د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۸

طالبان: پاکستان دې د افغان کډوالو د زنداني کولو لړۍ ودروي


د پاکستان په کراچۍ کې یو زندان
د پاکستان په کراچۍ کې یو زندان

په پاکستان کې د طالبانو د حکومت یو لوړپوړی ډيپلومات د پاکستان له حکومته غواړي، چې د افغان کډوالو د زنداني کولو لړۍ ودروي.

د طالبانو حکومت داسې مهال له پاکستانه د افغان کډوالو د زنداني کولو د لړۍ درول غواړي چې لا هم سلګونه افغانان د سند او نورو ایالتونو په زندانونو کې پراته دي.

تازه د سه‌شنبې په ورځ د جون په شپږمه ۲۵ تنه افغان زندانیان د سند ایالت له زندانونو ازاد او د چمن له لارې افغانستان ته ولېږدول شول.

د چمن-سپین بولدک درواې یوه څنډه
د چمن-سپین بولدک درواې یوه څنډه

په کراچۍ کې د افغانستان جنرال کونسل سید عبدالجبار تخاري د دغو زندانیانو د خلاصېدو په تړاو خبرو کې ویلي، هڅه کوي پاکستان کې ټول زنداني افغانان را خلاص کړي.

نوموړي ويلي: "د یوې مېرمنې او ۷ ماشومانو په ګډون ۲۵ تنه محبوسین د سند له زندانونو خلاص او د چمن له لارې وطن ته ولېږل شول. هڅه کېږي چې نور پاتې بندیان هم چې زندانونو کې پاتې دي، خلاص شي. مونږ د پاکستان له حکومته غواړو چې د افغانانو نیول پای ته ورسوي او پاتې زندانیان ژر تر ژره خوشې کړي چې وطن ته ستانه شي."

پاکستان وروسته له هغه د افغانانو د نیولو لړۍ چټکه کړه چې پر پوله یې دوی ته د اوښتو لپاره د پاکستان ویزه اجباري او د ویزې اخیستل هم په بې‌ساري ډول پېچلي او سخت شول.

په نیول شویو زندانیانو کې تر ډېره هغه کسان شامل دي چې د سفر اسناد نه‌لري، خو مخکې ځینو نیول شویو شکایت کړی چې د سفر د اسنادو له درلودو سره سره د پاکستاني پولیسو له‌خوا نیول او ځورول کېږي.

د طالبانو د حکومت چارواکي وایي، له تېرو څو میاشتو راهیسې ۲۳۴۲ افغانان چې پاکستان کې بندیان وو، خلاص او هېواد ته لېږلي دي.

په تېره حمل یا وري میاشت کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په کابل کې د پاکستان له سفیر عبیدالرحمان نظاماني او دغه راز یوه ټليفوني مکالمه کې له خپل پاکستاني سیال بلاول بوټو زرداري څخه وغوښتل چې پاکستان کې زنداني افغانان خوشې کړي.

په نیول شویو زندانیانو کې تر ډېره هغه کسان شامل دي چې د سفر اسناد نه‌لري. 15.04.2023
په نیول شویو زندانیانو کې تر ډېره هغه کسان شامل دي چې د سفر اسناد نه‌لري. 15.04.2023

د طالبانو د حکومت له دې غوښتنو سره سره لا هم له دوو سوو ډېر افغان کډوال یوازې د سند ایالت په زندانونو کې پراته دي او د راپورونو له مخې د افغانانو د نیولو لړۍ وروستیو ورځو کې بیا چټکه شوې ده.

په کراچۍ کې د افغان کډوالو یوه مدافع وکیله منیزه کاکړ هم مني چې د پاکستان پولیسو د افغان کډوالو د نیولو عملیات زیات کړي دي.

نوموړې وايي: "دا مهال هم د سند په زندانونو کې تر دوو سوو زیات افغانان زنداني دي. همدا ډول د افغانانو د نیولو کومه سلسله چې پيل شوې وه، هغې کې زیاته تېزي راغلې ده. په دې وروستیو پنځلسو ورځو کې پنځه شپږ 'ایف‌آی‌آر' یا پولیسو ته شکایتونه ثبت شوي، چې سلګونه افغانان په‌کې شامل دي."

پر سند ایالت سربېره د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد او پېښور کې هم یو شمېر افغانانو تازه ازادي راډيو ته ویلي چې دې شپو ورځو کې یې پولیس په بېلابېلو پلمو نیسي او ځوروي یې.

په کراچۍ کې د افغان کډوالو یوه مدافع وکیله منیزه کاکړ څه موده مخکې ویلي وو، چې پاکستان کې هغه کډوال هم نیول شوي چې قانوني اسناد لري. 15.04.2023
په کراچۍ کې د افغان کډوالو یوه مدافع وکیله منیزه کاکړ څه موده مخکې ویلي وو، چې پاکستان کې هغه کډوال هم نیول شوي چې قانوني اسناد لري. 15.04.2023

په دوی کې سلګونه هغه افغانان شامل دي چې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته پاکستان ته تللي او درېیمو هېوادونو ته د تګ په نیت هلته شپې ورځې تېروي.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال شاوخوا درې میلیونه افغانان په پاکستان کې اوسېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG