د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۴

ملګري ملتونه: ښايي د افغانستان لپاره د خوراکي توکو مرستې کمې شي


ارشیف: په خوست کې یو شمېر وزګار کسان. دوی د فقر او بې کارۍ له امله خلک شکایت کوي.
ارشیف: په خوست کې یو شمېر وزګار کسان. دوی د فقر او بې کارۍ له امله خلک شکایت کوي.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال سازمان یا ډبلیو ایف پي مسوول وايي، که دا سازمان خپله غوښتل شوې ۹۰ میلیونه ډالره بودیجه ژر تر لاسه نه کړي نو په راتلونکو میاشتو کې به ۹ میلیونه افغانان له مرستې محروم شي.

یوه ښځه وایي، د هغې ناروغۍ له امله چې پرې اخته شوې د کار کولو او خپل څلورو وړو ماشومانو ته د ډوډۍ راوړلو توان نه لري.

هغه چې په پلازمېنه کابل کې ژوند کوي وایي، څلور کاله مخکې یې مېړه مړ شوی دی.

دا چې نه غواړی نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته په خبرو کې یې وویل، تر اوسه یو ځل د مرستندویه موسساتو له مرستو برخمنه شوې او اوس اندېښمنه ده که دا مرستې کمې یا بلکل بندې شي نو څه به کوي.

هغې زیاته کړه: "یو مړۍ هم چې څوک ما سره مرسته کوي ډېر په مشکل یې راته رسوي بیا نو له یوې میاشتې تر بلې میاشتې مجبوره خپله کوم چېرې کار وکړم. یو چېرې تلم او صفایي مې کوله، اوس مې اوږه خوږېږي، کار سم نه شم کولای."

رییسه د کابل ښار یو بله اړمنه ښځه ده.

دې ازادي راډيو ته وویل: "اقتصادي وضعیت مو بې حده خراب دی، له حده وتلی. تاسو باور وکړئ چې د روژې په لومړی ورځ مې چې لوبیا پاخه کړي تر اوسه په همغه لوبیا افطار کوم. سبا نه پوهېږم چې شپې ته څه پيدا کېږي که نه."

ارشیف: په ارزګان کې اړمنیو سره د خوړو نړیوال سازمان له لوري د مرستو له بهیره یو انځور
ارشیف: په ارزګان کې اړمنیو سره د خوړو نړیوال سازمان له لوري د مرستو له بهیره یو انځور

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د خوړو نړیوالو پروګرام مسوول هسیو وي لي رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، که دا سازمان ۹۰ میلیونه ډالره، خپله غوښتل شوې بودیجه ژر تر لاسه نه کړي نو په راتلونکو میاشتو کې به ۹ میلیونه افغانان له مرستې محروم شي.

نوموړي، د خپلو خبرو په یوه برخه کې ویلي چې د ښځو او ماشومانو اړتیاوې په افغانستان کې ډېرې شوې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام تر د وړاندې ویلي وو چې د مرستو د دوام لپاره دوی په بېړنۍ توګه د اپرېل تر میاشتې پورې ۹۳ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

د دغې ادارې د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ، نږدې ۲۰ میلیونه کسان د ۲۰۲۲م کال له نومبر میاشتې د ۲۰۲۳م کال تر مارچ میاشتې پورې د خوراکي توکو له شدید کمښت سره مخ دي چې د دوی له ډلې ۶ میلیونه یې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

ارشیف: په هرات کې مرستو ته د اړمنیو ښځو لیکه جوړه کړې ده.
ارشیف: په هرات کې مرستو ته د اړمنیو ښځو لیکه جوړه کړې ده.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا هم په خپله ویبپاڼه ریلف ویب کې د ژغورنې د نړیوالې کمېټې یا ای ار سي په حواله په یو خپور کړي راپور کې لیکلي، افغانستان په هغو لسو هغه هېوادونو کې راځي چې د اقلیمي بدلون له امله له خطر سره مخ دی.

د دغه راپور پر بنسټ، که څه هم افغانستان درېیم کال دی چې پر له پسې ډول وچکالي تجربه کوي، خو په ۲۰۲۱م کال کې په افغانستان د طالبانو په بیا ځلې واکمنېدو سره د بهرنیو مرستو د کمېدو او اقتصادي ناورین له امله په دې هېواد کې بې وزلي زیاته شوې ده.

ریلف ویب دا هم لیکلي چې سېلابونو هم د خوړو تولید په ځینو سیمو کې کم کړي او خلک یې اړ کړي چې خپلې سیمې پرېږدي.

تر دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږی دفتر اوچا ویلي وو چې په ۲۰۲۳م کال کې به په دې هېواد کې ۲۸.۳ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG