د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۴

یو شمېر افغانان د کونړ پر سیند د برښنا بندونونو جوړېدل غواړي 


کونړ سیند
کونړ سیند

یو شمېر ولسي افغانان د کونړ پر سیند د برښنا د بندونونو جوړېدل غواړي.

دوی په وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو په ځانګړي ډول فیسبوک او ټویټر د کونړ پر سیند د بندونو د جوړېدو د غوښتنې کمپاین پیل کړی دی.

د کونړ پر سیند د بندونو د جوړېدو لپاره زیات شمېر ولسي افغانان بسپنې ورکولو ته تیار شوي دي.

دوی پر ټولنیزو رسنیو د کمپاین له لارې ویلي چې تیار دي چې د برښنا د بندونو د جوړېدو په چاره کې د خپل وس په اندازه له افغان حکومت سره مالي مرستې وکړي.

دا کمپاین نږدې یوه اونۍ وړاندې، فیسبوک، ټویټر او یو شمېر نورو ټولینزو رسنیو کې د (د کونړ پر سیند د برښنا بندونه جوړېدل غواړو) له هشتګ سره پيل شو چې تر دې دمه یې د چارواکو تر څنګ د زرګونو عامو وګړو ملاتړ ترلاسه کړی دی.

د کمپاین کوونکو له ډلې عزت شاه حکیمي او حمایت الله ازادي راډیو سره خبرو کې ویلي، دوی چمتو دي چې پر دې سیند د برښنا د بندونو د جوړېدو په صورت کې خپل ټول شخصي امکانات له افغان حکومت سره شریک کړي.

عزت شاه حکیمي وویل: "په کونړ سیند باندې بند جوړېدل د ټولو افغانانو غوښتنه ده او هېوادولو بېلابېلو برخو کې د مرستې اعلان کړې او هر نوع مرستو ته تیار دي،څوک مالي څوک نظامي مرسته او ساتنه یې هم خپله کوو، له دولت نه مو غوښتنه ده چې موږ سره مرسته وکړي."

دغه راز حمایت الله وايي: "موږ کمپاین په ټولنیزو رسنیو کې پیل کړی، ډېری ځوانانو که هغه د هېواد دننه یا بهر دي ژمنه یې کړې چې مالي او نظامي مرسته وکړي، موږ غواړو د دې لپاره بانک کې یو اکونټ جوړ او دولت موږ سره مرسته وکړې."

د افغانستان ۴۳ لویو سیندونو کې د کونړ سیند په دوهمه درجه کې تر ټولو لوی سیند شمېرل کېږي، د دې سیند اوږد والی ۴۸۰ کیلومتره او ۱۱ میلیاردو متره معکب اوبه لرونکی دی.

خو ایا حکومت چمتو دی د ولسي خلکو دا غوښتنه چې د کونړ پر سیند د برښنا بند جوړېدل غواړي ومني؟

د افغانستان د اوبو چارو تنظیم اداره وايي، دوی چمتو دي چې د برښنا د بندونو د جوړېدو په برخه کې د خلکو د مرستې په اړه ناستې وکړي.

د دې ادارې ویاند نظام خپلواک د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "د کونړ پر سیند د اوبو د چارو تنظیم ملي ادارې ۵ بندونه دي چې ځینو بندونو د سروي او ډیزاین چارې روانې دي، د ځینو بشپړې شوي او د ځينو ساختماني چارې بشپړې شوي، موږ خپل مسئولیت ادا کوو او له ولس نه مو هم غوښتنه ده چې د داسي پروژو ملاتړ وکړي."

په ورته وخت کې ولسي جرګې کې د کونړ خلکو استازی نعمت الله کریاب د کونړ پر سیند د برښنا بند جوړولو کمپاین ګټور یادوي، خو وايي چې ترڅو افغانستان کې داخلي سیاسي کړکېچ او استخباراتي جګړه پای ونه مومي، نړیوالو مرستندویه بنسټونه دې برخه کې د پانګونې زړه نشې کولی.

ولسي جرګه
ولسي جرګه

هغه زیاته کړه: "کله چې تاسي نړیواله ټولنې ته وګورۍ دوس سیاسي ابعاد هم سنجوي، کله چې تاسې دوی پانګونې ته وهڅوئ، یو څوک راپیدا کېږي چې ګواښونه ورته کوي او مخه یې نیسي، نو عمده لامل یې دا دی چې موږ داخلي کشمکش کې یو ترڅو چې له ورو وژني نه یو خلاص دا د لویو پروژو تطبیقول به هیله پاتې شي."

که څه هم افغانستان د اوبو له کبله بډایه هېواد دی او په کلني ډول ۷۵ میلیارد متره مکعبه د اوبه لري، له دېرش سلنې په هېواد کې ګټه پورته کېږي او نور یې ګاونډیو هېوادونو ته بهېږي.

XS
SM
MD
LG