د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۰

ایراني چارواکو په فارس کې د افغان کډوالو پر کارونو محدودیتونه لګولي


په ایران کې یو شمېر افغان کډوال
په ایران کې یو شمېر افغان کډوال

د ایران په فارس ولایت کې ایراني چارواکو د افغان کډوالو پر کارونو محدودیتونه لګولي دي.

د ایران په فارس کې یو افغان کډوال فرزاد امیري وايي: "په دې ټول زحمت او خوارۍ مې ځان ایران ته ورساوه، اوس حیران یم چې د خپلې کورنۍ د غړو نسونه څنګه ماړه کړم، واقعاً ژوند او شرایط راته سخت شوي دي."

امیري وايي، په قانوني ډول د ایران د فارس ولایت په شېراز ښار کې اوسي او وايي په دې ولایت کې د ایراني چارواکو وروستۍ پرېکړې یې ژوند سخت کړی دی.

د افغان کډوالو پر کارونو تازه لګول شوی محدودیت د دې سبب شوی، چې د فرزاد امیري په څېر افغانان خپلې دندې له لاسه ورکړي او بې برخلیکه دي.

هغه په دې اړه ازادي راډیو ته زیاته کړه: "زه خپله په یوه پلورنځي کې په کار بوخت وم، چې یو څه پیسې مې ګټلې خو له بده مرغه د غبرګولي/ جوزا د پنځلمې یا د جون میاشتې د پنځمې تر اعلامیې وروسته د کار خاوند راته وویل چې هلته نور کار نه شم کولی باید ځان ته بل کار پیدا کړم. حتی دا پلورنځی پر افغان کډوالو شیان نه پلوري او هلته لیکلي دي چې پر بهرنیانو په ځانګړي ډول افغانانو د اجناسو له خرڅولو معذرت غواړو، دا د ډېرې اندېښنې وړ ده."

د ایران په شهید ناصري کې د افغان کډوالو کمپ
د ایران په شهید ناصري کې د افغان کډوالو کمپ

د ایران په فارس ولایت کې دېره افغانان وايي، د جون میاشتې د پنځمې نېټې د اعلامیې له مخې، چې د دغه ولایت د ښاروال له خوا خپره شوې، افغان وګړي هلته کار نه شي کولی او د کارونو خاوندانو ته ویل شوي، چې افغان کډوالو ته کارونه ورنه کړي.

دغه اعلان امیر حسین ته هم چې له دوولسو کلونو راهیسې د فارس ولایت په شېراز ښار کې ژوند کوي، ستونزې پیدا کړې دي.

هغه وویل: "په وروستیو وختونو کې محدودیتونه زیات شوي دي، زموږ وضعیت یې خراب کړی دی، زموږ دوکانونه یې وتړل او زموږ پر ایراني شریکانو یې هم محدودیت لګولی چې له ما سره کار ونه کړي، اوس حیران یم چې څه وکړم. لالهاند شوی یم."

د ایران په فارس ولایت کې د ایراني چارواکو له دې پرېکړې وروسته په ټولنیزو شبکو کې یوه ویډیو هم خپره شوې چې ښيي ځینې ایراني چارواکي هغه مغازې مهر و لاک کوي، چې د افغان کډوالو دي، یا هم دوی په کې کار کوي.

په دې ویډیو کې د فارس ولایت د کوار ښارګوټي یو چارواکی مهدي دهقان خلیلي خبریالانو ته وايي، دغه محدودیت پر ټولو قانوني او غیرقانوني افغان کډوالو عملي کېږي.

د فارس یوه څنډه
د فارس یوه څنډه

هغه ویلي چې په کوار ښارګوټي کې یې هغه ۲۵ مغازې مهر و لاک کړي، چې له تازه مقرراتو یې سرغړونه کړې وه.

یوه بل افغان کډوال چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي او په فارس ولایت کې ژوند کوي، وویل چې په ایران کې افغان کډوال یوازې د درنو یا شاقه کارونو اجازه لري.

هغه وویل: "یوازې په ځینو مواردو کې افغان کډوال د هغو درنو کارونو اجازه لري، چې خپله ایرانیان یې نه شي کولای، که نه له افغانانو نور ټول کارونه اخیستل شوي."

دغه افغان کډوال وايي، د دغو تازه محدودیتونو علت د ایران او د طالبانو د حکومتونو ترمنځ وروستۍ ناندرۍ دي، چې له کبله یې پر افغان کډوالو فشارونه زیات شوي دي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت لا د دې موضوع په اړه کومه تبصره نه ده کړې.

د دواړو لوریو ترمنځ کړکېچ وروسته له هغې زیات شو، چې لومړی د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د هلمند له سینده د ایران د اوبو د حق پر سر طالبانو ته ګوتڅنډنه وکړه، وروسته د ایران او طالبانو ترمنځ پر پوله نښته وشوه، چې دواړو لوریو د یوه طالب او د ایران د یوه سرحدي ساتونکي د وژل کېدو خبر ورکړ.

“افغان واکمنانو” ته د ایران د ولسمشر “خبرداری”
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:58 0:00
د نیمروز سرحدي سیمه کې د طالبانو او ایراني ځواکونو ترمنځ نښته شوې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:59 0:00

هر یوه د دې شخړې د پیل ملامتي پر بل لوري اچوله.

وروسته له هغې چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې په نیمايي بیا پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، دا څووم وار دی، چې وسلوال یې له ایراني لوري سره په جګړه اوړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG