د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۷:۳۷

پاکستان کې ځینې افغانان: د افغان کډوالو نیونه او ځورونه بیا پیل شوې


ارشیف: په اسلام اباد کې ځينې افغان کډوال
ارشیف: په اسلام اباد کې ځينې افغان کډوال

د پاکستان په پلازمینه اسلام‌اباد او پېښور ښار کې یو شمېر افغانان ادعا کوي چې دا شپې ورځې یې پولیس په بېلابېلو پلمو نیسي او ځوروي یې.

یو شمېر افغانان چې اسلام‌اباد کې اوسېږي وايي، پولیسو له تېرو څو ورځو راهیسې بیا په بېلابېلو سیمو کې د افغانان نیول او ځورول پیل کړي دي.

د اسلام‌اباد په باریک‌اب سیمه کې یو افغان کډوال یوسف نجیب نن ازادي راډیو ته وویل: "موږ پرون په باریک سیمه کې ولیدل چې له همدې ځایه یې ۵ـ ۶ تنه په یوه پیکپ موټر کې پورته کړل. د اکبر نیازي روغتون په سیمه کې یې هم یو شمېر ونیول چې ټول شمېر یې نږدې ۲۵ تنه رسېده. ټول یې د باریک ا‌ب تاڼې ته یوړل."

د اسلا‌م‌اباد د سبزي منډوي له سیمې یو بل افغان محمد صادق هم وايي چې پولیسو هلته هم یو شمېر نور افغانان نیولي دي.

هغه وویل: "درې ورځې کېږي چې د سبزي منډوي په سیمه کې عملیات کوي او افغانان نیسي او پاکستانیانو سره کار نه‌لري. یوازې افغان وړي او زندان ته یې اچوي."

د اسلام‌اباد په یو شمېر نورو سیمو کې هم ځینې افغانان سر ټکوي، چې پاکستاني پولیس یې کورونو ته ورغلي او له دوی یې د اسنادو غوښتنه کړې.

هاخوا په پېښور کې مېشت یو شمېر افغانان هم ورته شکایت کوي.

له دوی یوې مدونا حیدري ازادي راډیو ته وویل: "تېره ورځ یې د پېښور د ګلبهار ټانې په سیمه کې زما زوی له ریکشا ښکته کړی او ملېشه پولیسو ترې غوښتي چې اسناد ور ښکاره کړي، زوی مې شپږ میاشتنۍ ویزه هم لرله له هغه یې پیسې غوښتي او بیا یې غوښتل تاڼې ته یوسي، خو زه ورو سېدم او خپل زوی مې په سختۍ ترې خلاص کړ."

ارشیف: په پاکستان کې یو شمېر افغانان چې د پولیسو له لوري تر نیونې وروسته زنداني شوي وو.
ارشیف: په پاکستان کې یو شمېر افغانان چې د پولیسو له لوري تر نیونې وروسته زنداني شوي وو.

ناهید سادات هم په پېښور کې د پولیسو له خوا د افغانانو د ځورونې خبره کوي.

هغې وویل: "ټول خلک خوار و زار دي، موږ نه کار لرو، نه ده. په دې قیمتۍ کې زه خپله تللې یم او د یوې ویزې د اخیستو لپاره مې ۱۱۰ زره کالدارې ورکړي دي. د افغانانو نیول زیات شوي او تګ راتګ یې محدود شوی دی."

موده وړاندې په پاکستان کې یوې مدافع وکیلې منزه کاکړ هم په خپله ټویټرپاڼه لیکلي و، په پاکستان کې مېشت افغان کډوال د پاکستاني پولیسو لپاره د عاید په ښې سرچینې بدل شوي دي.

هغې زیاته کړې وه، یو شمېر افغانان چې د پاکستان له زندانونو خوشې شوي، د خپلو اسنادو او خپلو شخصي وسایلو غوښتنه یې کړې، خو پولیسو ترې پېسې غوښتي او کله چې یې پیسې نه‌دي ورکړي، بېرته یې زندان ته اچولي دي.

د پاکستان حکومت بیا په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

هاخوا د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد دا ستونزې مني او وايي، دوی یې د حل لپاره هڅې کوي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

مجاهد وویل: "په پاکستان کې د افغانان کډوالو د نیولو په اړه موږ په ځلونو مقابل لوري ته شکایت کړی، خو هغوی هم خپلې ستونزې لري. هغه افغانان چې بې له اسنادو پاکستان ته ځي، هم خپلې ستونزې لري. په اسلام‌اباد کې زموږ سفارت او په کوټه کې زموږ قونسلګرۍ فعالې دي. ډېر شمېر افغانان له زندانونو خوشې شوي او هڅه کېږي چې نور څوک زندان کې پاتې نه‌شي."

په پاکستان کې مخکې هم افغان کډوال اوسېدل، خو د طالبانو له‌خوا د افغانستان له سقوط وروسته، ډېر شمېر نور هم د بې‌روزګارۍ، ناامنۍ او بهرنیو هېوادونو ته د خپلې کډوالۍ د کېسونو د پروسس لپاره دې هېواد ته ولاړل.

موده وړاندې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په پاکستان کې د افغان کډوالو شمېر ۳ میلیونه تنه ښودلی و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG