د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

ایران په دوو اوونیو کې نږدې ۱۹زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړي


طالبان: هره ورځ له ایرانه شاوخوا ۲۵۰۰ افغان کډوال نیمروز ته اړول کېږي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:42 0:00

طالبان: هره ورځ له ایرانه شاوخوا ۲۵۰۰ افغان کډوال نیمروز ته اړول کېږي

ایرنا خبري اژانس د ایراني چارواکو له قوله خبر ورکړی چې ۱۹ زره هغه افغان کډوال چې په غیرقانوني لارو دې هېواد ته دننه شوي وو، نیولي او بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.

له ایرانه راایستل شوی یو افغان کډوال چې نه‌غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته وویل، موده وړاندې په غیرقانوني لارو ایران ته تللی و او خیاطي یې کوله، خو ۱۵ ورځې وړاندې کله چې کار ته پر لار و، ایراني پولیسو ونیوه او افغانستان ته یې راستون کړ.

هغه وايي: "زه خیاط یم. غوښتل مې کار ته ولاړ شم، خو هلته یې ونیولم. یو څو ورځې یې زابل او زاهدان کې پاتې کړم او بیا یې افغانستان ته را ولېږلم."

په ایران کې یو بل افغان کډوال علي پناهي چې هلته کاریګر دی وايي، وېرېږي چې پولیس یې ونه نیسي.

هغه ازادي راډيو ته وویل، افغانستان کې کار نه‌شته او مجبور شو چې ایران ته ولاړ شي.

علي پناهي وايي: "۲ کاله کېږي چې قاچاقي ایران ته راغلی یم. د ایران وضعیت هم خراب شوی. اندېښمن یم چې ومې نه‌باسي. کار مې له لاسه ځي او افغانستان کې کار هم نه‌شته، څه به کوم؟"

له دې وړاندې په ایران کې یو شمېر نورو افغان کډوالو هم ازادي راډیو سره خبرو کې د بېلابېلو ستونزو یادونه کړې وه.

په ایران کې یو شمېر افغان کډوال
په ایران کې یو شمېر افغان کډوال

دا اندېښنې او شکایتونه داسې مهال مطرح کېږي چې ایرنا خبري اژانس د ایراني چارواکو له قوله لیکلي، تېرو دوو اوونیو کې له دې هېواده ۱۸زره او ۹۴۳ تنه افغان کډوال ویستل شوي دي.

د خراسان رضوي ولایت امنیه قوماندان مجید شجاعي پرون خبریالانو ته ویلي، دا کډوال په غیر قانوني توګه ایران کې اوسېدل او د دوغارون په پوله طالبانو ته سپارل شوي دي.

هاخوا د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت هم په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د تېرې پنجشنبې په ورځ ۲زره ۶۴۳ او د شنبې په ورځ بیا ۲زره ۵۳۴ تنه له ایران افغانستان ته ستانه شوي دي.

دې وزارت په اسلام قلعه کې د طالبانو د سرحدي امر له قوله لیکلي، له دوی یو شمېر کډوال د مرستو اخيستو لپاره د کډوالۍ نړیوال سازمان ته پېژندل شوي دي.

خو د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني په زور له ایرانه د افغان کډوالو د ستنولو په اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه.

په ورته وخت کې یو شمېر افغانان چې په زور له ایران راویستل شوي وايي، هڅه کوي بیا دې هېواد ته ولاړ شي.

له دوی یو تن منظور ازادي راډیو ته پیغام کې لیکلي، یو نیم کال وړاندې له خپلو دوو ورونو سره له ایران را وایستل شو، خو څو میاشتې وړاندې یې وروڼه په غیرقانوني توګه بېرته ایران ته ولاړل.

د کډوالۍ د نړیوال سازمان د راپور پر بنسټ، په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کال کې ۳،۶ میلیونه افغانان له افغانستانه کډوال شوي دي چې له دوی ۷۰ سلنه يې ایران ته تللي دي.

بل لورته بیا د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ اټکل کړی چې په ۲۰۲۲ کال کې ۴۸۵ زره افغانان له ایران راایستل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG