افغانستان
ډبيلوافپي يو ځل بيا له افغانانو سره د مرستې لپاره د ۸۰۰ ميليون ډالرو غوښتنه کړې

د خوړو نړیوال پروګرام ډبلیوافپي یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې، که هغه ۸۰۰ میلیون ډالر چې د ملګروملتونو دې ادارې له نړیوالو غوښتي ترلاسه نهکړي نو د افغانستان بېوزلي خلک به له سختو ستونزو سره مخامخ شي.
د خوړو نړيوال پروګرام وياند وحیدالله اماني بېګا ناوخته ازادي راډیو ته په دې اړه وویل: "د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره موږ ۸۰۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لرو. که دا ۸۰۰ میلیون ډالر زموږ په واک کې رانهکړل شي نو له سختو ستونزو سره به لاس او ګرېوان یو او ښايي د افغانستان د خلکو بشري وضعیت تر دې هم خراب شي."
له دې مخکې د ملګروملتونو د بشري مرستو د سمون ادارې یا اوچا له افغانانو سره د مرستې لپاره د کافي بودیجې د نشتوالي خبره کړې وه.
اوچا ویلي و، له هغو پیسو چې م. م په روان میلادي کال کې د بشری مرستو لپاره غوښتې وې یوازې څه کم پنځه سلنه یې ترلاسه کړې دي.
دې ادارې په دې وروستیو کې خبرداری ورکړی و، چې که دا مالي مرستې ترلاسه نهکړي دا خطر شته چې میلیونونه بېوزلو افغانانو ته بشري مرستې ونه رسېږي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
یونیسف: اګسټ کې مو د سختې خوارځواکۍ ځپلو ۶۰ زرو افغان ماشومانو درملنه کړې

یونیسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق وايي، په تېر اګست میاشت کې په سختې خوارځواکۍ اخته شپېتو زرو ماشومانو درملنه کړې ده.
دې ادارې دا خبره پرون په یوه اعلامیه کې کړې ده.
یونیسف په عین حال کې په شدیدې نس ناستې د ۸۷ زره نورو ماشومانو د اخته کېدو په اړه اندېښنه ښودلې.
یونیسف په خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې زیاته کړې، چې د محلي ټولګیو له لارې یې له ۶۸۲ زرو زیاتو ماشومانو سره مرسته کړې چې خپلو درسونو ته دوام ورکړي.
یونیسف ویلي، چې د ژمي په درشل کې له اړمنو کورنیو سره د مرستې لپاره د ۹۲ میلیونه ډالرو بودیجې ته اړتیا ده.
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو په افغانستان کې د بشري مرستو د دوام لپاره د بودیجې د کموالي خبرداری ورکړی دی.
د طالبانو حکومت: کابل کې د سیروم جوړولو یوه فابریکه پرانیستل شوه

د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په کابل کې د سیروم د تولید د یوې فابریکې د پرانیستلو خبر ورکړ.
دغه فابریکه د ۲۵ میلیونو ډالرو په لګښت جوړه شوې، چې په ورځني ډول د بېلابېلو طبي سیرومونو د ۱۱۰ زره کڅوړو د تولید ظرفیت لري او څه باندې زرو تنو ته یې کاري فرصتونه برابر کړي دي.
افغانستان د خپلې اړتيا وړ ډېر درمل له بهر څخه واردوي او خلک شکايت کوي، چې يو شمېر دغه درمل په ځانګړي ډول له ګاونډيو هېوادونو څخه واردېږي، چې کيفيت يې ښه نه وي.
د افغانستان کرکټ بورډ: اجي جدیجا د ملي لوبډلې سلاکار روزونکی ټاکل شوی

د افغانستان کرکټ بورډ په یوه تازه خبر کې ویلي چې هندی 'اجی جدیجا' یې د ملي لوبډلې لپاره د مشاور یا سلاکار په توګه په دنده ګومارلی دی.
د روانې اکټوبر میاشتې په ۲مه نېټه د کرکټ بورډ په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، د هندوستان ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی اجی جدیجا چې د کرکټ لوبې د روزنې اوږده مخینه لري د کرکټ په راتلونکي پنځوس اوریز نړیوال جام کې به د افغان ملي لوبډلې د سلاکار دنده ترسره کړي.
د کرکټ له ملي لوبډلې سره سلاکار یا منېټور خورا ارزښتمن روزونکی ګڼل کېږي چې د لوبغالي، مقابلو لوبډلو، آب او هوا او د لوبې د بېلابېلو حالتونو د ښه لوبولو، درک کولو او پېژندلو په تړاو د لوبډلې مشر روزونکي او لوبډلمشر ته مشورې ورکوي.
اجی جدیجا له ۱۹۹۲ ز کال څخه تر ۲۰۰۰م کاله پورې د هند په ملي لوبډله کې لوبېدلی دی چې اوس اکثره وخت له نړیوالو تلوېزیونونو سره پر لوبو تبصرې کوي.
د ویلو ده چې نوموړی د ۱۵ ټېسټ او ۱۹۶ یو ورځنیو نړیوالو لوبو د لوبولو تجربه لري او په ۱۳ یو ورځنیو سیالیو کې یې د هندوستان ملي لوبډلې لوبډلمشري هم کړې ده.
باوري سرچينې: ترکيې د طالبانو يو نوی ډيپلومات منلی

باوري سرچینو ازادي راډیو ته منلې، چې ترکیې د طالبانو یو نوی ډيپلومات منلی دی.
سرچینو دغه ډيپلومات محمد زبیر ودان یاد کړی، چې په وینا یې انقره کې یې د افغانستان سفارت د لومړي سکرتر په توګه کار پیل کړی دی.
په ترکیه کې د افغانستان سفارت د مدیریت چارې د پخواني جمهوري نظام د ډيپلومات امیر رامین له خوا مخته وړل کیږي، خو په سفارت او په استانبول کې د قونسلګرۍ دننه د طالبانو او پخواني نظام ډيپلوماتان په ګډه کار کوي.
ترکیې که څه هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی، خو د افغانستان په سفارت او کونسلګرۍ کې یې د طالبانو دیپلوماتان منلي او د دوی دیپلوماتان هم کابل کې فعالیت کوي.
سوداګرۍ خونه: د کندهار د انارو صادرات زیات شوي

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، چې سږ کال د کندهار د انارو صادرات ښه دي او تر دې دمه یې ۱۵ زره ټنه صادر کړي دي.
د دغې خونې د مدیره پلاوي غړي خانجان الکوزي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:
" د انارو فصل سږ کال ښه دی، څو میاشتو کې چې انار را رسیدلي، د ۷ میلیونو په ارزښت صادر شوي دي. صادرات اوس هم روان دي. زه په دې باور یم چې د صادراتو ارزښت به یې تر دې هم زیات شي. سرحدونو کې ځینې مشکلات شته. انار تر ډېره پاکستان او هند ته انتقالیږي."
محلي رسنیو د کندهار د کرنې ریاست په حواله ویلي، چې سږ کال د انارو حاصلات لس فیصده زیات دي.
افغان سوداګرو پخوا ویلي، چې د تازه میوو او ترکاریو د حاصلاتو په فصل کې پاکستان پر پوله ستونزې جوړوي چې سوداګرو او بزګرو ته زیان اړوي.
تېره میاشت کې تورخم دروازه شاوخوا یوه اونۍ بنده وه، چې د افغانستان-پاکستان د سوداګرې خونې په حواله سوداګرو ته یې درې میلیونه ډالره زیان واړوه.
افغاني سره میاشت: ۳۰ نور په زړه سوري ماشومان مو د کابل روغتونونو ته ور وپېژندل

د افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي، په زړه سوري ۳۰ نور ماشومان یې د درملنې لپاره د کابل روغتونونو ته ور پېژندلي دي.
دغې ټولنې پرون یکشنبې په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي، چې دغه ماشومان په کابل کې دوو داخلي روغتونونو ته ورپیژندل شوي او درملنه یې په وړیا توګه کیږي.
دا ټولنه وایي، په تېرو شاوخوا ۱۴ میاشتو کې ۱۸۶۹ د سوري زړه په ناروغۍ اخته ماشومان د درملنې او عملیاتو لپاره د هېواد دننه کورنیو روغتونونو ته ورپېژندلي او ټول لګښتونه یې دا ټولنه ورکوي.
اروپایي ټولنې ته پر ناقانونه لارو د افغان ماشومانو او تنکیو ځوانانو ورتګ زیات شوی

د راپورونو له مخې، روان کال د اروپایي ټولنې په غړیو هېوادونو کې د هغو افغان ماشومانو او تنکیو ځوانانو شمېر زیات شوی چې بې سرپرسته دي او له غیرقانوني لارو دغې ټولنې ته ورغلي دي.
د ایروپین ټایمز ورځپاڼې د راپورله مخې، یوازې په جون میاشت کې په دې ټولنه کې له ۸۳ زرو زیات کسان رسماً د پناه اخیستونکو په توګه ثبت شوي، چې دا د مخکینۍ میاشتې په پرتله ۲۵ سلنه زیاتوالی ښیي.
په دې ډله کې ۲۹۷۵ یې بې سرپرسته ماشومان او تنکي ځوانان دي، چې له سوریانو وروسته دوهمه لویه ډله یې افغانان دي.
د ایرو سټیټ په وینا، د دغو افغانانوشمېر۹۱۰ ته رسیږي.
د راپورله مخې له مخې، د روان کال له پیل راهیسي اروپایي ټولنې ته د غیرقانوني کډوالو د ورتګ لړۍ تېزه شوې چې افغانان یې لویه برخه جوړوي.
په جولای میاشت کې هم ټولټال ۷۷۷۵ افغانانو د اروپایي ټولنې په غړیو هېوادونو کې د پناه اخیستو غوښتنلیکونه وړاندې کړي وو.
اکثره دغه افغانان، په تېره هغوی چې عمرونه یې له اتلسو کلونو کم دي، په ډېرو خطرناکو لارو د کډوالۍ دغه مزل وهي.
ملګرو ملتونو له افغانستان سره د استرالیا د نوې بشري مرستې خبر ورکړ

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره اوچا له افغانستان سره د استرالیا د نوې بشري مرستې خبر ورکوي.
اوچا پرون یکشبنې په خپله ایکس پاڼه کې ویلي، چې استرالیا د افغانستان د بشري مرستو د بسپنې له صندوق سره د اته میلیونه استرالیایي ډالرو چې څه باندې پنځه ملیونه او ۱۱۵ زره امریکایي ډالره کیږي مرسته کړې ده.
اوچا د دې هیواد له دغې مرستې څخه په مننه ویلي، چې دغه مرسته به په دې هیواد کې د ژوند ژغورنې پرفعالیتونو لګیږي.
اوچا استرالیا یولوی بسپنه ورکونکي بللی، چې په وینا یې د دغه صندوق له پرانیستل کیدو راهیسې څو کلونو کې یې د ۶۹ میلیونه استرالیایي ډالرو مرسته کړې ده.
یوناما: د کاج مرکز د قربانیانو د کورنیو تر څنګ ولاړ یوو

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما، په کابل کې د کاج پر ښوونیز مرکز د حملې د کال پوره کېدو په مناسبت ویلي دوی د دې پېښې د قربانیانو د کورنیو غړو او اغېزمنو شویو کسانو تر څنګ ولاړ دي.
یوناما تېره شپه په خپله اېکس شبکه کې لیکلي، تېر کال پر دغه مرکز په حمله کې ۵۴ کسان مړه او ۱۱۴ نور ټپیان شوي وو، چې ډېری یې هزاره ښځې او نجونې وې.
تېر کال د تلې/ میزان پر اتمه (د سپټمبر پر ۳۰مه) په داسې حال کې، چې په کاج ښوونیز مرکز کې د کانکور ازمېښتي ازموینه روانه وه، انتحاري حمله وشوه.
د دې پېښې د قربانیانو د کورنیو غړو ویلي، طالبانو تر اوسه د هغې پېښې په اړه د شویو څېړنو نتیجې له دوی سره نه دي شریکې کړي.
د داعش ډلې د کاج پر ښوونیز مرکز د برید په اړه څه نه دي ویلي، خو د طالبانو حکومت ادعا کړې، چې دا برید د داعش کار دی.
رینا امیري: د نېمایي افغانانو د حذف په صورت کې طالبان د افغانانو د ژوند بهتریدو ادعا نه شي کولای

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري له طالبانو د ژولیا پارسي، ندا پرواني او نورو هغو کسانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې، چې د دې په وینا له وَرته بې عدالتیو سره مخامخ دي.
مېرمن امیري تېره شپه په خپله اېکس شبکه کې لیکلي، په داسې حال کې چې د افغانستان نیمايي نفوس حذف کېږي او د ډار یا هم جبر کلتور حاکم وي، طالبان دا ادعا نه شي کولای چې د افغانانو ژوند بهتره شوی دی.
د ښځو د خودجوشه حرکت غړو ویلي، چې طالبانو د دوی یوه غړې ژولیا پارسي او د هغې زوی تېره چهارشنبه په کابل کې ونیول.
ویل شوي ندا پرواني، د هغې مېړه او زوی د وږي یا سنبلې پر ۲۸مه (د سپټمبر ۱۹مه) په کابل کې نیول شوي دي.
ځینې نور فعالان لکه: رسول پارسي، مطیع الله ویسا، مرتضی بهبودي لا هم د طالبانو په توقیف کې دي.