له افغانستان سره د هغو اوبو پر سر د بندونو د جوړېدو لپاره نړیوال مرسته نهکوي چې د پاکستان لور ته بهیږي.
د افغانستان د برښنا ریاست عمومي رئیس امانالله غالب ازادي راډیو ته وویل چې د همدې لپاره د یو شمېر بندونو د جوړېدو چارې په ټپه دریدلې دي.
نوموړی وايي:
"بانکونو موږ ته ښکاره ویلي که په افغانستان کې تاسو بند جوړوئ او له موږه پیسې اخلئ نو تاسو باید له پایان اب هېواد څخه اجازه واخلئ چې اعتراض نهلري، ګاونډیان هېڅکله په رسمي ډول د بندونو د جوړېدو اجازه نه راکوي او چې پیسې نهوي مرستندویان هم نه را وړاندې کېږي او د کونړ د شال او څاګي د بندونو په څېر بندونه شپږ سوه میلیونه، اووه سوه میلیونه ډالر پانګونه غواړي."
نړیوال بانک په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د کابل او اسلام اباد استازي په دُبی کې یوې غونډې ته راوبلل چې پر ګډو اوبو خبرې وکړي.
- کابل سیند
پهدې غونډه کې د افغانستان پلاوي وړاندیز وکړ چې د کونړ د ساګي او شال بندونو په جوړیدو کې دې نړیوال بانک مرسته وکړي، پاکستاني پلاوي د دې بندونو له جوړېدو سره مخالفت وکړ هماغه و چې نړیوال بانک په شا شو.
د پاکستان په باور که د کابل پر سیند بندونه جوړ شي، نو د خېبر پښتونخوا د ورسک د کانال په ګډون به د اوبه خور درې سیستمونه اغېزمن شي چې له دې سره به نژدې دوه اویا زره اکړه ځمکه شاړه شي یا به یې اوبه دومره کمې شي چې بیا به دغه څلور فصله ځمکې یو فصل حاصل هم سم نهکوي.
خو د اوبو د چارو متخصص فاروق اعظم وایي، که په افغانستان کې بندونه جوړ شي پاکستان ته زیان نه اوړي.
دی زیاتوي:
"څومره اوبه چې پاکستان ته ځي د پاکستان په ضرر دي، دا ځکه چې په افغانستان کې دا ۴۰ کاله جنګ دی، دلته ځنګلونه وهل شوي نو اوبه د سیلاب په شکل هلته ځي، سیلاب هغوی وړي، ځمکې یې وړي، خلک یې وړي، کښتونه یې ور خرابوي. بندونه جوړول د پاکستان په ډېره ګټه دي."
د کابل سیند ۷۰۰ کیلومتره اوږد دی چې ۴۶۰ کیلومتره د افغانستان دننه بهیږي د راپورونو له مخې د افغانستان نژدې ۲۳ فیصده نفوس د کابل د سیند شاوخوا ژوند کوي.
- کورمې سیند
یو بل مهم سیند چې د افغانستان له لوري د پاکستان خوا ته بهیږي، د پکتیا د کورمې سیند دی.
په پکتیا کې بیا د مچلغو د اوبو بند هغه بند دی چې په ښکاره پاکستان د دې بند له جوړېدو سره مخالفت نهدی کړی، خو په تیرو څو کلونو کې د دې بند تړون پنځه ځله له بېلابېلو کمپنیو سره لاسلیک شوی دی، خو دا کمپنۍ بېرته په شا شوې دي.
ډېر ښکاره نهده معلومه شوې چې د څه دلایلو له امله قرارداد کوونکو کار پرې ایښی دی، خو په تېرو اتو کلونو کې چې د مچلغو د بند د جوړېدو هڅې پیل شوي دي، تر ننه ۴۰ تنه ساتونکي د دې نیمکاره بند د ساتنې پر مهال وژل شوي دي.
تېره میاشت د افغانستان د اوبو او برښنا وزیر محمد ګل خُلمي پکتیا ته ولاړ او هلته یې له خلکو سره ژمنه وکړه چې د دې بند چارې به ډېر ژر بیا پیل شي.
ده وویل:
"د مچلغو په پروژه کې به انشاءالله کار ژر تر ژره پیلووو. قراردادي ژمنه کړې چې ماشینونه به بېرته هلته په کار اچوي او کار به پیلوي. له درېیو تر څلورو میاشتو له خېره سره اصلي قراردادي چې ساختماني چارې مخته وړي، هغه به راشي چې په یوه وخت به هم د کانال کار پیل شي او هم د بند."
- ګومل سیند
د پاکستان لور ته بل سیند د ګومل دی چې له غزني سرچینه اخلي او وزیرستان ته درومي. «یو.اېس.اې.ای. ډي» پر دې سیند د پاکستان لور ته د ګومل زیم د اوبه خور بند جوړ کړی دی.
عاصم مایار د کابل د پولېتخنیک پوهنتون استاد چې اوس د جرمني په شتوتګارت پوهنتون کې د اوبو د منابعو د مدیریت په برخه کې دوکتورا اخلي، وایي چې د ملي وحدت د حکومت له پيل راهیسې په کابل کې د امریکا د متحد ایالتونو سفارت د «یو.اېس.اې.ای. ډي» په مرسته د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اوبو د ستونزې د هوارې لپاره هڅې پیل کړي دي.
نوموړی وايي:
"د امریکا د متحد ایالتونو سفارت څه کارونه مخکې تر مخکې پیل کړي یعنې تخنیکي مطالعات یې پیل کړي، همدا راز ځینې وړې پروژې یې هم شروع کړي. پهدې برخه کې دوی له دوه درې کاله مخکې نه کارونه شروع کړي. په دې برخه کې ځینې څېړونکي شته چې د کابل پر حوزې کار کوي او زه خبر یم چې څو تنه په کې د پاکستان دي او څو کسه هم د افغانستان."
مایار زیاتوي چې دا هڅې تر ډېره په ابتدایي پړاوونو کې دي، خو بل لور ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د نوومبر په شپږمه اسلاماباد ته د امریکا د بهرنیو چارو د مرستیالې وزیرې الس ولز تر سفر وروسته خبري غونډې ته وویل چې له افغانستان سره د اوبو د لانجې په برخه کې امریکا د مرستې ژمنه کړې ده.
نوموړي وویل:
"موږ له هندوستان سره شریکې اوبه لرو او له افغانستان سره هم خو په دې برخه کې څه ستونزې شته، اوس د امریکا متحد ایالتونو موږ ته دا وړاندیز کړی دی چې د افغانستان او پاکستان د اوبو په لانجه کې به رول لوبوي."
له نړیوالو قوانینو سره سم سراب هېواد یو شمېر امتیازات لري چې کولی شي له خپلو اړتیاو سره سم له اوبو استفاده وکړي خو شرط یې دا دی چې د اوبو ژوي او کومې ځمکې چې په پایان اب کې پرتې وي هغوی ته ډېر خطر متوجه نه شي.
فضل الله اختر چې د جرمني د بن له پوهنتون څخه د اوبو د مدیریت په برخه کې دوکتورا لري، وایي په پاکستان کې د افغانستان له مشورې پرته زراعتي ځمکې د شوروي اتحاد د ځواکونو د یرغل پرمهال پراخې شوي دي.
نوموړی وايي:
"کومه پراختیا چې په پاکستان کې ابي ځمکو ته ورکړل شوې ده، د دې لپاره چې دا شریکې اوبه دي، شریکي حوزې دي نو د بین المللي قوانینو له مخې باید پر دې پراختیا له افغانستان سره بحث شوی وای یا دا مسئله له کابل سره شریکه شوې وای، خو افغانستان په تیرو دیرش څلویښت کلونو کې نه و توانیدلی چې خپلې طبیعي منابع اعیارې کړي نو پاکستان او نورو ګاونډیو له دې څخه استفاده کړې او د اوبه خور خپل سیستم یې پراخ کړی دی اوس هغوی دغه بهانه لري چې له دې اوبو استفاده وکړي."
پاکستان د اوبو د ویش په برخه کې ورته ستونزې له هند سره لرلې چې ډير سخت اختلافات ورسره لري، خو په نولس سوه شپیتم میلادي کال کې یې له نوي ډيلي سره د سند دریاب د شپږو معاون سیندونو د اوبو تړون لاسلیک کړ.
- که اسلام اباد له نوي ډيلي سره لانجه هوارولی شي له افغانستان سره ستونزه په څه کې ده؟
د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد نصر الله ستانکزی وایي چې د افغانستان په امنیتي چارو کې د پاکستان د مداخلې یو اصلي علت اوبه دي او افغانستان له دې هېواد سره د اوبو د ویش پر سر خپل مشکل لري.
نوموړی وايي:
"که موږ د کابل د سیند په ارتباط له پاکستانیانو سره هر راز قرارداد امضا کړو معنی یې دا ده چې ډیورنډ په رسمیت پیژنو، کله چې دا اوبه زموږ له خاورې دباندې وځي د ډیورنډ په استقامت ور داخلېږي دا که موږ ووایو چې تاسو تر دې ځایه داسې استفاده وکړئ تر دې وروسته بندونه جوړولی شئ یا دومره مقدار اوبه مو درکړي معنی یې دا ده چې په واقعیت کې موږ د پاکستان قلمرو وپېژانده او ډیورنډ کرښه مو په رسمیت وپېژندله، متاسفانه په حقوقي لحاظ موږ دغه مشکل ورسره لرو."
افغانستان دغو اوبو ته چې د پاکستان خوا ته بهېږي سخت ضرورت لري د افغانستان ډیرې سیمې وچکالۍ ځپلې دي.
ملګرو ملتونه وایي چې روان کال د دوی له اټکل سره سم دوه میلیونه او دوه لکه افغانان وچکالۍ اغیزمن کړې دي.
د یوې څیړنې د اټکل له مخې تر ۲۰۲۵ کال پورې به په پاکستان کې د اوبو کمښت پراخې ستونزې رامنځته کړي.
که دواړه لوري اوبو ته دومره اړتیا لري، نو څه باید وشي چې ستونزه حل شي؟
د اوبو د مدیریت په برخه کې ډاکټر فضل الله اختر وایي، درېیمګړي ته باید مخ واړول شي.
دی وايي:
"منځګړتوب باید ملګري ملتونه یا نړیوال بانک وکړي لکه څرنګه چې له نورو هېوادونو سره شوی دی خو د افغانستان نیازمندي دلته مهمه ده چې باید تخمین شي او پر دې بحث وشي."
له کندهار، زابل او پکتیکا څخه هم د بلوچستان لور ته اوبه بهیږي. د افغانستان جنوب لویدیځه حوزه هسې هم وچکالۍ ډیره خواره کړې ده او د بلوچستان لور ته بیا د وچکالي اغیزې دومره پراخې دي چې په ډیرو سیمو کې یې خلک د څښلو اوبه نه لري.