د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۷

افغان لوبغاړې د پاریس په المپيکي لوبو کې ګډون غواړي


ارشیف
ارشیف

یو شمېر افغان ښځینه لوبغاړې چې له هېواده بهر اوس ورزشي تمرینات کوي، د المپیک له نړیوالې کمېټې غواړي چې د پاریس د ۲۰۲۴ کال په المپیکي لوبو کې د دوی له ګډون څخه ملاتړ وکړي.

د وزن پورته کولو او وېلچر باسکېټبال معلوله لوبغاړې عارفه پرواني له یوه کال راهیسې په کاناډا کې ژوند کوي.

هغه وايي، په دې هېواد کې یې په خپلې وړتیا او هڅو بریالۍ شوې چې د کاناډا د وېلچر باسکېټال یوې لوبډلې ته لار ومومي.

له دې وروسته به هم خپلو هڅو ته دوام ورکړم.

نوموړې وویل: "ما له څلورو تر پنځو میاشتو تمرین وکړ او وروسته بریالۍ شوم چې په کاناډايي لوبډلو کې لوبه او په سیالیو کې یې ګډون وکړم. ډېره خوشاله یم او له دې وروسته به هم خپلو هڅو ته دوام ورکړم."

د اېم اېم اې ورزش لوبغاړې ارزو احمدي چې یو کال مخکې له افغانستان څخه وتلې، وايي، اوس هم د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې خپل تمرینونه کوي.

نوموړې د ورزشي تمرینونو ترڅنګ د اېم اېم اې په سیالیو کې هم برخه اخیستې او د غوره لوبغاړې او طلا مډالونه یې هم ګټلي دي.

اغلې احمدي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "د هغو ستونزو له امله چې په افغانستان کې وې، مجبوره شوم چې وطن پرېږدم او پاکستان ته راشم. دلته چې راغلم، خپلو تمرینونو ته مې ادامه ورکړه. تر اوسه مې د اېم اېم اې په درېیو سیالیو او جوجیستو په یوه سیالۍ کې ګډون کړی او درې واړه سیالۍ مې ګټلي دي."

د جوجیستو څانګې یوې لوبغاړې رویا شفا ازادي راډيو ته وویل، شپږ میاشتې کېږي چې پاکستان ته تللې او په دې هېواد کې یې د جوجیستو په یوه سیالۍ کې درېیم ځای خپل کړی.

دا وايي، هیله لري چې د پاریس د ۲۰۲۴ کال په المپیکي لوبو کې چې په بېلابېلو ورزشي څانګو کې کېږي، ګډون وکړي.

د المپیک له نړیوالې کمېټې غواړو چې موږ هېرې نه کړي.

هغې زیاته کړه: "د شپږو لوبغاړو نوملړ مخکې د پاریس په المپیکي لوبو کې د ګډون لپاره استول شوی و، ما چې د فدراسیون له رییس سره اړیکه ونیوله، وې ویل چې تر اوسه معلومه نه ده، خو د المپیک له نړیوالې کمېټې غواړو چې موږ هېرې نه کړي."

دا لوبغاړې د المپیک له نړیوالې کمېټې غواړي چې د ۲۰۲۴ کال د پاریس په المپیکي لوبو کې دوی ته ګډون کولو حق ورکړي.

افغان لوبغاړې داسې مهال د پاریس په المپیکي لوبو کې د ګډون غوښتنه کوي چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ښځو په ورزش محدودیتونه لګولي او ښځې یې له ورزش څخه منع کړي دي.

د اړوند ادارو مسوولانو تل د ښځو د ورزش په اړه ویلي چې د شرایطو له برابرېدو وروسته به د ورزش کولو اجازه ورکړي، هغه شرایط چې طالبانو يې په اړه وضاحت نه دی ورکړی.

خو له افغانستان څخه بهر افغان لوبغاړې وايي، هېڅ محدودیت یې مخه نه شي نیولای او خپلو هدفونو ته د رسېدو په خاطر چې په نړیوالو لوبو کې ګډ‌ون او د افغانستان د بیرغ رپول دي، خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG