د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۱

ایا د ایران او طالبانو ترمنځ د اوبو پر سر لانجه‌ سوداګري اغېزمنولی شي؟


د هلمند سیند
د هلمند سیند

د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی او سفیر کاظمي قُمي وایي، که چېرې په هلمند سیند کې اوبه وي او طالبان د ایران حق نه ورکوي نو تهران دا حق لري چې د خپل ملت د دفاع لپاره لاس په کار شي.

د ایران د ایسنا اژانس د راپور له مخې ښاغلي قُمي ویلي چې طالبان باید د ۱۳۵۱ کال د تړون له مخې ایران ته د اوبو حق ورکړي.

د طالبانو سرپرست حکومت او تر دوی مخکې په افغانستان کې د جمهوري نظام پر مهال هم چارواکو ویل چې ایران ته د نږدې پنځوس کاله مخکې تړون له مخې د اوبو حق ورکړل شوی دی.

د هلمند له اوبو د ایران د حق پر سر د کابل او تهران ترمنځ په وروستیو کې لفظي کړکېچ زیات شوی دی.

اوس پوښتنه دا ده، چې دغه ډول لانجه د کابل او تهران ترمنځ پر سوداګرۍ او پانګونه څه اغېز کولی شي؟

زموږ همکار په دې اړه له اقتصادي پوه اذرخش حافظي سره مرکه کړې، په پیل کې یې پوښتلی چې د ايران او طالبانو ترمنځ ترينګلتيا د کابل او تهران ترمنځ سوداګري څومره اغېزمنولی شي؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:50 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG