د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۷

'فیفا': نړیواله ټولنه دې د افغانستان د فوټبال لوبغاړو غم وخوري


آرشیف، د افغانستان د فوټبال ځینې فوټبالرانې
آرشیف، د افغانستان د فوټبال ځینې فوټبالرانې

د فوټبال نړیوال فدراسیون 'فیفا' له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان د لوبغاړو غم وخوري.

روانه میاشت د افغانستان د ښځینه لوبغاړو په ګډون تر یو نیم سل ډېر لوبغاړې له کابله قطر ته انتقال شول.

د فیفا مشر جیانو اینفانتینو فرانس پرېس اژانس ته پرون په پلازمېنه دوحه کې وویل:"زه په اروپا کې په نوره نړۍ کې پر حکومتونو غږ کوم چې له موږ سره مرسته وکړي یو نوی کور دې دې نجونو او د دوی کورنیو ته ورکړي. موږ باید یوازې د خواخوږۍ خبرې ونه کړو موږ باید د مرستو غږ وکړو، موږ باید دا کار ترسره کړو."

د فیفا مشر زیاته کړه چې لا هم په سلګونو افغان لوبغاړې په افغانستان کې دي چې د هغو غم هم باید وخوړل شي.

XS
SM
MD
LG