د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

اوچا: د اقتصادي کمزورۍ له کبله د افغانانو د پورونو کچه کې زیاتوالی راغلی


ارشیف: په افغانستان کې د یوې کورنۍ د خوړو انځور
ارشیف: په افغانستان کې د یوې کورنۍ د خوړو انځور

ملګري ملتونه وايي چې د افغانستان د زیاتېدونکې اقتصادي کمزورۍ له کبله د افغانانو د پورونو په کچه کې زیاتوالی راغلی.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو په اړه اندېښنې په زیاتېدو دي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا ویلي چې په تېر ۲۰۲۲ کال کې د افغانانو د پورونو په کچه کې د ۲۰۱۹ کال پرتله په سلو کې ۵۰۰ زیاتوالی راغلی دی.

اوچا پر خپل ټویټر په یوه معلوماتي دیاګرام کې چې بېګا خپور شو، له ۲۰۱۹ کال څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې د پورونو د زیاتېدو پرتلنه کړې.

په دیاګرام کې ښکاري چې په ۲۰۱۹ کال کې هره کورنۍ په متوسط ډول ۹۷۷۰ افغانۍ پوروړې وه، په داسې حال کې چې په تېر ۲۰۲۲ کال کې د هرې کورنۍ د پور متوسطه کچه شپېته زرو ته نږدې شوې ده.

ارشیف: په افغانستان کې د بې وزلۍ له کبله اړ دي چې په ماشومانو او نجونو کار وکړي.
ارشیف: په افغانستان کې د بې وزلۍ له کبله اړ دي چې په ماشومانو او نجونو کار وکړي.

افغانستان په تېرو دوو لسیزو او حتی تر هغه په مخکې کلونو کې تل په بهرنیو مرستو متکي هېواد پاتې شوی، خو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د بې وزلۍ کچه نوره هم لوړه شوه او حتی ملګرو ملتونو په یوه راپور کې وویل چې ځینې کورنۍ د خپلو ماشومانو د مړولو لپاره یوازې دوه څاښته خواړه خوري او یا له خپلو خپلوانو او دوستانو څخه پیسې په پور اخلي.

د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې ادارې یا سېف دې چلډرن تېرکال په یوه راپور کې ویلي و، چې په افغانستان کې ۳۶ سلنه کورنۍ د کمزوري اقتصاد له امله په پور خواړه پېری او ۳۹ سلنه نور له شتمنو کورنیو څخه پیسې په پور اخلي.

په راپور کې همداراز ویل شوي و، چې په سلو کې ۸۲ افغانان ګټه وټه نه لري او دې ته اړ وځي چې خپل ماشومان کار ته ولېږي.

سېف دې چلډرن دا راپور د ۲۰۲۱ کال په ژمي کې خپور کړی و.

د اوچا د بېګاني راپور د معلوماتو له مخې په ۲۰۲۱ کال کې اړو کورنیو د خوړو د برابرولو لپاره په متوسط ډول په کال کې نږدې ۴۹ زره افغانۍ پور اخیسته، خو له هغه یو کال مخکې یعنې په ۲۰۲۰ کال کې د دوی د پور کچه څه کم ۴۶ زره افغانۍ وه.

د روان کال په سلواغې میاشت کې د روغتیا نړیوال سازمان په یوه راپور کې وویل چې د تېرکال په پرتله بشري مرستو ته د اړو افغانانو شمېر ۱۶ سلنه زیات شوی دی.

د ډبلیو ایچ او د ارقامو له مخې په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې مرستو ته د اړو افغانانو شمېر ۲۴،۳ میلیونه و، خو سږ کال دغه شمېر ۲۸،۳ میلیونو ته لوړ شوی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG