د ايران د بهرنيو چارو وزير د طالبانو د اعلاميې په غبرګون کې ويلي، د اوبو د موجوديت يا نشتوالي معيار سياسي بيانيه نه، بلکې تخنيکي کسان ټاکي.
وروسته له هغې، چې د ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي ورستیو څرګندونو ته د حکومت غبرګون وښود د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د پنجشنبې په ورځ د یو ټویټ لارې وویل چې د اوبو د موجودیت یا نشتوالي معیار سیاسي بیانیه نه، بلکې تخنیکي کسان ټاکي.
د نوموړي د خبرو یوه برخه کې راغلي: "په وروستیو میاشتو کې مې څو ځلې د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر ملا متقي څخه غوښتي چې د هلمند د هوکړې له مخې خپل ژمنې پوره کړي او تخنیکي پلاوي ته د لیدنې او د اوبو د اندازه کولو امکانات برابر کړي خو دوی دا کار نه دی کړی."
د ايران ولسمشر ابراهيم رييسي سيسان او بلوچستان ته په سفر کې د طالبانو حکومت ګواښ وکړ چې د ايران حقابه پوره ورکړي، ګنې بيا به د ګيلې حق نهلري، د نوموړي دغو څرګندونو ته د طالبانو حکومت غبرګون ته اړ کړ.
د طالبانو حکومت د پنجشنبې په ورځ په يوې اعلاميه کې د هلمند له سينده د ايران د حقابې په تړاو د ايران ولسمشر او د هغه هېواد د نورو چارواکو څرګندونې نامناسبې وبللې.
د طالبانو حکومت په خپله اعلاميه کې ويلي، ايراني چارواکي دې خپلې غوښتنې په مناسبه توګه مطرح کړي او له داسې څرګندونو دې ډډه وکړي، چې د دواړو هېوادونو اړيکې ترينګلې کوي.
خو د افغانستان او ايران ترمنځ د اوبو په تړاو دغه مسئله ولې بيا بيا ځلې راپورته کېږي او د يادې ستونزې اساسي حل په څه کې دی؟
د تېر جمهوري نظام د اوبو د چارو د تنظيم د ملي ادارې تخنيکي غړی او د اوبو په چارو کې پوه نظيم سمون وايي، ايران د سياسي فکرونو له امله غواړي دا مسئله بيا بيا راپورته کړي.
له هغه مو په دې برخه کې د هر اړخیزې او تل پاتې حل لارې پوښتنه وکړه.
نوموړي وويل: "د هلمند معاهده هغه وخت په بشپړ ډول تطبيق کېدی شي چې ايران خپله ژمنتيا وښيي، لومړی شرط دا دی چې ايران بايد هلته افغان لوري ته اجازه ورکړي ترڅو په سرحد کې هغه درې نقطې چې ايران ته د هماغې لارې حقابه ورکول کېږي، جوړ شي. بل هايدروليکي اسټيشنونه دې چې اوبه اندازه کوي، د هغې د نصب لپاره بايد کار وشي، دواړه خواوې په دې برخه کې همکارۍ ته اړتيا لري، ترڅو دغه تاسيسات جوړ شي او موږ د معاهدې بشپړ تطبيق خواته لاړ شو."
د سمون په خبره ايران له ډېرو کلونو راهيسې له خپل حقه ډېرې اوبه اخيستي دي او اوس هم همدا تمه لري.
نوموړي ټینګار کوي چې ایران باید شوې معاهدې ته ژمن پاتې شي.
سره له دې چې ايراني چارواکو د طالبانو حکومت په دې برخه کې د خپلو ژمنو په نه عملي کولو تورن کړی، خو د طالبانو حکومت د پنجشنبې ورځې په اعلاميه کې ويلي چې: "د دواړو ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د اوبو تړون نيمه پېړۍ وړاندې په ۱۹۷۳ ميلادي کال کې لاسليک شو او لا هم د اعتبار وړ دی او اسلامي امارت د خپلو ژمنو عملي کولو ته تعهد لري."
د طالبانو اعلاميه کې دا هم ويل شوي چې په وروستيو کلونو کې په افغانستان او سيمه کې د سختې وچکالۍ له امله د هلمند سيند په ګډون د اوبو کچه راټيټه شوې ده چې په پايله کې يو شمېر ولايتونه له وچکالۍ او د اوبو له کمښت سره مخ دي.
د افغانستان او ایران ترمنځ په ۱۳۵۱ لمریز کال کې د هلمند د اوبو معاهده لاسلیک شوه.
د دې موافقې له مخې، په يوه نورماله او له اوبو ډک کال کې چې د هلمند د سينديزې حوزې اوبه شپږ نيم ميليارده متر مکعبو ته رسېږي ايران د ۸۲۰ ميليون متر مکعب اوبو حقابه لري، خو د ورکړل شويو معلوماتو له مخې ايران د ياد مقدار نه زياتې اوبه ترلاسه کړي دي.