د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۸

د نیمروز سرحدي سیمه کې د طالبانو او ایراني ځواکونو ترمنځ نښته شوې


د نیمروز سرحدي سیمه کې د طالبانو او ایراني ځواکونو ترمنځ نښته شوې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:59 0:00

د نیمروز ولایت په کنګ سرحدي ولسوالۍ کې د طالبانو او ایران سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده. د اسوشیتد پرس خبري اژانس د "حال¬ وش¬" په نامه د یوې ایراني مدافعې ډلې په حواله ویلي دي چې دغه نښته نن سهار پیل شوې ده. د راپور له مخې، د جګړې له سیمې یو شمېر اوسېدونکي ایستل شوي دي. په هغو ویډیوګانو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوي، د دواړو لورو ترمنځ د ډزو تبادله ښيي. خو دا ویډیوګانې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي. تر اوسه د نښتې علت معلوم نه دی او طالبانو او ایراني چارواکو تر اوسه د دغې نښتې په اړه څه نه دي ویلي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هلمند د اوبو پر سر د طالبانو او ایران ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی دی. د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي تېره اوونۍ سیستان او بلوچستان ولایت ته د خپل سفر پر مهال خبرداری ورکړ چې طالبان دې د ایران د اوبو حق ورکړي. رییسي ویلي و، د افغانستان واکمنان باید د ده خبرې جدي ونیسي او وروسته دې ګیله نه کوي چې ورته ویل شوي نه و.

XS
SM
MD
LG