د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۳

ابوظبي کمپ کې افغان پناه غوښتونکي: له میاشتو راهیسې بې برخلیکه ژوند کوو


د ابوظبي کمپ کې یو شمېر افغانان
د ابوظبي کمپ کې یو شمېر افغانان

د ابوظبي په کمپ کې افغان پناغوښتونکي وايي، له تېرو ۱۸ میاشتو راهیسې په بې برخلیکه حالت کې ژوند کوي.

رامش نظري چې ځان په ابوظبي کمپ کې د افغان پناه غوښتونکو استازی معرفي کوي وايي چې مخکې په افغانستان کې ژباړن و او له تېرو ۱۸ میاشتو راهیسې په ابوظبي کې د نورو افغانانو ترڅنګ له بې برخليک حالت سره مخ دي.

دی وايي، که څه هم د پناه غوښتنې قضیې د منلو په خاطر څو ځله مرکې ورسره شوي دي، خو تر اوسه یې برخليک معلوم نه‌دی.

نوموړی وايي: "۱۸ میاشتې وشوې چې په ابوظبي کمپ کې یم. هر ځل چې د آی او ایم دفتر ته ورځم او د خپل کېس په اړه پوښتنه ترې کوم، وايي چې منتظر شئ."

نظري ادعا کوي چې په ابوظبي کمپ کې له ډېرو ستونزو سره مخ دی، خو نه‌شي کولای د خپلو ستونزو په خاطر غږ پورته کړي.

نوموړی وايي: "زموږ اساسي ستونزه دا ده چې ازادي زموږ طبعي حق دی، خو موږ دلته څه ښځې، سړي یا که ماشومان دي، د ګرځېدو او بیان ازادي حق نه‌لرو. هر ځل مو چې غږ پورته کړی، د عربي مسوولانو له‌خوا ځپل شوي یو."

د ابوظبي کمپ مسوولانو دې ډول ادعاو ته چې مخکې هم شوې دي، لا تر اوسه کوم غبرګون نه‌دی ښودلی.

د افغان پناه غوښتونکو دا استازی زیاتوي چې د روغتیايي خدمتونو کیفیت ډېر ټيټ دی او ډېر پناغوښتونکي له رواني ستونزو سره مخ شوي.

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې په ابوظبي کمپ کې له نورو افغان پناغوښتونکو سره هم خبرې وکړي، خو هغوی وویل چې له رسنیو سره له خبرو منع شوي دي او په دې اړه یې وضاحت ورنه‌کړ چې ولې دا بندیز پرې لګېدلی دی.

ارشیف، د ابوظبي کمپ کې یو شمېر افغانان
ارشیف، د ابوظبي کمپ کې یو شمېر افغانان

تازه سي این این تلوېزیون هم راپور ورکړی چې ۲۱۰۰ افغان پناه غوښتونکي د متحده عربي اماراتو په کمپ کې له یوه بې برخليک حالت سره مخ دي.

د دې تلویزېون د راپور پر بنسټ دا د هغو ۲۰ زره پناغوښتونکو له ډلې څخه دي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته د متحده عربي اماراتو کمپونو ته لېږدول شوي دي.

که څه هم د امریکا او کاناډا دولتونو له دې کمپ څخه ډېر پناه غوښتونکي انتقال کړل خو ځینې یې اوس هم په دې کمپ کې پاتې دي.

تر دې مخکې د بشر حقونو د څار سازمان هم په یوه راپور کې ویلي وو چې متحده عربي اماراتو له ۲۴۰۰ تر ۲۷۰۰ افغان پناغوښتونکي له ۱۵ میاشتو راهیسې د 'اماراتو په بشردوستانه کمپ' کې زنداني کړي دي.

خو د متحده عرب اماراتو حکومت دې راپور ته غبرګون نه و ښودلی.

XS
SM
MD
LG