د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۸

یو ایرانی پلاوی د هلمند د اوبو په تړاو خبرو لپاره کابل ته ځي


د هلمند سیند یوه څنډه
د هلمند سیند یوه څنډه

د ایران د چاپېریال ساتنې د ادارې مشر علي سلاجقه ایراني رسنیو ته ویلي چې په یو دوو اونیو کې به له یوه پلاوي سره د هلمند په اوبو کې د ایران د حق ترلاسه کولو لپاره افغانستان ته ولاړ شي.

تر دې مخکې د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي کاظمي قمي ویلي و چې سږکال داسې هڅې شوي چې هیله لري چې د هلمند اوبه به د ایران په لور خوشې شي.

د قمي په وینا، د اوبو کوم بند چې په افغانستان کې جوړ شوی، هغه د امریکا د اشغال په وخت ودان شو چې له امله یې د اوبو مسیر منحرفه شوی دی.

د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی کاظمي قمي
د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی کاظمي قمي

د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی وایي چې له طالبانو سره د دوی د اړیکو یو ټکی همدا د اوبو تړون دی چې عمل پرې وشي.

د هلمند د اوبو تړون په ۱۹۷۳م کال کې هغه وخت چې محمد موسی شفیق د افغانستان صدراعظم و له ایران سره لاسلیک شو، د دې تړون له مخې دواړو لوریو موافقه کړې ده چې هر کال به له افغانستانه ایران ته اته سوه شل میلیونه کیوبک مټر اوبه داخلېږي.

د جرمني په بن پوهنتون کې د پراختیایي تحقیقاتي مرکز جپګوړی څېړونکی فضل اختر چې د اوبو د تنظیم په برخه کې د ډاکټري سند لري، وایي چې په دې تړون کې نن سبا تغییر ممکن نه دی.

هغه وویل: "دغه تفاهم له یوه منل شوي، په رسمیت پېژندل شوي دولت سره شوی و چې په ملګرو ملتونو کې یې غړیتوب درلود او د شوي تړون لسمه ماده دا نه ایجابوي او اجازه نه ورکوي چې په تړون کې کوم تغییر راشي. بل خوا د طالبانو فعلي حکومت نړیوال رسمیت نه لري که هر رنګ بحث کېږي ښایي د شخصي روابطو پر بنسټ وي چې زما په فکر نړیوال حیثیت نه لري، د منلو نه دی او جواز هم نه لري."

د ایران حکومت بیا ټینګار کوي چې خپل حق غواړي.

په ۲۰۲۲م کال کې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي خبرداری ورکړ چې د اوبو له حقه نه شي تېرېدلای.

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي
د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي

تېره اونۍ دوشنبې د ایران د بهرنیو چاررو وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل چې د طالبانو مشرانو د افغانستان د مخکنیو مشرانو خلاف د ایران د اوبو حق منلی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي چې په تېرو اتلسو میاشتو کې د ایران د ولسمشر له لارښوونې سره سم دوی د طالبانو له مشرانو سره د اوبو په تړاو په دوامدار ډول خبرې کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG