د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۱

افغان حکومت: د پروژو د بشپړېدا لپاره د هېڅ هېواد تر فشار لاندې نه راځو


کمال خان بند
کمال خان بند

د افغانستان د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره د ایراني چارواکو وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې وايي، افغان حکومت د لویو او ملي پروژو د بشپړېدا لپاره دهیچا او د هېڅ هېواد تر فشار لاندې نه راځي.

د ایران د اوبو د تخنیکي کمېټې غړو په خپلو تازه څرګندونو کې د کمال خان بند د جوړېدو په اړه اندېښنه ښودلې.

د دې کمېټې یو غړي تېره ورځ د یوې غونډې پرمهال د دې هېواد د اوبو او انرژۍ وزیر ته په خپلو خبرو کې وايي، د کمال خان بند په جوړېدو دی او که دغه بند جوړ شي هغه اوبه چې ایران ته بهیږي له دې وروسته به دغه اوبه هم بندې شي.

هغه زیاته کړې: "د کمال خان بند چارې تقربیاً په خلاصېدو دي، د دې بند جوړېدل یعنې د اوبو مخه نیول، یعنې هغه ۸۵۰ میلیونه متر مکعبه اوبې چې موږ پرې ۸۵۰ میلیونه ډالره پانګونه کړې او دغه اوبه د سیستان ایالت ته راځي، یعنې زموږ دغه ټولې هڅې له منځه ځي د دې بند په جوړېدو سره یعنې موږ ته نورې اوبه نه راځي."

ایراني چارواکو د افغانستان د اوبو په اړه دا څرګندونې داسې مهال کړي چې وړمه ورځ ایران سره په پوله پروت نیمروز ولایت کې نامعلومو وسله والو د کمال خان بند پر ساتونکو حمله کړې چې له امله يې شپږ تنه ووژل شول.

د افغانستان د عامه ساتنې ملي تصدۍ دغه حمله د وسله والو طالبانو کار بللی خو طالبانو په دې حمله کې لاس لرل رد کړي دي.

د افغانستان د اوبو د مدیریت په اړه د ایران څرګندونې لومړنۍ نه دي بلکې د دغه هېواد چارواکو له دې وړاندې هم بار بار په افغانستان کې د اوبو د بندونو د جوړلو په اړه غبرګون ښودلی وو.

دوه کاله وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد جواد ظریف تازه ویلي وو چې کابل او تهران د هلمند د سیند د حق په اړه کومې موافقې ته نه دي رسېدلي او ایران اړ دی چې په دې اړه په متقابل عمل لاس پورې کړي.

جواد ظریف
جواد ظریف

په هرات کې سلما، په نیمروز کې کمال خان او په فراه کې بخش اباد د افغانستان د اوبو هغه ستر بندونه دي چې اوبه يې ایران ته بهیږي.

په ورته وخت کې د افغانستان د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره د ایراني چارواکو وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې وايي، اوبه افغانستان د خپلو اوبو د کنترول په برخه کې ازاد لاس لري.

د دې ادارې ویاند نظام خپلواک ازادي راډي ته وویل: " ایران به په دې برخه کې خپلې اندېښنې لري د دې لپاره چې اوسمهال ایران ته د افغانستان څخه اوبه روانې دي، که دغه اوبه اوس یا په راتلونکې کې بندېږي نو ایران به طبعاً خپله اندېښنه لري، خو د افغانستان د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره هڅه کوي چې خپلې اوبه مهار کړي د هیچا د فشار لاندې نه راځو، چون دا زموږ قانوني حق دی، اوبه مو خپلې دي او د دې مهارول یا بندونو جوړلو زموږ کار دی او په دې برخه کې ازاد یو."

ښاغلی خپلواک وايي، افغان حکومت د لویو بندونو د جوړېدو لپاره جدي اراده لري او دغه چاره په چټکۍ سره پر مخ روان وي.

د معلوماتو په اساس اوس مهال د کمال خان بند د درېیو برخو کار ۹۰ سلنه بشپړ شوی او په نږدې راتلونکې کې به د اوبو د زېرمه کولو جوګه شي.

د دغه ادارې معلومات همداشان ښیي چې کمال خان بند په جوړېدو سره به دغه بند افغانستان ته ۹ میګاواټه برېښنا ورکړي او ورسره به ۱۸۴ زره هکټاره ځمکه خړوبه شي.

د دې ادارې د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال د هېواد په اتو لویو بندونو د جوړېدو چارې په چټګۍ سره روانې دي او ډېر ژر به د دې بندونو ځینې یې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

XS
SM
MD
LG