د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۳

د هلمند د سيند پر اوبو ناندرۍ؛ د افغانستان او ايران تړون او حل‌لاره


د هلمند سیند
د هلمند سیند

د هلمند سیند له اوبو د ایران د اوبه‌خور په اړه د ولسمشر ابراهیم رییسي وروستۍ څرګندونې تندې وې، خو لومړۍ نه‌دي.

افغانستان په هغه تړون کې چې په ۱۳۵۱ کال کې یې له ایران سره لاسلیک کړی، د ایران اوبه‌خور منلی او وايي، د وروستیو کلونو له وچکالیو سره سره یې برخه ورکوي.

خو د ایران ولسمشر د غويي په ۲۷مه په سیستان بلوچستان ولایت کې د وینا پر مهال د ګواښ ژبه وکاروله.

نوموړي ويلي: "خبره ډېره جدي وګڼئ. د افغانستان چارواکو او واکمنو ته خبرداری ورکوم چې د سیستان او بلوچستان ولایت د خلکو حق ورکړي."

“افغان واکمنانو” ته د ایران د ولسمشر “خبرداری”
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:58 0:00

بل پلو پر ټولنيزو شبکو د طالبانو د نامتو پلوي جنرال مبين کليپ لاس په لاس کېږي چې د ايران د ولسمشر څرګندونو ته يې غبرګون ښودلی دی.

مبین په یوه ویډیو کې د سړک د غاړې ماینونو د مهمې برخې یعنې د غوړو د ژېړو بوشکو په سیمبولیکه طنزي یادونه ایران ته ځوابي ګواښ کوي.

د طالبانو پلویانو دا ویډیو پر ټولنیزو شبکو ډېره شریکه کړه، خو د رییسي څرګندونو ته د طالبانو د حکومت ریاست الوزرا په یو بیان کې وویل، په داسې حال کې چې په افغانستان او سیمه کې وچکالي تېره شوې، د اوبو سطحه ټيټه شوې، د هلمند سیند په ګډون د هېواد ګڼ ولایتونه له وچکالۍ کړېږي او کافي اوبه نه‌شته، د دوی حکومت د اوبو لپاره د ایران پرله‌پسې غوښتنې او د رسنیو له لارې نامناسبې څرګندونې په زیان بولي.

بیان زیاتوي چې د طالبانو حکومت د هلمند سیند د اوبو تړون ته ژمن دی، خو که ایران ته اوبه ورخوشې هم کړي، د هلمند په وچ سیند کې به سوونه کیلومتره لاره ووهي په داسې حال کې چې د کمال خان په بند کې اوسمهال هېڅ اوبه نه‌شته.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د حکومت دا بیان رد کړی او ویلي یې دي چې د هلمند د اوبه‌خور په اړه د افغانستان اعلامیه ناسمه او متناقضه ده.

په بیان کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۱۳۵۱ کال تړون ته اشاره شوې او ویل شوي چې د افغانستان واکمنو په تېر یو نیم کال کې ویلي، دې تړون ته ژمن دي خو پر خپلو ژمنو یې عمل نه‌دی کړی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت
د ایران د بهرنیو چارو وزارت

بیان زیاتوي د هلمند سیند د اوبو د کمښت او د وچکالۍ موضوعات باید د ایراني کارپوهانو له‌خوا وڅېړل شي، خو دا کار تر اوسه نه‌دی شوی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت غوښتنه کړې چې د هلمند سیند د اوبو د تړون د موادو له مخې باید ایراني کارپوهانو ته اجازه ورکړل شي چې د اوبو له پاسنۍ برخې څخه لیدنه وکړي.

د هلمند سیند د تړون جزییات مو د اوبو د چارو له متخصص عبدالله هېواد سره په مرکه کې وپوښتل.

هېواد د دې پوښتنې په ځواب کې چې د ایران له‌خوا په خپله خاوره کې د اضافي څاګانو د اېستلو او پر کویټ د اوبو د خرڅولو ادعاوې څومره کره دي په ځواب کې وویل، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په ارشیف کې په دې اړه ټول اسناد خوندي دي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې د ۲۰۱۰ کال په جولای میاشت کې هغه پرېکړه‌لیک تصویب کړ چې اوبه د انسان حق بولي.

د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت خلک په وروستیو څو کلونو کې د څښاک او کرنې د اوبو د کمښت له جدي ستونزې سره مخامخ دي.

په دې سیمه کې کرکېله په نشت حساب ده او ځنګلونه او باغونه یې وچ شوي دي.

شېراحمد شېراني نارويي د سیستان بلوچستان ولایت له مدني فعالانو څخه دی چې اوس مهال په بهر کې دېره دی.

دی وايي، د ایران حکومت که په رښتیا غواړي چې دې سیمې ته د هلمند له سیند څخه اوبه راشي نو باید د طالبانو حکومت ته امتیازونه ورکړي.

نوموړی وايي: "که د اوبو په اړه د ایران د اسلامي جمهوریت اراده په رښتیا جدي وي، نو که طالبان تمه لري چې د اوبو په بدل کې د سونګ مواد، برښنا او ګاز ورکړل شي، البته پرته له هغه څه چې د ۱۳۵۱ کال په تړون کې یې یادونه شوې نو باید وریې کړي. خو فکر نه‌کوم چې د ایران حکومت به په رښتیا د اوبه‌خور د ترلاسه کولو لپاره کافي هڅې کړې وي. که جدي هڅه شوې وای او هغه امتیازونه چې طالبانو غوښتل، افغانستان ته ورکړل شوي وای، هغوی حتما د سیستان اوبه خور ورکاوه."

ایراني چارواکو پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته څو ځلې مخکې هم ټینګار کړی چې د هلمند سیند په اوبو کې له خپل حق څخه نه تېرېږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر او د افغانستان لپاره د دې هېواد ځانګړي استازي هم څو څو ځلې دا خبره یاده کړې، خو د چارو د شنونکي نظیم سمون په باور د ایران حکومت اوبو ته د تږي سیستان او بلوچستان ایالت د اوبو د سرچینو په اداره کې خپلې نیمګړتیاوې لري.

سمون وايي: "د ایران ډېر لوی مشکل په سیستان او بلوچستان کې د اوبو تنظیم او مدیریت دی. هغه اوبه چې له افغانستانه سیستان ته ځي دوی د دې پر ځای چې د سیستان خلکو او درېیو لویو هامونونه ته د اوبو حق ورکړي دا اوبه د مصنوعي کانالونو له لارې د چاه نیما په نوم څلور لویو زېرمو ته منحرفوي چې دا زېرمې هره یوه په منځني ډول ۴۰۰ یا۵۰۰ میلیون متر مکعب ظرفیت لري او بیا یې له هغه ځایه د واټر پمپونه په وسیله زاهدان او زابل ولایتونو ته لېږدوي."

سمون وايي، د رییسي د څرګندونو هدف دا و، چې په سیستان کې د اوبو د کمښت ستونزه د افغانستان غاړې ته واچوي.

د چارو شنونکی نظیم سمون
د چارو شنونکی نظیم سمون

نوموړی وايي: "کله چې د سیستان خلکو ته اوبه ونه رسېږي بیا ایران د دې پرځای چې خپله ملامتي ومني، خلک داسې پوهوي چې ګنې افغانستان پر دوی اوبه قطع کړي ورته وايي، افغانستان د کمال خان او کجکي بندونه جوړ کړي. په دې توګه ملامتي ټوله پر افغان لوري اچوي. د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي هم چې سیستان ته تللی و، هلته يې دا مسئله رسنیزه کړه او خلکو ته یې داسې پیغام ورساوه چې مشکل په افغانستان کې دی."

د اوبو د حوزې ایرانی متخصص او خبریال نېک آهنګ کوثر وايي چې د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو پر سر لانجه حتی د دولتونو له بدلون سره سره د اقلیمي بدلون له کبله لنډمهاله حللاره نه‌لري.

کوثر وايي: "د اقلیمي بدلونونو اصل ته باید پاملرنه وکړو او دا به د دې باعث شي چې که افغانستان د دواړو دولتونو ترمنځ د ۱۳۵۱ کال د تړون له مخې ایران ته د اوبو د ورکړې ژمنه عملي کړي، نو د هلمند سیند په اوږدو کې د ډېری کروندګرو اوبه‌خور به راکم شي. دا باید په پام کې وساتو چې د هلمند سیند په سرچینو کې د اوبو د کمښت له کبله د اشرف غني په حکومت کې د بزګرانو وضعیت ډېر خراب شو او دا د دې باعث شو، چې دا بزګران د طالبانو له ځواکونو سره یو ځای شي."

د ایران د ولسمشر وروستي خبرداري یو شمېر افغانان اندېښمن کړي چې ښايي د افغانستان او ایران په اړیکو کې کړکېچ زیات شي.

ځینې نور بیا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو پر سر له احتمالي جګړې وېرېږي، خو ډېری کارپوهان په دې باور دي چې د ایران او طالبانو حکومتونو دواړو ځکه د هلمند سیند د اوبو پر سر سیاسي ناندرۍ پیل کړي چې دواړه پر کور دننه له لانجو سره لاس ګرېوان دي او غواړي د خلکو احساسات په خپله ګټه اداره کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG