د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۱

واشنګټن پوسټ: د بریتانیا صدارت د تخلیې په عملیاتو کې د بورېس جانسون مداخله پټوي


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپانې دا مسئله په یوه مقاله کې سپړلې ده چې له ادعا سره سم د بریتانیا صدراعظم د طالبانو له لوري د کابل د نیولو پر مهال نږدې ۲۰۰ سپي او پیشوګانې راایستلي او خلکو ته‌یې پام نه‌دی کړی.

بورېس جانسون دا ادعا د سې شنبې په ورځ رد کړه، خو ورځپانه څرګندوي چې په همدې ورځ په پارلمان کې د اپوزېسیون یوه جګپوړي غړي کریس بریانټ یو لیک وړاندې کړ چې په‌کې راغلي د جانسون یوه همکار له کابله د دې څارویو د ایستلو اجازه ورکړې ده.

د پارلمان دې غړي دا تور هم پورې کړ چې صدارت د تخلیې په دې عملیاتو کې د بورېس جانسون مداخله پټوي او حال دا چې دا هڅه په داسې وخت کې شوې ده چې په زرګونه افغانانو چې د طالبانو له لوري د زیان وراوښتو له خطر سره مخامخ وو د وتلو هڅې کولې.

واشنګټن پوسټ وړاندې لیکي، د بحران په اوج کې د بریتانیا پخوانی پوځي پاول فارتینګ چې د نوزاد په نوم د څارویو دا خیریه مؤسسه‌یې چلوله د بریتانیا له حکومت او د طالبانو پر چارواکو د خواله رسنیو له لارې فشار راوست چې دا څاروي او د دې خیریه مؤسسې کاروونکي باید له کابله وایستل شي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي چې د اګسټ په ۲۹مه دا سپي او پیشوګانې په یوې چارتر شخصي الوتکه کې له کابله لندن ته ورسېدل او په دې الوتنه کې د مؤسسې کوم غړی نه‌و.

  • ګارډین

ګارډین ورځپاڼې هم همدا مسئله رااخیستې ده او د یوه لیک عکس‌یې له خپلې مقالې سره خپور کړی دی چې ترې لاندې یې لیکلي دا هماغه لیک دی چې د پارلمان لپاره د صدراعظم بورېس جانسون د ځانګړي سکرتر ترودی هاریسن په لاسلیک استول شوی دی چې له کابله دا څاروي په ځانګړې چارتر الوتکه کې وایستل شي.

بریتانیا د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د دوو اوونیو په ترڅ کې شااوخوا ۱۵ زره کسان له کابله په الوتکو کې وایستل او لندن ژمنه کړې ده چې په زرګونه نور به له افغانستانه وباسي.

  • انډپنډنټ

انډپنډنټ ورځپاڼې بیا د افغانستان د فوټبال د هغو ښځینه لوبغاړو په اړه لیکنه خپره کړې ده چې بریتانیا ته رسېدلې دي.

دا ورځپاڼه لیکي چې د سپټمبر په میاشت کې دوی معلومات ترلاسه کړي و چې د دې لوبغاړو شمېر ۳۳ ته رسېږي.

انډپنډنټ د افغانستان د ښځینه‌وو د ځوانانو د فوټبال ټیم د کپټانې ۲۴ کلنې صبریه خبرې رااخیستې دي چې وایي، دا په هرات کې وه چې طالبان دې ښار ته ننوتل، هر لور ته‌یې ډزې کولې او خلک په وېره او ترهه کې وو.

صبریه وایي چې له دې ورځې وروسته ترڅو چې دا په افغانستان کې وه دې یوازې له ځان سره فوټبال کاوه او اوس په لندن کې له خپلې کورنۍ سره په هوټل کې ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG