د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۶

د اوبو لانجه؛ ایران له طالبانو سره د ګډې کمېټې جوړولو ته په تمه دی


د هلمند سیند
د هلمند سیند

د ایران د کورنیو چارو وزیر وايي، د افغانستان په بندونو کې د اوبو د کچې په اړه د یوه ګډ ټیم د جوړولو په تمه دی.

د ایران لوړپوړو چارواکو له هغې ډلې د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي یو وار بیا د افغانستان په بندونو کې د اوبو د کچې د معلومولو لپاره د ګډ ټیم د جوړولو تمه ښکاره کړې ده.

وحیدي د دوشنبې په ورځ ایراني رسنیو ته وویل: "که په بندونو کې اوبه موجودې وي، طالبان باید د ایران حق ادا کړي او که نه، دا موضوع باید زموږ لپاره روښانه شي. ځکه زموږ کارپوهان په دې باور دي چې په دې بندونو کې اوبه شته، خو طالبان وايي چې اوبه نه شته."

هغه زیاته کړې: "موږ د یوې ګډې کمېټې د جوړېدو په هیله یو څو له یادو بندونو لیدنه وکړي او طالبان باید دا مسئله حل کړي."

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي
د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي

ایراني چارواکو یو وار بیا په داسې حال کې په خبرو ټینګار کړی چې د شنبې په ورځ د دواړو هېوادونو په پوله کې سخته جګړه وشوه.

د ایران د کورنیو چارو وزیر بیا دا جګړه لنډه وبلله او ویې ویل چې طالبانو ته اړین ځواب ورکړل شو.

هغه زیاته کړه: "دا یوه لنډه شخړه وه. له طالبانو سره خبرې اترې وشوې او حل شوه. اوس موږ کومه ستونزه نه لرو. پوله خلاصه ده. پوله ارامه ده. پوله اوس د ټرافیکو پرمخ خلاصه ده."

ایراني چارواکو تایید کړې چې له طالبانو سره په نښته کې د دوی یو پوله ساتی عسکر وژل شوی او دوه نور یې ټپیان دي.

د ایران وسله والو ځواکونو سپاه ته نږدې خبري اژانس تسنیم ویلي چې له طالبانو سره په نښته کې د وژل شوي سرتېري محمد مهدي احمدي جنازه به سه شنبه په خاصو مراسمو ترسره او خاورو ته وسپارل شي.

طالبانو هم له ایراني پوله ساتو سره په نښته کې د خپل یوه عسکر وژل کېدل تایید کړي.

د نیمروز سرحدي سیمه کې د طالبانو او ایراني ځواکونو ترمنځ نښته شوې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:59 0:00

که څه هم په جګړه کې د سپکو او درنو وسلو د کارولو رپوټونه او ویډیوګانې خپرې شوې وې، خو تسنیم اژانس د ایراني ځواکونو له خوا د توغندیو د کارولو خبرونه رد کړي.

روسیه چې هم له ایران او هم له طالبانو سره نږدې اړیکې لري ډاډمنه ده چې سرحدي نښتې کومې لویې لانجې نه رامنځته کوي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د دوشنبې په ورځ روسي رسنيو ته ویلي چې پخوا هم په پوله کې طالبانو او ایراني ځواکونو نښتې کړي، خو داسې څه احتمال نه شته چې کړکېچ زیات او یا اوږدمهالي عواقب پېښ کړي.

د ایران د پوله ساتو او طالبانو ترمنځ نښته په داسې حال کې رامنځته شوې چې تېره اوونۍ سیستان او بلوچستان ته د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي له سفر او هلته د ایران د حقابې د خوندیتوب په اړه طالبانو ته د هغه د 'جدي خبرداری' وروسته د تهران او طالب چارواکو تر منځ بې‌ سارې لفظي شخړې هم وشوې.

“افغان واکمنانو” ته د ایران د ولسمشر “خبرداری”
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:58 0:00

د رییسي خبرداري ته د طالبانو د ځینو قومندانانو کلک غبرګون او ګواښونه د دې لامل شول چې د راپورونو له مخې په کابل کې د ایران سفیر حسن کاظمي قمي له طالبانو وغواړي چې په یوه میاشت کې د دوی د حقابې په اړه غوښتنې پر ځای کړي.

د طالبانو د ریاست الوزرا سرپرست مولوي عبدالکبیر بیا په یوه وروستۍ ناسته کې چې د ایران د حقابې او رامنځته شویو لانجو یې ترسره کړې وه د ایران په شمول له ګاونډیانو سره په ښو اړیکو ټینګار کړی.

د طالبانو د ریاست الوزرا سرپرست مولوي عبدالکبیر
د طالبانو د ریاست الوزرا سرپرست مولوي عبدالکبیر

طالبان وايي، د ایران حقابې ته ژمن دي، خو په افغانستان کې سخته وچکالي ده او بندونه دومره اوبه نه لري چې تر ایران پورې ورسېږي.

اخوا د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد څو ورځې مخکې د ایران د چارواکو د څرګندونو په غبرګون ویلي وو چې د ایران رژیم دې له زور ویلو ډډه وکړي او پر ځای یې د ۱۳۵۱ کال د هیرمند تړون ته مراجعه وکړي.

هغه دا وړاندیز هم کړی وو چې طالبان او ایران دې د لانجې د حل لپاره یا ډیپلوماتيکې خبرې وکړي، یا دې کوم منځګړي ته مراجعه وکړي او که بیا یو هم کار نه ورکوي باید دا مسئله قضاوت ته وړاندې شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG