د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۵

مسیر: د ګمبیري پر دښته ولې هوايي ډګر جوړ شي؟


کابل ورځپاڼې
کابل ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د حکومت د نویو پروژو او ولسي جرګې ته د کابینې په معرفۍ کې د ځنډ په تړاو لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • مسیر

مسیر نا دولتي ورځپاڼې د افغان حکومت له لوري د ګمبیري پر دښته د هوایي ډګر د جوړولو لپاره د یوې نوې پروژې پرانیستې ته اشاره کړې ده.

سرمقاله کې راغلي، که څه هم دغه ځمکه د کرنې لپاره په پام کې نیول شوې وه چې باید د اوبو یو بند پرې جوړ شي او دغه بند به له کونړ سیند د ګمبیري دښته خړوبه کړي.

د سرمقاله لیکونکي په خبره، دې هدف ته د نه‌رسېدلو لپاره جاپاني‌الاصله افغان ناکامورا د پاکستان له‌خوا ووژل شو چې دا بند جوړ نه‌شي او د کونړ د سیند اوبه پاکستان ته روانې وي.

مسیر پوښتنه کړې، د حیرانتیا خبره دا ده چې له دې ځمکې د دومره مهم کار د اخیستو شونتیا شته ده، نو بیا ولې هوايي ډګر ورباندې جوړ شي؟

سرمقاله کې د پاکستان په وړاندې د حکومت نرم دریځ ته هم اشاره شوې ده او لیکل شوي چې پاکستاني عسکر ورځ تر بلې له فرضي کرښې را اوړي، پاکستان پر فرضي کرښه ډول ډول اقدامات کوي، د سولې په برخه کې دوه مخی چلند کوي، په سوداګریزه برخه کې یې چې څه ډول اصول زړه وغواړي، وضع کوي یې، خو د سرمقاله لیکونکي په خبره د حکومت کمزوري سیاست نه پاکستان منزوي کړ، نه‌یې نړیوال په دې باوري کړل چې پاکستان د افغانستان د ملي ګټو ضد اقدامات کوي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د ملي دسترخوان د پروژې د پیل په اړه لیکلي دي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، دا پروګرام په داسې حال کې پلی کېږي چې ملت د کرونا ویروس له امله سخت ځپل شوی او په هېواد کې د ګڼو فابريکو د تړل کېدو ترڅنګ کارګره بشري قوه وزګاره شوې ده او ورځني عوايد نه‌لري.

سرمقاله لیکونکی لیکي، ډېری به په دغه پروګرام نيوکې کوي، خو د نيوکو ترڅنګ رغنده وړانديزونه هم شوي دي، يو شمېر دا وايي چې د ۹۰ سلنه وګړو پر ځای دې ۱۰ سلنه ډېر بې‌وزلي کسان وپېژندل شي او دا مرستې دې د هغوی د هوساينې لپاره وکارل شي، ځیني بيا وايي چې په دې يوه يا څو فابريکې او يا هم بنسټيزې پروژې جوړې شي چې د ورځپاڼې په باور دا ښه وړانديزونه دي.

سرمقاله کې دا ګام د ملت د هوساينې پر لور يو بل ګام بلل شوی چې افغان حکومت به په راتلونکو کلونو کې پيسې په مستقيم ډول هغو کورنيو ته چې ادرس، هويت او موقعيت‌يې واضح وي، ورسېږي!

  • هشت صیح

هشت صبح ورځپاڼې ولسي جرګې ته د نوماند وزیرانو په معرفۍ کې د ځڼد موضوع ته اشاره کړې ده.

ورځپاڼې لیکلي، په داسې حال کې چې د ولسي جرګې غړي د اوړي په رخصتیو پرېکړه کوي، د کابینې غړي لا هم دوی ته نه‌دي معرفي شوي.

وړاندې په سرمقاله کې د ارګ او سپېدار لانجو ته اشاره شوې او لیکل شوي چې لاهم د دوی ترمنځ تقابل له‌منځه نه‌دی تللی او د سرمقاله لیکونکي په خبره، همدا د کابینې په معرفۍ کې د ځنډ لامل دی.

ورځپاڼې لیکلي، په داسې حال کې چې نړۍ د سولې لپاره هڅه کوي، افغان حکومت په هېواد کې دننه له اختلافانو سره مخ دی.

XS
SM
MD
LG