د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۰

د لاس مینځلو نړیواله ورځ؛ ډېری افغانان د اوبو له کموالي شکایت کوي


ارشیف
ارشیف

د مې ۵مه د لاس مینځلو نړیواله ورځ ده.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونېسف په وینا، په نړۍ کې ۲.۳ ميلیارده خلک په خپلو کورونو کې صابون او اوبو ته لاسرسی نه لري.

یونېسف ویلي، چې د لاسونو مینځل د ناروغیو د مخنیوي لپاره یوه اسانه، ارزانه او ډېره اغېزمنه لار ده، خو یو شمېر افغانان وايي چې دوی څښاک ته کافي اوبه نه لري، نو څنګه کولای شي چې په ورځ کې څو ځلې خپل لاسونه پرې مینځي.

ګلالۍ چې د کابل ښار په دهمزنګ سیمه کې اوسېږي، د وچکالۍ او اوبو له کمښت څخه شکایت کوي.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل: "موږ په کتار درېږو په ډېرې سختۍ اوبه پیدا کوو، په نوبت موږ ته اوبه پیدا کېږي. نو هغه دومره کوو چې لا تر خولې مو راورسېږي. لاسونه مینځو خو ډېر یې له صابون سره نه شو مینځلای. دا چې په وار وار لاسونه ومینځو دا نه شو کولای. اوبه اوس ډېرې کمې شوې دي."

ارشیف: په کابل کې د اوبو د کمښت ستونزه. خلک له ډېرو لرې ځایونو خپلو کورونو ته اوبه وړي.
ارشیف: په کابل کې د اوبو د کمښت ستونزه. خلک له ډېرو لرې ځایونو خپلو کورونو ته اوبه وړي.

د هرات ولایت یوې اوسېدونکې مفتي زاده ازادي راډيو ته وویل، که څه هم پوهېږي چې د لاسونو مینځل او پاک ساتل اړین دي، خو دا چې هره ورځ اوبه په پیسو اخلي، اړه ده، چې سپما یې کړي.

نوموړې وایي: "موږ د څښلو او حمام کولو لپاره اوبه نه لرو نو لاسونه څنګه ومینځو، ان هغه اوبه چې د څښلو لپاره کاروو هغه هم په پيسو اخلو په دې بد اقتصادي وضعیت کې. زما غوښتنه دا ده چې په ښارونو او لرې پرتو سیمو کې دې ژورې څاګانې وکیندل شي، څو خلک روغ صحت ولري او د ورځې اوبه په سل افغانۍ اخلو او موږ باید اوبه بې ځایه ونه لګوو، څو له نورو ستونزو سره مخ نه شو."

د روغتیا نړیوال سازمان هر کال د لاسونو د حفظ الصحې او روغتیايي پاملرنې د اهمیت په اړه د "لاسونه مو پاک کړئ، ژوند وژغورئ" په نوم یو کمپاین پیلوي څو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د لاسي حفظ الصحې د ښه والي د ملاتړ لپاره خلک راټول کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کوي چې د مکروبونو له خپرېدلو څخه مخنیوی، کولای شي د انسانانو د کړاونو او تلفاتو په کمولو کې سترې ګټې ولري.

ورته وخت کې ډاکتران هم د ناروغیو د مخنیوي لپاره د لاسونو پر پاک ساتلو او مینځلو ټینګار کوي.

ډاکتر امید همکار ازادي راډیو ته وویل، لاسونه باید له هر کار او ناپاکه شیانو ته له لاس وهلو وروسته له ۲۰ تر ۳۰ ثانیو پورې په صابون او اوبو ومینځل شي.

نوموړی وایي: "د لاسونو مينځل ځانته مشخصې ځانګړتیاوې لري چې د روغتیا وزارت په اووه ځانګړتیاو تاکید کوي. لاسونه باید په تړمو اوبو لامده شي او په صابون یا د لاس مينځلو مایع په سمه توګه پرې مینځل شي. لومړی باید ورغوي، بیا د ګوتو منځ، بټه ګوته او د لاسونو بندونه پرې مینځل شي، څو وشو کولای د ناروغيو څخه د مخنیوي په برخه کې خپل رول ادا کړو. که موږ ناپاکه شیانو ته لاس ور وړو له کار وروسته باید لاسونه پرې مینځو."

ومو غوښتل چې د لاسونو د پاکوالي د پوهاوي پروګرامونو په اړه د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت نظر هم واخلو، خو د دغه وزارت ویاند شرافت زمان د دې راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

خو د روغتیا ساتنې په اړه د کافي پوهاوي نشتوالی، د پاکو اوبو کمښت او وچکالي هغه ستونزې دي چې د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو خلک ترې تل شکایت کوي.

XS
SM
MD
LG