د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۰

د امریکا امنیت شورا: له افغانستان د افغان متحدينو تخلیه نه‌ده درېدلی او نه‌درېږي


ارشیف، له افغانستانه د افغانانو د تخلیې پروسه
ارشیف، له افغانستانه د افغانانو د تخلیې پروسه

د ګڼو ناهیلو او اندېښنو سره د پي‌ون، پي‌ټو او ایس‌ای‌وي کیسونو درلودونکو لپاره ښايي دا تازه او ښه خبر وي.

امریکا تازه اعلان کړی چې متحده‌ایالاتو ته د افغان متحدینو د انتقال پروسه نه‌ده درېدلې.

د امریکا د ملي امنیت شورا د ستراتېژیکو اړیکو همغږي کوونکي جان کربي د چهارشنبې په ورځ وویل چې، دا یو مسؤلیت دی او دوی ورته ژمن دي.

هغه ویلي: "موږ به خپلو هڅو ته دوام ورکړو چې له زړورو افغانانو او د هغوی له کورنیو سره مرسته وکړو څو له افغانستان څخه ووځي او په قانوني توګه د د اسنادو د طی مراحلو وروسته امریکا ته ولاړ شي."

ښاغلي کربي زیاته کړه چې تر اوسه یې له سلو زرو زیات افغانان امریکا ته انتقال کړي دي.

د امریکا د ملي امنیت شورا د ستراتېژیکو اړیکو همغږی کوونکی جان کربي
د امریکا د ملي امنیت شورا د ستراتېژیکو اړیکو همغږی کوونکی جان کربي

دا په داسې حال کې چې په افغانستان او درېیمو هېوادونو کې د "SIV" او "P1 او P2" کیسونو لپاره زیات شمېر کسان په تمه دي او د انتقال د پروسې له سستوالي شکایت کوي.

د کابل اوسېدونکی نوید ازادي راډيو ته وویل، لا هیڅ معلومه نه‌ده چې کوم وخت به دوی امریکا ته انتقالیږي.

نوموړی وايي: "ما په ۲۰۱۹ کال کې (ایس‌ای‌وي) کیس ته نوم‌لیکنه وکړه او تر اوسه پورې په افغانستان کې یم او لا نه یم انتقال شوی، کله چې جمهوري نظام سقوط شو ما څخه یې غوښتنه وکړه چې هوایي ډګر ته ورشم، خو د ګڼې ګونې له امله ونه توانېدم هوایي ډګر ته دننه شم. اوس زه په افغانستان کې پاتې یم، هیڅ د حل‌لاره نه‌شته چې زه ووځم."

قیس د (ایس‌ای‌وي) د پروسې بل متقاضي دی چې د پروسې له سستوالي شکایت کوي اوهیله کوي چې د دې پروسې کارونه چټک شي: "تقریبا دوه کاله وشول چې د انتقال پروسې ته په تمه یم، چې موږ به انتقال کړي خو کارونه ډېر ورو مخته ځي، ښايي هيڅ زموږ په کیسه کې هم ونه اوسي، زموږ هیله همدا ده چې پروسه چټکه شي او ژر انتقال شو."

ورته وخت کې په پاکستان کې د ایس‌ای‌وي، پي‌ون او پي‌ټو کیسونو خاوندان هم خپلو کیسونو ته اندېښمن دي او له امریکايي چارواکو غواړي چې د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي.

عبدالروف قاضي‌زاده چې په پاکستان کې د (پي‌ون او پي‌ټو) کیسونو درلودونکی دی، ازادي راډیو ته په خبرو کې وویل: "موږ د دو کالو راهیسې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په غوښتنه پاکستان ته راغلې یو، دلته ستونزې بیخي ډېرې دي، د کاروبار، د زده‌کړو همداسې د ماشومانو د زده‌کړو ستونزې شته، امنیتي او سیاسي وضیعت هم اصلا ښه نه‌دی، موږ غواړو چې زموږ د وضیعت ته دې پاملرنه وکړي."

دغه راز فرخنده عمري چې دا هم د P1 او P2 کيس لري او پاکستان کې اوسيږي، وايي: "امریکايي چارواکو وویل چې خپل افغان متحدین به انتقالوي، موږ هم د امریکا د متحدینو له ډلې یو او په پاکستان کې ژوند کوو، ولې زموږ وضیعت ته پاملرنه نه‌کوي، موږ په بې برخلیک حالت کې ژوند کوو او په پاکستان کې یو، موږ ته دې پاملرنه وکړي."

ارشیف، پاکستان کې یو شمېر معترض د امریکا د کېسونو لرونکي
ارشیف، پاکستان کې یو شمېر معترض د امریکا د کېسونو لرونکي

په پاکستان کې د "SIV"، "P1 او P2" کیسونو درلودونکي وايي، د امنیتي ګواښونو له امله نور افغانستان ته نه‌شي تللای او هلته هم د اقتصادي ستونزو له امله د دوی ژوند خورا ستونزمن شوی دی.

که څه هم طالبانو په وار وار د ټولو افغانانو د خوندیتوب ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، هیچاته ګواښ نه‌شته، خو بیا هم بېلابېلو نړیوالو سازمانونو په وار وار ویلي چې، په افغانستان کې د تېر جمهوري نظام یو شمېر کارکوونکي د طالبانو له لوري وژل شوي یا ورک شوي او یا هم ځورول شوي دي، خو دغه ادعا طالبانو رد کړې ده.

که څه هم د امریکا متحدوایالتونو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې لسګونه زره افغانان له افغانستان څخه نوروهېوادونو او امریکا ته انتقال کړل، خو د هغه سره هم ډېری افغانان په افغانستان او درېیمو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان کې دوتلو په تمه دي.

XS
SM
MD
LG