د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۹

متقي: نړیوال دې له افغانستانه علمي کادرونه نه باسي


ارشیف: د کابل له نړیوال هوايي ډګر څخه د تخلیې پروګرام یو انځور
ارشیف: د کابل له نړیوال هوايي ډګر څخه د تخلیې پروګرام یو انځور

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي وايي، نړیوال دې له افغانستانه علمي کادرونه نه باسي.

که څه هم د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي وايي چې افغانستان د ټولو افغانانو لپاره خوندی دی، خو د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو ډېری نړیوالو او کورنیو بنسټونو له دې وړاندې په بېلابېلو راپورونو کې طالبان د مخکیني جمهوري نظام د امنیتي ځواکونو، فرهنګي شخصیتونو، خبریالانو، مدني او د ښځو د حقونو د فعالانو په نیولو، شکنجه کولو او ان وژلو تورن کړي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر تېره ورځ د بهرنیو چارو په وزارت په بلغاریا کې د مړو شویو افغانانو له کورنیو سره په لیدنه کې په لوېدیځو هېوادونو تور پورې کړ، چې افغان کادرونه په بېلابېلو پلمو له افغانستانه باسي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي

نوموړي وویل، لوېدیځ هېوادونه دې له افغانستانه د تعلیم‌یافته افغانانو ایستل بند کړي ځکه د ده په وینا دا کار د دغه هېواد په زیان دی.

متقي وويل: "د هېواد امنیتي وضعیت هم ښه دی او د حکومت پالیسي هم دا ده چې دا وطن د ټولو افغانانو دی او په دې وطن کې د ژوند حق لري. دا پیغام باید نړیوال هم واوري چې افغانانو ته دې په دې نوم کېسونه نه اچوي چې دلته یې سرته خطر دی، د افغانستان استعدادونه علمي کادرونه او افتخاراتو ته دې صدمه نه رسوي او زموږ کادرونه دې له هېواده نه باسي."

پر افغانستان د طالبانو تر بیاځلي واکمنېدو ورسته امریکا، کاناډا او یو شمېر اروپايي هېوادونو له افغانستانه څه د پاسه ۱۵۰ زره افغانان چې په‌کې د تېر جمهوري حکومت غړي، د بهرنیو ځواکونو افغان کارکوونکي، خبریالان، ټولنیز او د ښځو د حقونو فعالان او نور شامل دي ویستلي او پناه یې ورکړې ده.

د راپورونو پر بنسټ پر افغانستان د طالبانو د بیاځلي واکمنېد له پیل راهیسې یوازې د کابل پوهنتون څلور سوه استادانو خپلې دندې پرېښي او له افغانستانه وتلي دي.

د کابل پوهنتون یوه څنډه
د کابل پوهنتون یوه څنډه

په ورته وخت کې خو یو شمېر افغان ټولنیز او سیاسي فعالان وايي، چې په وطن کې د کار او روزګار د نه موجودیت ترڅنګ سیاسي او ټولنیزې ستونزې او د طالبانو د حکومت سخت دریځۍ لامل شوي، چې افغان کادرونه له افغانستانه ووځي.

د ښځو د حقونو فعاله برښنا صافۍ چې اوس مهال په بهر کې ژوند کوي وايي، په افغانستان کې شخصي خوندیتوب نه‌شته.

نوموړې وايي: "که په وطن کې شخصي خوندیتوب وای، د اتباعو حقونه خوندي وای، د تعلیم حق ورکړل شوی وای، نو هیڅوک له وطنه نه وتل. په افغانستان کې د کادرونو ژوند ډېر سخت دی او طالبانو پرې د ژوند کړۍ راتنګه کړې ده، له دوی ټول حقونه اخیستل شوي دي او د طالبانو له لوري ورته په سپکه کتل کېږي، یوازې د هغه کسانو ساعت تېر دی چې طالب وي."

لیکوال شاعر او ژورنالېست ارشاد رغاند هم وايي، افغانستان اوسمهال په طالب او غیر طالب بدل شوی او د بېلاېیلو برخو کادرونو نه هر ډول حقوق اخیستل شوي دي.

رغاند وايي: "د کادرونو قدر نه‌شته، افغانستان اوسمهال یوازې په طالب او غیر طالب بدل شوی دی. هر څوک چې طالب نه وي هغه که هر ډول کادر وي هغې ته د ذلالت په سترګه کتل کېږي. د ښځو بحث خو ټولې نړۍ ته ښکاره دی چې هر ډول حقونه ترې اخیستل شوي دي.

که څه هم د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د خلکو د اندېښنو په اړه د ازادي راډیو د خبریال پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو وړاندې تر دې یې ویلي چې په افغانستان کې د ټولو وګړو حقونه خوندي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو حکومت د نجونو په منځنیو او لوړو زده کړو د بندیز تر څنګ د بیان ازادي محدوده کړې، د ښځو په کار یې سخت بندیز لګولی او دغه شان یو شمېر ټولنیز فعالان، د ښځو د حق غوښتونکي او خبریالان یې وخت ناوخت بندیان کړي دي، دا اوس هم د زده کړو د برخې فعال مطیع الله ویسا او فرانسوي افغاني الاصله خبریال مرتضی بهبودي د طالبانو په بند کې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG