د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۷

ډبيلو‌اف‌پي: روان کال له ۲۸ميليون ډېر افغانان بېړنيو بشري مرستو ته اړتيا لري


يو شمېر خلکو سره مرستې، انځور - ارشيف
يو شمېر خلکو سره مرستې، انځور - ارشيف

په داسې حال کې د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) په افغانستان کې له اړو کسانو سره د بېړنیو مرستو خبره کوي، چې یو شمېر اړمن کسان د مرستو له نه رسېدلو شکایت کوي.

شپږ وېشت کلن اسد الله د کابل ولایت د خواجه بغرا اوسېدونکی اوس‌مهال بې‌کاره دی او په کرایي کور کې ژوند کوي.

"مرستې چاته رسیږي، رئیس صاحبانو ته رسیږي

ده ازادي راډيو ته وویل، څو ځلې یې د مرستو رسولو اړوندو دفترو ته مراجعه کړې خو هیڅ کومه مرسته یې لاسته نه‌ده راوړې.

نوموړی وايي: "مرستې چاته رسیږي، رئیس صاحبانو ته رسیږي، هغه کسان چې لوړ منزلونه او شخصي کورونه لري هغوی ته رسیږي، خو کرایه نشین او مستحق کس ته نه رسیږي، موږ چې ورځو وايي تاسو کور نه‌لرئ، نو موږ خو کور نه‌لرو، له دې ښکاري چې پیسه دارو خلکو ته وېشل کېږي، که غواړي چې غریب تر پښو لاندې نه‌شي او تږي پاتې نه‌شي نو دا دوه بوجۍ اوړو ته هم اړتیا نه‌لري چې یې دوی راوړي او ۵۰کورونه په جنګ ورباندې اچوي خو که یې ورکوي نو سم دې بې‌وزلو کسانو ته دې يې ورکړي."

خلک وايي، اړو کسانو ته مرستې نه‌رسيږي.
خلک وايي، اړو کسانو ته مرستې نه‌رسيږي.

۶۶ کلن عبدالواسيع هم د خواجه بغرا بل اوسېدونکی دی.

دی وایي، د ۳۰۰۰ افغانیو په بدل کې په یو کور کې کار کوي او زوی یې چې باید درس ووايي، د یوې مړې ډوډۍ لپاره موټرې مینځي.

نوموړی هم د مرستو د نه رسېدلو شکایت کوي او وايي: "په یو کور کې زه د ۳۰۰۰ افغانیو په بدل کې کار کوم، یو وړوکی زوی مې موټرونه مینځي، په دغه کوڅه کې چې موږ ژوند کوو، موږ خو تر اوسه هیڅ کومه مرسته نه‌ده تر لاسه کړې اوکه راغلي هم وي نو پنځه یا شپږو پیسه دارو او موټر دارو کسانو ته ورکړل شوې، خو غریب ته نه."

په کور کې اووه اته ماشومان لرو، ما ته کار نه پيدا کېږي

ورته وخت کې د خوست ولایت يو ۷۰ کلن سپين ږيری چې نه‌غواړي نوم یې راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل، عمر یې ډېر دی ځکه کار نه‌شي کولی او مرستو ته اړتیا لري.

دا سپين ږيری وايي: "څوارلس پنځلس کسه یو، په کور کې اووه اته ماشومان لرو، ما ته کار نه پيدا کېږي، کار نه‌شته، ځوانان کار ته بیایي خو ما ته څوک کار نه راکوي، اړتیا ده چې له موږ سره مرسته وشي، ډېر غریب یو."

د خلکو دا شکايتونه په داسې حال کې دي چې، د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) وایي، د روان کال د مارچ په میاشت کې خوراکي توکي نږدې ۴ میلیونه کسانه ته کم شوي دي او د دغه ډېر کموالي لپاره حیاتي بودجې ته اړتیا ده.

د خوړ نړيوال پروګرام يو ګدام، انځور - ارشيف
د خوړ نړيوال پروګرام يو ګدام، انځور - ارشيف

دې ادارې د پنجشنبې په ورځ په خپل ټویټر پاڼه لیکلي، چې په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان ۲۸.۹ میلیونه اوسېدونکې عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د روان کال د مارچ په میاشت کې د سرچینو د محدودیتونو له امله، اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو په رسولو کې له ۷۵ تر ۵۰ په سلو کې کموالی راغلی.

د خوړو نړیوال سازمان وایي، د دغو مرستو د روان ساتلو لپاره د اپریل تر میاشتې پورې دوی ۹۳ میلیون ډالرو ته عاجله اړتیا لري.

ددغې ادارې د لومړنیو معلوماتو له‌مخې په ۲۰۲۲کال د نومبر او ۲۰۲۳ کال د مارچ تر میاشتې پورې نږدې ۲۰ میلیونه کسان په شدیده غذایي نا امنۍ کې قرار لري چې، له دغې ډلې ۶ میلیونه یې د بېړنيو مرستو له جملې دي.

يادې ادارې تر دې وړاندې ویلې وو چې، په ۴ میلیونو کسانو کې ۳.۲ میلیونه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي په خوارځواکۍ اخته دي.

د خوړو د نړیوال پروګرام راپور کې راغلي چې دا اداره د تغذیې او معیشت څخه په ملاتړ نږدې ۲ میلیونو کسانو سره مرسته کړې ده او په روان کال کې یې نږدې ۱۴ملیونو کسانو ته دې برخه کې رسېدنه کړې ده.

په ورته وخت کې د دې ادارې په راپور کې د ښځو پر نه کار کولو ته هم اشاره شوې ده چې، په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د ښځو نه کار کول هم د بشري مرستو په رسولو کې خنډ ګرځېدلي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG