د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۲:۱۵

ایران د طالبانو د سرحدي ځواکونو روزنې لپاره چمتووالی وښود


د سلام کلا بندر یوه څنډه. یو طالب د پیرې پر مهال
د سلام کلا بندر یوه څنډه. یو طالب د پیرې پر مهال

د ایراني عسکرو او طالبانو ترمنځ په سرحدي سیمو کې له پرله‌پسې نښتو وروسته، د ایران د پولیسو ځواکونو سرپرست قوماندان قاسم رضايي وايي، دوی چمتو دي چې د طالبانو سرحدي ځواکونه وروزي.

د ایران د پولیسو ځواکونو سرپرست قوماندان قاسم رضايي وايي، په سرحدي پروټوکولونو د پوهېدو لپاره دوی چمتو دي چې د طالبانو پوله ساتي عسکر وروزي، خو د طالبانو حکومت وايي، ایراني پوله ساتي هم روزولو ته اړتیا لري.

ایراني مهر خبري اژانس پرون د قاسم رضايي له قوله لیکلي، اړینه ده چې د طالبانو سرحدي ځواکونه یو ډول لباس ولري او نړیوالو قوانینو ته غاړه کېږدي.

هغه زیاته کړې، دوی چمتووالی اعلان کړی چې د طالبانو پوله ساتي ځواکونه په ګڼ مېشتو سرحدي سیمو کې د پروټوکولونو مراعتولو او هم له سرحدي سیمو ور هاخوا د نورو برخو لپاره وروزي، خو هغوی 'طالبان' لا دې کار ته نه‌دي حاضر شوي.

خو د طالبانو حکومت بیا د ایران د پولیسو ځواکونو د سرپرست قوماندان د دې څرګندونو په غبرګون کې وايي، لومړی ایراني عسکر روزنې ته اړتیا لري، ځکه نښتې د هغوی د سرغړونو له امله پیل شوې دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن ازادي راډیو ته وویل: "اصلي خبره دا ده چې زموږ ځواکونه تر حده پورې په هغو مسایلو پوه دي چې په سرحد کې ورته اړتیا ده. له بده مرغه کومې ستونزې چې را پورته کېږي هغه هم لومړی ایراني لوري زموږ پر خاوره ډزې او یا هم سرغړونې کړي دي او بیا موږ ورته غبرګون ښودلی دی. نو دوی هم روزنې ته اړتیا لري او خپل اصول باید رعایت کړي."

ایران داسې مهال د طالبانو د سرحدي ځواکونو روزنې ته چمتووالی اعلانوي چې په وروستیو کې د ایران او افغانستان په پوله د تاوتریخوالي او پوځي چمتوالي خبرونه هم لاس په لاس کېږي.

د مې په ۲۷مه د نیمروز په کنګ ولسوالۍ کې ایراني او طالب ځواکونو په یوه و بل ډزې وکړې چې په پایله کې یې د ښاغلي رضايي په خبره، یو ایرانی عسکر ووژل شو او درې نور ټپیان شول.

د نیمروز سرحدي سیمه کې د طالبانو او ایراني ځواکونو ترمنځ نښته شوې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:59 0:00

په دې نښته کې د طالبانو یو سرتېری هم ووژل شو.

له دې نښتې وروسته په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر ویډیوګانې خپرې شوې چې په کې ادعا کېده، طالبانو د هرات په اسلام قلعه ولسوالۍ کې د ایران پولې ته نږدې پوځي تجهیزات او ځواکونه ور لېږي، خو طالبانو دا ادعاوې رد کړې.

ایراني او طالب ځواکونو له دې وړاندې څو ځله په پوله سره د ډزو تبادله کړې چې په پایله کې دواړه لوریو ته مرګ‌ژوبله هم اوښتې ده.

نیمرزو سرحدي سیمه کې ایراني غاړې ته د دې هېواد یو سرتېری
نیمرزو سرحدي سیمه کې ایراني غاړې ته د دې هېواد یو سرتېری

خو له دې ټولو سره سره، د طالبانو حکومت وايي، له ډیپلوماټیکو لارو د ستونزو اواري ته ژمن دي، هغه خبره چې ایراني چارواکي یې هم کوي.

د ایران د پولیسو ځواکونو سرپرست قوماندان قاسم رضايي مهر خبري اژانس ته دا هم وايي چې د طالبانو حکومت له چارواکو سره کتنه کې هغوی دا منلې چې د دوی ځواکونو تېروتنه کړې او ژمنه کوي چې د تکرار مخه به یې نیسي، خو طالبانو مخکې ایراني لوری د نښتې پړ بللی و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG