د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۱

یوریشیا ریوو: د ایران د بهرنیو چارو وزیر طالبانو ته خبرداری ورکړی


د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان

انډیپندنټ:

د بریتانيا چاپ انډیپندنټ ورځپاڼې د بریتانيا پر مرستو د څار بنسټ د یوه چارواکي څرګندونې را اخیستي چې د دې هېواد حکومت يې د افغانستان خلکو ته په شا کولو تورن کړی او ویلي يې دي، بریتانيا له افغانستان سره خپلې مرستې راکمې کړي دي.

د ورځپانې په ټکو، د بریتانيا د مرستو د اغېزو خپلواک کمېسیون ویلي، تمه کېده چې بریتانيا به په ۲۰۲۳ او ۲۴ کلونو کې افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې ۱۰۰ میلیونه پونډه مرسته وکړي، په داسې حال کې چې په تېر کال کې يې ۲۴۶ میلیونه پونډه مرسته کړې وه.

وړاندې په مطب کې راغلي، د بریتانيا په مرستو کې ځکه کموالی راغلی چې یوه يې د مرستو بودیجه کمه شوې او بل دا چې د پیسو ډېره اندازه په دې هېواد کې د کډوالو د مېشتېدو چارو ته ځانګړې شوې ده.

د بریتانيا پر مرستو د څار یو بنسټ په داسې حال کې د دې هېواد د مرستو د کمېدو خبره کوي چې له دې وړاندې د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون ویلي و، د افغانستان دوه په درېیمه برخه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

دغه فدراسیون په یوه راپور کې ویلي، د بل هر وخت په پرتله خراب اقتصاد د خلکو عواید کم کړي دي او د پور اخیستلو اندازه د تېر پرتله شپږ چنده زیات شوې ده.

یوریشیا ریوو:

یوریشیا ریوو خپرونې بیا د ایران د بهرنیو چارو وزیر هغه څرګندونې راخیستي چې پر طالبانو يې فشار راوړی چې د ایران د اوبو حق ورکړي.

وړاندې راغلي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره د چهارشنبې په ورځ په ټليفوني خبرو کې وویل، ایران د طالبانو له حکومت څخه په جدي توګه تمه لري چې د هیرمند له سيند څخه چې په افغانستان کې د هلمند په نوم یادېږي او ایران ته بهېږي د ایران د اوبو ونډه ورکړي.

عبداللهیان خبرداری ورکړی چې د افغانستان له‌خوا په دې کار کې پاتې راتلل به دوه اړخیزې اړیکې اغېزمنې کړي.

له دې سره جوخت د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د طالبانو له حکومته په زغرده غوښتي چې د هلمند د سیند د اوبو حق یې ورکړي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې ريیسي سیستان بلوچستان ولایت ته د سفر پر مهال ویلي، طالبان دې د ده خبرې بابیزه نه ګڼي.

نوموړي ويلي: "د سیستان بلوچستان خلک چې له هلمند د اوبو کوم حق لري، هغه د خلکو حق دی. زه د افغانستان حاکمانو ته عرض کوم چې زموږ مطلب دې عادي نه ګڼي، دا دې ډېره جدي وګڼي."

رییسي وویل، که چېرته د افغانستان لوری دا پلمه کوي چې په بند کې اوبه کمې شوي، نو باید د ایراني متخصصانو یوه پلاوي ته اجازه ورکړي چې سیمه له نږدې وګوري.

د افغانستان او ایران ترمنځ په ۱۳۵۱ لمریز کال کې د هلمند د اوبو معاهده لاسلیک شوه.

که څه هم ایراني چارواکو دې څرګندونو ته د طالبانو حکومت په رسمي ډول کوم غبرګون نه‌دی ښودلی، خو له دې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي وو چې د وچکالۍ په وجه د هلمند د اوبه سطحه ټیټه شوې ده.

XS
SM
MD
LG