د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۲

د افغانستان فوټبال فدراسیون په بهر کې د ښځینه وو فوټبال ټیم جوړوي


په اسټرالیا کې افغان ښځینه فوټبالرانې
په اسټرالیا کې افغان ښځینه فوټبالرانې

د افغانستان د فوټبال فدراسیون خبر ورکړی چې غواړي د ښځينه وو د فوټبال ملي ټیم په بهر کې جوړ کړي.

دغه فدراسیون وايي چې دوی اوس په بهر کې د افغان فوټبالرو نجونو نوملیکنه کوي او بیا به یې ژر یوه غوراوي تمریني کمپ ته ور وغواړي.

د فدراسیون ویاند فېروز مشعوف ازادي راډيو ته وویل: "د فوټبال د ټولو ښځینه لوبغاړو څخه، که پخوانۍ ملي څېرې وي یا بهر کې اوسېږي او د فوټبال لوبه کوي له موږ سره خپل معلومات شریکوي او موږ یې بیا یوه غوراوي/ټاکنیز کمپو ته راغواړو."

مشعوف د دې پروسې تخنیکي اړخ او نور جزییات نه دي ورکړي، خو د راپورونو له مخې د افغان ښځينه و د فوټبال ملي لوبډلې د بیا جوړولو دا هڅه د فیفا له خوا حمایت شوې ده.

مخکې د فوټبال ځينو پخوانیو څېرو ټینګار درلود چې فیفا باید په بهر کې د افغان نجونو د فوټبال د ملي ټیم له جوړولو ملاتړ وکړي.

XS
SM
MD
LG