د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۲

ارزګان کې کروندګر: وروستيو توپانونو مو کښتونه زيانمن کړي


د ارزګان د غنمو کروندې
د ارزګان د غنمو کروندې

د ارزګان ولایت چې سږ کال يې نږدې پر ۹۵ سلنه ځمکو غنم کرل شوي کروندګر يې وايي، وروستیو توپانو يې غنم چپه کړي او ښايي درېیمه یا نيمايي برخه حاصلات له منځه تللي وي.

دوی وايي، اوسمهال د غنمو د دانې د ډکېدو او یا هم د شري د نیولو وخت دی، خو د چپه کېدو له امله نور غنم شیره نه‌شي نيولی.

د ارزګان ولایت دا بزګران د غنمو د چپه کېدو لامل نا اصلاح شوي تخمونه یادوي.

بلخوا د ارزګان ولایت د کرنې ریاست مسوولان وايي، دوی پلان لري هغه بزاګرانو سره مرسته وکړي چې غنموته يې د بادونو له امله زیان رسېدلی وي.

نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:36 0:00
XS
SM
MD
LG