د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وایي، په داسې حال کې چې مالي سرچینې د وچېدو په حال کې دي، د دې ډېر خطر شته چې افغانستان له داسې قحطۍ سره مخ شي چې ۲۵ کلونو کې به یې ساری نه وي لیدل شوی.
اوچا دغه خبرداري پرون یکشنبې په یوه ټویټ کې ورکړی او په افغانستان کې د روان بشري وضعیت په اړه يې په ریلیف وېبپاڼه کې په دې اړه نور معلومات ورکړي.
اوچا ویلي دي چې، په افغانستان کې نږدې شل ميلیونه وګړي له سختې لوږې سره مخ دي او شپږ ميلیونه یې قحطۍ ته یو ګام ور نږدې دي.
اوچا دغه راز ویلي، که عاجلې مالي مرستې چې دوی یې غوښتنه کړې، ډاډمنې نهشي، افغانستان به له یوه پراخ بشري ناورین سره مخ شي او زیاتوي، په دې هېواد کې اوس دومره خلک د قحطۍ له خطر سره مخامخ دي چې هغه په نړۍ کې تر ټولو لوړه شمېره بلل کېږي.
اوچا همدارنګه وایي، د منځنۍ حادې خوارځواکۍ کچه هم په دې هېواد کې بېساري حد ته رسېدلې او اټکل کېږي چې څلور ميلیونه ماشومان، امیندوارې او شیدې ورکونکې مېرمنې به سږ کال له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ وي.
په عین حال کې د افغانستان لپاره د روغتیا د نړیوال سازمان څانګې هم پرون یکشنبې په یوه ټویټ کې ویلي چې په افغانستان کې د خوړو د جدي نه خوندیتوب اغېزې ویجاړونکې دي.
ډبيلواچاو WHO په یوه ټویټ کې ویلي، په دې هېواد کې شل ميلیونه کسان له خوارځواکۍ، ساري ناروغیو او نورو روغتیایي ستونزو له خطر سره مخامخ دي.
په افغانستان کې د بشري ناوړه وضعیت او د خوړو د بحران تر شا یې ښایي ډېر عوامل پراته وي، خو کارپوهان د قحطۍ یو مهم علت هم وچکالي بولي.
"د وچکالۍ په نتیجه کې کورنی اقتصاد یا د کلي یا محلي اقتصاد کمزوری کېږي.
د چاپيریالي مسایلو پوه عبدالولي مدقق وایي، په افغانستان کې د اقلیم د بدلون په نتیجه کې رامنځته شویو پرلهپسې وچکالیو د خلکو پر اقتصادي ژوند ډېره ناوړه اغېزه کړې، په تېره محلي اقتصاد یې چې د ده په خبره د قحطۍ په مخنيوي کې مهم رول لوبوي، ډېر ځپلی دی.
ښاغلی مدقق وايي: "د وچکالۍ په نتیجه کې کورنی اقتصاد یا د کلي یا محلي اقتصاد کمزوری کېږي. په ځینو مواردو کې حتی له مینځه ځي. له مینځه تلل یې د دې سبب کېږي چې زموږ هېوادوال په هغه سنتي شکل باندې چې ژوند مخ ته بیایي، مجبوره کېږي چې د خپل ژوند مسیر ته تغیر ورکړي چې دا ښه کار نهدی."
د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وایي، د افغانستان لپاره د بشري مرستو رسولو د پلان د عملي کېدو لپاره یې روان ۲۰۲۳ کال د ۴،۶ ملیارډ ډالرو بسپنې غوښتنه کړې، خو د دې کال د لومړیو درې میاشتو تر پایه یې یوازې دوه نیم سوه ميلیون ډالره ترلاسه شوي چې دا د ټولو غوښتل شویو پیسو څه کم پنځهنیم سلنه ده.
د اوچا په خبره د مالي سرچینو کموالي، ډېری مرستندویه مؤسسې اړې کړي چې ميلیونونو افغانانو ته په دغو سختو شرایطو کې چې دوی مرستو ته اړ دي د ژوند ژغورنې مرستې کمې کړي.
د خوړو نړیوال پروګرام په دې وروستیو کې وویل، د بوديجې د کموالي له امله یې په تېره مارچ میاشت کې ونهشو کولای چې څلور ميلیونه کسانو ته لازمې مرستې ورسوي او خبرداری یې ورکړی و چې که په روانه میاشت کې هم مالي سرچینې ترلاسه نهکړي، په دې هېواد کې به نهه ميلیون وګړي د خوړو له مرستې بې برخې شي.