د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي وايي، د ایران حقابې ته ژمن دی، خو هغوی دې هم خپلې غوښتنې د ۱۳۵۱ کال د معاهدې په اساس عیارې کړي.
هغه وايي، د کمال خان بند اوبه نهلري او کجکي هم تر سیستان ډېر لرې دی.
امیرخان متقي چې دوشنبه مازدیګر په کابل کې د طالبانو د دویم رهبر ملا اخترمحمد منصور د وژل کېدو په اووم تلین غونډه کې غږېده وویل، ایراني چارواکي باید د وچکالیو په تړاو موجوده حقایق درک کړي.
متقي ایراني پلو مخامخ خبرو ته وهڅاوه.
نوموړي ويلي: "د ایران له حکومت غواړو چې د اوبو موضوع دې نه سیاسي کوي او بهتره ده چې دا مسایل د مطبوعاتي شورماشور پر ځای د مخامخ تفاهم له لارې حل کړو."
د ایران په مطبوعاتو کې که څه هم پخوا د طالبانو په اړه ډېر څه نه ویل کېدل، خو اوس د حقابې پر سر د سیاسي کړکېچ له راپورته کېدو وروسته د طالبانو پر حکومت کلکې نېوکې کېږي.
د بېلګې په توګه د ایران د دولتي ورځپاڼې جمهوري اسلامي د دوشنبې ورځې د ګڼې په لومړي مخ په یوه لویه مقاله کې چې ظاهراً یې لیکوال د ایران د بهرنیو چارو مخکېنی مرستیال وزیر ابراهیم رحیم پور دی، راغلي: "طالبان د مقاومت او اسلامي جهاد له ډلو سره توپیر لري."
هغه بیا یو ګام مخکې تللی او ادعا یې دي چې طالبانو ته د ده په خبره د هلمند د معاهدې په تړاو له بهره لارښوونې کېږي.
اخوا د ایران رسمي چارواکي وايي، له طالبانو سره یې د ایران د حقابې د ستونزې په اړه خبرې پيل کړي دي.
دغه راز د ایران د چاپیریال ساتنې د سازمان رییس علي سلاجقه ویلي، د دوشنبې په ورځ هم دوی له طالب چارواکو سره د حقابې په اړه خبرې کړي او هیلهمن دی چې دا مسئله بلاخره د ایران د حقابې د ورکړې لپاره لار هواره کړي.
ایراني چارواکي ادعا کوي چې د هلمند د معاهدې په اساس باید دوی ته د کال څه باندې اته سوه میلیونه متره مکعبه اوبه ورپرېښودل شي.
خو په جرمني کې مېشت د اوبو د چارو متخصص او د پوهنتون استاد ډاکتر عاصم مایار ازادي راډیو ته وویل، د ۱۳۵۱ کال معاهده په هغه صورت کې افغانستان د پوره اوبو ورکولو ته مستلزموي چې خپله یې کافي اوبه ولري.
هغه بیا دا هم وايي چې د معاهدې مطابق د ایران د هغه وخت شاهي حکومت افغانستان ته د ټرانزیټي اسانتیاو او د دوه میلیارد ډالرو پانګونې ژمنه کړې وه، خو په ایران او افغانستان کې د حکومتونو د بدلون له کبله دا ژمنې عملي نهشوې.