډېری ستونزې حلېږي."

د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۱مه په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، په زرګونه افغانان چې له امریکايي ځواکونو او بنسټونو سره یې کار کاوه، د امنیتي ګواښونو له امله د تخلیې په بهیر کې د دوه کلن بشردوستانه کډوالۍ ویزو یا پارول له لارې امریکا ته لاړل، له دوی ډېری یې تر اوسه نه‌دي توانېدلي چې دایمي استوګنه ترلاسه کړي او یو بې برخلیکه ژوند سره مخ دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG