د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۲

د هلمند ځینې کروندګر د بديل کښت په برخه کې مرسته غواړي


ارشیف: د افغانستان د غنمو کروندې
ارشیف: د افغانستان د غنمو کروندې

د هلمند کروندګر وايي، له يوې خوا يې سړې هوا کښتونه ووهل او بل پلو د کيمياوي سرې لوړو لګښتونو د غنمو کرکېلې برخه کې تاواني کړي دي.

هلمند هغه ولايت چې تېروکلونو کې يې د کوکنارو په توليد کې د سيمې په کچه نوم درلود، خو سږ کال د دغه ولايت پر ډېری ځمکو غنم کرل شوي دي.

د طالبانو حکومت ادعا کړې چې سږ کال یې په ټول افغانستان کې د کوکنار کښت ته اجازه نه‌ده ورکړې، خو له یو شمېر ولایتونو یې د کښت راپورونه ورکړل شوي دي.

احمدالله چې د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې يې په شاوخوا ۷۰ جريبه ځمکه غنم کرلي دي وايي، سړې هوا يې پر کښت منفي اغېز کړی او ښايي د حاصلاتو کچه هغسې چې تمه يې ترې کېده نه وي.

نوموړي ازادي راډيو ته وويل، د طالبانو حکومت دې کروندګرو سره د کوکنارو د بديل کښت او کرنې برخه کې مرستې وکړي.

هغه وايي: "حاصلات خو يخونو نوکې سره وځپل، بيا مو هم د امبار په زور لږ سره راپورته کړل، مصارف ډېر پر شوي دي، يوه ډي‌پي امبار موږ ته په ۲۰زره تمامه ده. که چېرې امارت موږ سره د اوبو په تنظيم کې کومک وکړي، مثلاً اوبه راته ډېرې کړي، د امبارو په اړه موږ سره کومک وکړي، په تخفيف يې راته راکړي، په پور يې راته راکړي، دا نو غټ کومک دی."

د هلمند د بست کلا د سيمې اوسېدونکی ندا محمد وايي، سږ کال يې پر ۴۵ جريبه ځمکه د غنمو ترڅنګ مېوه او سبزي هم کرلې ده.

نوموړي ازادي راډيو ته وويل، دوی د اوبو د عصري سيستم نه‌شتون، اصلاحي تخمونو او دغه راز د سړو خونو په برخه کې له ستونزو سره مخ دی.

هغه وايي: "بله ستونزه د سړو خونو نشتوالی دی چې کله زموږ حاصلات ورسول شي، که مېوه‌جات وي که سبزيجات وي، موږ سړې خونې نه‌لرو، موږ يې په هغه دم‌ګړۍ په ليلام باندې ورکوو، چې زموږ مېوه‌جات، زموږ سبزيجات اکثره وخت په ټيټه بيه باندې پلورل کېږي."

دا کروندګر وايي، د کرنې په برخه کې چې کوم درمل افغانستان ته راځي، ټول بې‌کيفيته دي چې دغو درملو هم پر کښتونو منفي اغېز کړی او کروندګر يې له ستونزو سره مخ دي.

اخوا د هلمند د کرنې رياست مسوولان وايي، سږ کال هلمند کې پر ۲۲۸زره ۷۱۸ هکتاره ځمکه غنم کرل شوي چې دا د تېرو کلونو په پرتله ۴۰سلنه زياتوالی ښيي.

د هلمند د کرنې رياست مرستيال مولوي زين‌الله زاهد وايي، د طالبانو د مشر د فرمان پر بنسټ په ټول هلمند کې د کوکنارو د کښت مخنيوی شوی او پر ځای يې غنم کرل شوي دي.

د افغانستان په جنوب کې کروندګر د وچکالۍ له امله اندېښمن دي چې حاصلات به یې چندان د قناعت وړ نه وي. 2022.05.09
د افغانستان په جنوب کې کروندګر د وچکالۍ له امله اندېښمن دي چې حاصلات به یې چندان د قناعت وړ نه وي. 2022.05.09

هغه ازادي راډيو ته وويل: "د شيخ صيب د فرمان پر اساس، هغه ځمکې چې پخوا تارياک پرې کرل کېدل، هغه مضر بوټی وو، لله‌الحمد هغه ځمکې هم غنم سوي دي. د غنمو حاصلات هم سږ کال تر ډېر حده ښه دي، نو دا به ووايو چې مخکې تقريباً د غنمو په حاصلات کې دوه چنده زياتوب راغلی دی، سږ کال په عموم کې اوبه هم شته."

د غنمو د حاصلاتو په ډېروالي کې اصلاح شوي تخمونه هم رول لري چې د تېر حکومت پر مهال به د کرنې رياستونو له‌خوا کروندګرو ته ورکول کېدل.

هلمند کې داسې مهال د غنمو د حاصلاتو د ډېروالي خبر ورکول کېږي چې له تېرو څو کلونو راهيسې افغانستان کې د غنمو بيې لوړې شوي چې يو لامل يې د کوکنارو کرل او د غنمو کم حاصلات وو.

خو کروندګر د طالبانو له حکومت د کوکنارو د بديل کښت برخه کې د مرستې غوښتنه کوي.

XS
SM
MD
LG