د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۹

له افغانستانه د ځواکونو د وتلو ناندريزه مسئله؛ له بلېنکن د لا ډېر وضاحت غوښتنه شوې


ارشیف: په هلمند کې یو شمېر امریکايي سرتېري
ارشیف: په هلمند کې یو شمېر امریکايي سرتېري

د امریکا په کانګرس کې جمهوري غوښتونکو د بهرنیو چارو وزیر ته ګواښ کړی چې که له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه پارلمان ته وضاحت ورنه کړي، کانګرس ته یې سپکاوی کړی دی.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر جمهوري غوښتونکي مایکل مککال د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن ته ګواښ کړی چې که د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو اړوند د پټو اسنادو په اړه پارلمان ته حاضر نه‌شي، نو دا کار به یې کانګرس ته سپکاوی وګڼل شي.

په یوه لیک کې چې د دوشنبې په ورځ خپور شو، د کانګرس دغه مهم غړي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته ویلي چې تر اوسه ورکړل شوي معلومات کافي نه‌دي.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال

د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه په دې اړه څېړنه کوي چې څه ډول امریکايي پوځیان شل میاشتې مخکې له افغانستانه ووتل او د بهرنیو چارو وزیر ته د دغه لیک لېږل به د ولسمشر بایډن حکومت تر فشار لاندې راولي.

د مایکل مککال په لیک کې راغلي چې هغه تېره مارچ میاشت له انټوني بلېنکن وغوښتل د هغه لیک په اړه وضاحت ورکړي چې د ۲۰۲۱ کال په جولای کې له افغانستانه د وتلو په درشل کې، امریکایي ډيپلوماټانو لیکلی وو او په‌کې يې د بایډن پر ادارې له افغانستانه د وتلو په بڼې نیوکې کړې وې.

د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر ادعا کوي چې د بهرنیو چارو وزارت د دې اسنادو په چمتو کولو کې خپل قانوني تعهد ماتوي.

په دغه لیک کې مایکل مککال د بهرنیو چارو وزیر ته د درېیم ځل لپاره وخت ورکړی چې په خپله خوښه د مې په ۱۱مه پارلمان ته حاضر شي، که نه نو د کانګرس د سپکاوي په خاطر به له اقدام سره مخ شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

خو د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یوه ویاند د مککال دغه اقدام غیر ضروري او بې ګټې وباله.

ودانت پټيال زياته کړه، سره له دې چې د استازیو جرګې د بهرنيو اړيکو کمېټې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو د اسنادو په اړه پټ راپور ترلاسه کړى، خو دوی بیا هم په غیر ضروري اقداماتو سره دا مسئله تعقیبوي.

خو هغه زياته کړه چې د بهرنيو چارو وزارت به د خپلو دندو د ترسره کولو په برخه کې د کانګرس له لوري لازمو څېړنو ته ځواب ووايي او په ورته وخت کې به دغه وزارت له خپلو کارکوونکو هم ساتنه وکړي.

په افغانستان کې له شل کلن حضور وروسته، د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له دغه هېواد څخه د امریکايي ځواکونو وتل د دې لامل شول، چې طالبان واک ته ورسېږي.

په دې سربېره له کابله د امریکايانو او د هغوی د افغان همکارانو د ایستلو ګډه وډه پروسه چې یوه خونړي ځانمرګي برید یې وضعیت لا پسې پېچلی کړ، د ولسمشر جوبایډن پر ادارې د پراخو انتقادونو سبب شول.

په هغه برید کې دیارلس امریکايي پوځیان او لسګونه افغانان وژل شوي وو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG