د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۷

کابل کې لاریون کوونکو د پاکستان استخباراتي اداره د ناکامورا پر وژلو تورنه کړه


لاریون کوونکو د پاکستان استخباراتي اداره یا ای‌ایس‌ای د دې جاپاني ډاکټر په وژلو کې په لاس لرلو تورنه کړه.
لاریون کوونکو د پاکستان استخباراتي اداره یا ای‌ایس‌ای د دې جاپاني ډاکټر په وژلو کې په لاس لرلو تورنه کړه.

د جاپان د سولې طبي موسسې د مشر ډاکټر تتسو ناکامورا د وژل کېدو په اړه د غبرګونونو پر دوام، د همبستګۍ ګوند کابل کي د پاکستان سفارت مخي ته لاریون وکړ.

لاریون کوونکو د پاکستان استخباراتي اداره یا ای‌ایس‌ای د جاپاني خیریه مرستندوی ډاکټر تتسو ناکامورا او د هغې د پنځه همکارانو د وژنې په قضیه کې ښکېله وبلله.

دوی وايي، ناکامورا د کونړ سیند اوبه چې پاکستان ته تلې مهارولې او همدا ډول یې د افغانستان کې د کرنې د پراختیا لپاره کار کاوه.

د افغانستان د همبستګۍ ګوند غړې زرمینه:

"د ډاکټر ناکامورا او د هغې د همکارانو د وژل کېدو عاملین د پاکستان استخباراتي اداره ای‌ایس‌ای ده چې د خپلو کورنیو نوکرانو په وسیله زموږ په هېواد کې خپلو ترهګریزو اعمالو ته دوام ورکوي. د پاکستان حکومت هغه ډول چې کلونه کېږي د کونړ خاوره په توغندو ولي، همدا ډول هغه هغه څوک چې په ختیځ کې د اوبو د مهار په برخه کې جدي کار کوي، خپل دښمن بولي او پرې برید کوي. "

لاریون کوونکي ادعا کوي چې د ناکامورا د وژل کېدو طرحه طالبانو عملي کړې ده.

اغلې روشن وویل، "د دې پرځای چې د افغانستان حکومت ناکامورا ته سمبولیک تابعیت ورکړ، باید د هغه امنیت یې ساتلای وای
اغلې روشن وویل، "د دې پرځای چې د افغانستان حکومت ناکامورا ته سمبولیک تابعیت ورکړ، باید د هغه امنیت یې ساتلای وای

د ولسي جرګې غړې بلقیس روشن چې په دې لاریون کې یې ګډون کړی وايي، د افغانستان حکومت باید د دې پر ځای چې ډاکټر ناکامورا ته نمایشي افتخاري تابعیت ورکړي، د هغې امنیت ساتلای وای.

اغلې روشن وویل: "د دې پرځای چې هغه ته یې سمبولیک تابعیت ورکړ، باید د هغه امنیت یې ساتلای وای. د پاکستان حکومت د دې قتل تر شاه لاس لري. ناکامورا په افغانستان کې د پاکستان د نوکرانو چې طالبان او داعش دي، و وژل شو. "

موږ په دې په کابل کې د پاکستان سفارت سره اړیکه ونیوه، خو د سفارت کارکوونکو په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

ډاکټر ناکامورا د چهارشنبې په ورځ په جلال اباد ښار کې د یوه برید پر مهال لومړی ټپي شو، خو وروسته یې د سختو ټپونو له کبله ساه ورکړه.

تر اوسه هیڅ یوې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی او طالبانو بیا ویلي، پر ناکامورا برید د دوی کار نه دی.

په کابل کې داسې مهال د پاکستان حکومت د ناکامورا د وژلو په قضیه کې ښکېل ګڼل کېږي چې تېره ورځ د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وویل، د ناکامورا د وژنې قضیه له افغانستان د باندې پلان شوې وه، خو هغه د کوم هېواد نوم وا نه خیست.

د کام ایر هوايي شرکت پر خپلې یوې ایر بس ۳۴۰ ډوله الوتکې د ناکامورا عکس را ځړولی.
د کام ایر هوايي شرکت پر خپلې یوې ایر بس ۳۴۰ ډوله الوتکې د ناکامورا عکس را ځړولی.

د ناکامورا وژل کېدو په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه راپورته کړي دي.

په تازه ډول د کام ایر هوايي شرکت پر خپلې یوې ایر بس ۳۴۰ ډوله الوتکې د ناکامورا عکس را ځړولی.

د دې شرکت سوداګریز مشر سلیمان عمر ازادي راډیو ته وویل، دا کار یې د دې جاپاني خیریه مرستندوی د خدمتونو له مخې کړی دی.

عمر زیاتوي، که جاپان وغواړي کام اییر چمتو دی چې د ښاغلي ناکامورا جسد خپل هېواد ته ولېږدوي.

له دې وړاندې بیا له ننګرهار سربېره، په کابل، بامیان، خوست او ځینو نورو ولایتونو خلکو کې د ښاغلي ناکامورا په یاد شمعې بلې کړي دي.

۷۳ کلن ډاکټر تتسو ناکامورا په افغانستان کې د جاپان د سولې طبي موسسې مشري کوله او له نږدې شل کلونو راهیسې دلته په خدمت بوخت و.

د جاپان د سولې طبي موسسې په افغانستان په طبي برخه کې کار کړی او تر خوا یې د هېواد په ختیځ کې د کرنې د پراختیا لپاره هم پراخې هلې ځلې کړي.

د ډاکټر ناکامورا د ښو خدمتونو له کبله د افغانستان حکومت هغه افتخاري تابعیت هم ورکړی و.

XS
SM
MD
LG