د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۴

پاکستاني پولیسو د جوجیستو افغان ورزشکاره 'ارزو احمدي' نیولې


د جوجیستو افغان ورزشکاره ارزو احمدي
د جوجیستو افغان ورزشکاره ارزو احمدي

د جوجیستو افغان ورزشکاره ارزو احمدي چې تازه یې د پاکستان په کراچۍ ښار کې په نړیوالو سیالیو کې د سرو زرو مډال ګټلی اسلام اباد ته په لاره پاکستاني پولیسو نیولې ده.

ارزو احمدي وايي د پاکستان په کراچۍ کې د څلورو هېوادونو په سیالیو کې د ګډون لپاره دغه ښار ته تللې وه، خو د اسلام اباد ته د بېرته راتګ پر مهال د سند پولیسو ونیوله.

دې چې په دغه سیالیو کې یې لومړی مقام او د سرو زرو مډال وګاټه وايي، پاکستاني پولیسو د خپلې خوښۍ نمانځلو ته پرې نه‌ښوده.

هغې نن سهار ازادي راډيو ته په استولي یو غږیز پیغام کې ویلي: "پولیسو نیولې یم. سره له دې چې د یو این ایچ سي آر اسناد هم لرم، دا اسناد نه مني. پنځه ساعته کېږي، چې دلته یې کېنولې یم، ورته وایم زه ورزشکاره یم هېڅ خبره نه مني."

خو لا معلومه نه ده چې نوموړې لا هم د پاکستاني پولیسو په زندان کې ده او که خوشې شوې.

د ازادي راډیو خبریال هم له اغلې احمدي سره د اړیکو د نیولو هڅه وکړه، خو د ټلیفون شمېرې یې بندې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د پولیسو له لوري یو وار د افغان کډوالو د نیولو او ځورولو لړۍ پیل شوې ده.

تازه پرون په اسلام اباد کې د افغان کډوالو کورونو ته پولیس ورغلي او یو شمېر یې له ځان سره بیولي دي.

یوې کډوالې مېرمنې چې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راډیو ته وویل: "بېرته افغانستان ته نه شو تللی. دلته مو ویزې هم خلاصې دي، پیسې موږ نه لرو چې په قیمته یې واخلو، کورونو ته راځي نارینه له ځان سره بیایي. زموږ غږ تر یو ځایه ورسوئ."

د دې کډوالو په ډله کې ډېری هغه کسان دي چې دوی نورو هېوادونو ته د خپلو پناه غوښتنې دوسیو د پروسس لپاره پاکستان ته تللي.

له دوی څخه یو تن چې خپل مستعار نوم شکرالله یادوي وایي: "دروازه وټکېدله، چې خلاصه مو کړه پنځه کسه پولیس وو، پاسپورټ او ویزه یې وغوښتله، چې ویې لیدل ویزه خلاصه ده، کش یې کړم ویل یې د پولیسو سټېشن ته دې بیایو. له یوې خوا پولسیو زما لاس کش کاوه، له بل لوري ماشومانو ویل یې چې پلار مې مه بیایئ. بیا یوه پاکستاني ضمانت وکړ پرېښودلم."

په اسلام‌اباد سربېره د پاکستان په کراچۍ کې هم په تېرو څو ورځو کې افغانان نیول شوي.

په پاکستان کې د افغانانو مدافع وکیلې منیزه کاکړ ازادي راډیو ته وویل، سره له دې چې څو میاشتې وړاندې ۲۲ سوه افغانان یوازې له کراچې څخه افغانستان ته ډیپورټ شول، په دې وروستیو پنځلسو ورځو کې له ۲ سوو څخه زیات نور بندیان شوي دي.

نوموړې وايي: "دا اوس له دوو سوو څخه زیات افغانان بندیان شوي، هوا ګرمه ده په زندان کې ډېر بد حالت لري. په دا پنځو لسو ورځو کې دانې ورباندې راختلي، د سرطان ناروغان هم په‌کې شته."

پر افغانستان د طالبانو د دویم ځل واکمنۍ له پیل وروسته زیات شمېر افغانان ګاونډي پاکستان او ایران ته کډوال شول.
پر افغانستان د طالبانو د دویم ځل واکمنۍ له پیل وروسته زیات شمېر افغانان ګاونډي پاکستان او ایران ته کډوال شول.

په کراچۍ کې افغان جنرال قونسل سید عبدالجبار تخاري ازادي راډیو ته وویل، دوی په پاکستان کې د افغان کډووالو ژوند ته اندېښمن دي او د پاکستان له حکومت سره یې د هغوی ستونزې شرېکې کړي.

هغه وايي تمه لري چې د حل لاره پیدا شي.

د نوموړي په خبره له نږدې یو کال راهیسې دوه زره درې سوه او دوه څلوېښت افغانان د دوی د هلو ځلو په پایله کې د کراچۍ له بنده خوشې شوې او ټاکل شوې چې نن هم ۲۵ افغان کډوال چې ښځې او ماشومان هم په‌کې دي له پاکستاني زندانه ازاد شي.

پر افغانستان د طالبانو د دویم ځل واکمنۍ له پیل وروسته زیات شمېر افغانان ګاونډي پاکستان او ایران ته کډوال شول.

په دوی کې زیات شمېر یې هغه افغانان دي چې نورو هېوادونو ته د تګ په هیله د یادو هېوادونو په بېلابېلو ښارونو کې مېشت شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG