د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۳

ځینې ښځینه فوټبالرانې: زمونږ په نوم او عکس نور کسان له افغانستانه ویستل شوي


ارشیف: له کابل څخه د تخلیې له پروګرام یو انځور
ارشیف: له کابل څخه د تخلیې له پروګرام یو انځور

د افغانستان د ښځینه فوټبال ملي لوبډلې ځینې لوبغاړې وايي چې د دوی له نوم او عکس نه په ګټنې نور کسان له افغانستان ویستل شوي.

د افغانستان د فوټبال په فدارسیون تور پورې دی چې د ښځینو فوټبالرانو په نوم یې نور کسان له دغه هېواده بهر ته انتقال کړي دي.

فوټبالرانو د ملي ټیم ځینو غړو له ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې لا هم د ملي ټیم ډېری ښځینه لوبغاړې په افغانستان کې پاتې دي.

د افغانستان د ښځینه فوټبالرانو د ملي ټیم یوه غړې چې نه غواړي نوم یې د امنیتي ستونزو له امله په راپور کې واخیستل شي، وايي، په افغانستان کې د طالبانو د بیا ځلي واکمنېدو سره دوی له پنځو میاشتو زیات د پرواز په تمه و، خو د دوی پر ځای نور کسان انتقال شول.

نوموړې د افغانستان د فوټبال په فدارسیون تور پورې کوي چې د یاد فدراسیون ځینو چارواکو څو میاشتې دا او یو شمېر نور لوبغاړې د ویزو او پاسپورټونو په نوم په تمه کړي.

هغې زیاته کړه: "موږ پنځه میاشتې د کابل په یو هوټل کې تېرې کړي. موږ ته ویل کېدل چې تاسو یو ساعت وروسته پرواز لرئ، یو میاشت وروسته پرواز لرئ، لس ورځې وروسته پرواز لرئ، خو موږ پاتې شو، بیا داسې ورځ راوسېده چې په فېسبوک باندې زموږ د عکسونو نه په استفادې سره پوسټ وشو چې د افغانستان نه ۱۳۰ کسه ووتل."

سره له دې چې د افغانستان فوټبال فدراسیون مسوولانو د دې راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو له دې وړاندې په یاد فدراسیون کې یوې سرچینې تایید کړې وه چې یو شمېر داسې کسان بریتانیا ته د ښځینه فوټبال د لوبغاړو په نوم لېږل شوي چې په ټول عمر کې یې فوټبال نه و کړی.

دې سرچینې دا خبره وروسته له دې ازادي راډیو ته وکړه چې په بریتانیا کې په یوه څېړنه کې څرګنده شوه چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته له افغانستان څخه د ښځو د فوټبال د لوبغاړو په نوم بریتانیا ته یو شمېر بیول شویو ښځو په خپل عمر کې فوټبال نه و کړی.

د ۲۰۲۱ کال په نومبر کې د افغانستان د ښځو د فوټبال ملي ټیم ۳۵ لوبغاړې د خپلو کورنیو له ۱۳۰ غړیو سره له پاکستان څخه بریتانیا ته په الوتکه کې یووړل شوې.

مېل ورځپاڼې پرون پنجشنبې په یوه راپور کې وویل چې دغو نجونو او ښځو ته چې عمرونه یې د ۱۳ او ۱۹ کلونو ترمنځ وو، د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت له دې کبله ویزې ورکړې چې د فوټبال کولو په خاطر د طالبانو له لوري له خطر سره مخامخ دي.

د ورځپاڼې په حواله هغه څیړنه چې به دې برخه کې شوې په کې ویل شوي چې د دغو ۳۵ کسانو په درېیو کې یوې برخې یې اصلاً په خپل ټول عمر کې فوټبال نه دی کړی.

XS
SM
MD
LG