د نیمروز ولایت اوسیدونکي وايي، د کمال خان بند پرانیستل به د کرنیزو ځمکو د خړوبولو سربېره د دوی اقتصاد ته وده ورکړي.
۳۰ کلن بهرام حقمل د کمال خان بند ته په تمه دی چې د نیمروز ولایت په کنګ ولسوالۍ کې به د ده ۱۰۰ جریبه زراعتي ځمکه خړوبه کړي.
د اوبو کمښت او سیلابونو به تل د هغه له ځمکو د غنمو او نورو غَلو دانو حاصلات له منځه وړل، خو اوس هغه د کمال خان بند ته ډېر هیله مند دی.
دی وايي: "تېرو وختونو کې که موږ یو فصل هم درلود، سیلابونو به له منځه ووړ، خو اوس د کمال خان بند په بشپړېدو سره به هېڅ ځمکه له حاصل پرته پاتې نه شي او کښت به مو وده وکړي."
احمد امیني د چهار برجک ولسوالۍ د کرودي کلي اوسیدونکی دی چې د کمال خان بند جنوب ته شااوخوا څلور کیلو متره موقعیت لري.
۲۸ کلن امیني ۷۰ جریبه کرنیزه ځمکه لري او هیله لري چې وچه ځمکه به یې د کمال خان د بند اوبه خړوبه کړي: "انشاالله، موږ به وکولی شو چې د چهاربرجک ولسوالۍ څخه غنم او نورې میوې بهرنیو هېوادونو ته صادرې کړو، موږ ځمکې او اوبه لرو او له دې وروسته به له ځمکو په سمه توګه استفاده وکړو، لکه څنګه چې مخکې د اسیا خزانې په نوم یې یادونه شوې وه، موږ کولی شو دا پخوانۍ خزانې بېرته را ژوندۍ کړو."
په ولسي جرګه کې د نیمروز د خلکو استازی ګل احمد نورزاد وايي، د کمال خان بند اغېز د اوبو په مدیریت او د اوبو د کانالونو په بشپړېدو پورې تړاو لري.
دی زیاتوي: "د کمال خان بند د چارو بشپړېدل به د خلکو پر ژوند مثبت اغېز وکړي ځکه چې د خلکو لپاره د کار زمینه برابروي، په دې شرط چې د کانال سیستم او د اوبو د تنظیم سیستم ولري، حکومت باید دا چاره ژر تر ژره بشپړه کړي."
د کمال خان بند په چهار برجک ولسوالۍ کې موقعیت لري چې د نیمروز ولایت د مرکز زرنج ښار په جنوب لویدیځه برخه کې د ۹۵ کیلومتري په اندازه واټن کې پرته ده.
د نیمروز ولایت اوسیدونکي وايي، تېر کال د عقرب په میاشت کې د کمال خان بند ته د اوبو څښلو ته بېلابېل ډول مرغان چې له اوږدې مودې راهېسې په سیمه کې نه وو، لیدل شوي راغلي دي.
د کمال خان بند کار په ۱۳۴۵ ه ش کال کې پیل شو، خو د داوود خان د حکومت له نسکورېدو او کورنیو جګړو وروسته ودرېد.
د څو کلونو ځنډ وروسته په ۱۳۹۱ کال کې یې د بیارغونې چارې پیل شوې او دا برخه په درېیو مرحلو کې بشپړې شوې.
د اوبو د تنظیم د اداره چارواکي وايي، کمال خان بند د افغانستان د حکومت له خوا د شااوخوا ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د بهرنیو او داخلي شرکتونو په مرسته جوړ شوی.
د دی ادارې ویاند نظام الدین خپلواک ازادي راډیو ته وویل چې د کمال خان د بند د پرانېستې لپاره پوره چمتووالی نیول شوی دی: "د دې بند عملي چارې بشپړې شوي دا یو ډېر لوی بند دی چې د ۹ مېګا واټه برېښنا د تولید ظرفیت لري او ۱۷۹ زره هکتاره ځمکه خړوبوي او ۵۲ میلیونه متر مکعبه اوبه ذخېره کوي."
د کمال خان بند ۱۶ متره لوړوالی لري، د هلمند د سیند په اوږدو کې جوړ شوی چې د افغانستان له غرونو سرچینه اخلي.د دې سیند اوبه د هامون جهيل ته بهېږي چې د افغانستان او ایران ترمنځ ګډ جھیل دی.
په نیمروز کې د کمال خان بند، په هرات کې د سلما بند او په فراه کې د بخش اباد بند د افغانستان تر ټولو لوی بندونه دي چې د ایران په ګاونډ کې پراته دي، خو افغانستان کې د بندونو جوړول د ایراني چارواکو لپاره حساسیت پاورونکي دي.
د ایران ولسمشر حسن روحاني په ۱۳۹۶ ه ش کال کې ويلي و چې هېواد به یې په افغانستان کې د اوبو د بندونو په جوړولو کې بې تفاوته پاتې نه شي.
د اوبو ماهر او سیاسي کارپوه قادر کامل وايي چې افغانستان کې د بندونو په بشپړېدو سره به ایران ته کمې اوبه ورسیږي، په داسې حال کې چې دغه هېواد تازه اوبو ته اړتیا لري.
هغه د اوبو د بندونو د رغونې پر چارو د احتمالي تخریب د مخنیوي لپاره د ځواک او پرمختللي تجهیزاتو پر زیاتوالي ټینګار کوي.
ښاغلي کامل زیاته کړه: "کمال خان بند کې چې کومې پوستې جوړې شوي، د پرسونل وسلو، تخنیکونو او جنګي تجهیزاتو ته په پام، باید دا تجهیزات نور هم څو برابره زیات شي،څو د بند د تخریب مخه ونیسي او دا فرصت باید د ګاونډیانو لپاره برابره نه شي چې د اوبو لګولو پروژه او د کانالونو جوړول تخریب کړي."
د نیمروز ځمکې او دښتې وچې دي، خو اوس د نیمروز ولایت اوسیدونکي د بهرام حقمل په ګډون هیله لري چې د کمال خان بند به دا دښتې او صحراوې اوبه کړي او د کرنې د ودې ترڅنګ به خلکو ته د کار زمینه هم برابره شي.