یو شمېر بزګران او باغ لرونکي په خپلو سیمو کې د اوبو د کمي او وچکالۍ له امله اندېښنه ښيي.
نورالله چې د هلمند ولایت د مارجې ولسوالۍ اوسېدونکی دی وايي، چېرته چې دی اوسېږي د نورو ولسوالیو په پرتله یې اوبه په سیمه کې کمې شوي دي.
نورالله اندېښمن دی چې بې له اوبو څنګه کرونده وکري.
هغه وايي: "وچکالي ده، پاکې اوبه نهشته. په نادعلي، ناوې او نهرسراج کې ټول اوبه لري، خو مارجې ته یې نه ورکوي. زموږ غوښتنه دا ده چې غږ مو مشرانو ته ورسوئ چې د مارجې خلکو ته یې حق ورکړي، اضافه دې نه راکوي، خپل حق دې را کړي."
د هلمند د نوزاد ولسوالۍ عبدالحق هم له وچکالۍ سرټکوي.
دی هم د طالبانو له حکومت غواړي چې د دې ستونزې په حل کې همکاري وکړي.
نوموړی وايي: "وچکالي ډېره شوې او اوبه نهشته. اوبه په مسلمانانو وچې شوي. له اسلامي امارت غواړو چې د نوزاد ولسوالۍ له خلکو سره مرسته وکړي، اوبه بیخې نهشته."
دا یوازې د هلمند اوسېدونکي نهدي چې د اوبو له کمي شکایت کوي، بلکې د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ اوسېدونکی جان اقا هم همدا اندېښنه لري.
دی چې بزګر دی او باغ هم لري وايي، له دې امله چې وچکالي ده، اندېښمن دی چې د ګټې وټې سرچینه به یې وچه شي.
جان اقا وايي، د بالابلوک ولسوالۍ اوسېدونکي د تېلو د پلور توان نهلري، څو له ژورو څاګانو خپلې ځمکې اوبه کړي.
جان اقا وايي: "اوس د فراه په سیند کې اوبه نهشته، ځمکې مو وچې پاتې دي، ونې او باغونه مو بې اوبو دي. یو لیټر تېل په ۱۲۰ او ۱۳۰ افغانیو دي، د اخيستو توان یې نهلرو."
دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا د وروستیو شمېرو له مخې، ۲۸،۳ میلیونه افغانان بېړنيو بشري مرستو ته اړتیا لري چې له دوی یې ۶ میلیون له قحطۍ سره یو ګام واټن لري.
د نورو لاملونو ترڅنګ، د دې وضعیت یو دلیل وچکالي ده.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د هلمند د اوبو په سر د افغانستان او ایران ترمنځ جنجالونو زور اخيستی.
د ایران ولسمشر ابراهيم رييسي د تېرې چهارشنبې په ورځ سیستان او بلوچستان ته د سفر پر مهال د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړی چې د ایران حقابه ورکړي.
د طالبانو حکومت د هغه څرګندونو ته غبرګون وښود او ویې ویل، افغانستان د ۱۳۵۱کالل شوې هوکړې ته ژمن دی، خو د وچکالۍ له امله اوبه کمې شوي او د کمال خان په بند کې هم اوبه کمې دي.