د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ وږی ۱۴۰۰ کابل ۰۸:۰۲

د ارزګان کروندګر: وچکالۍ زرګونه جریبه ځمکه له کښته پاتې کړې


ارزګان کې وچکالي

په ۲۱مه پېړۍ کې د وچکالۍ ستونزه د نړۍ یو تر ټولو لویه او اصلي ستونزه ده، ګڼ هېوادونه د اوبو له کمښته همدا اوس کړېږي او د چاپيريال ساتنې ماهرين اټکل کوي چې نېږدې راتلونکې به د اوبو پر سر شخړې د بل هر وخت پرتله زياتې شي.

افغانستان هم سږکال د وچکالۍ د جدي ګواښ سره مخ دی چې خلک یې زیات اندېښمن کړي دي.

د دغه هېواد په سویلي ولایت ارزګان کې پر جګړو او کرونا سربېره خلک وچکالۍ هم زیات زیانمن کړي، د خلکو شنه باغونه د اوبو د نشتوالي له امله د وچېدو له ګواښ سره مخ دي.

۴۷ کلن شیراغا د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ اړوند د سفید خار اوسیدونکی چې سږکال منی يې د خپلې شااو خوا ۵۰ جریبه ابادي ځمکې څخه یوازې په نیم جریبه ځمکه بېنډۍ او رومیان کرلي دي.

شیراغا ته د همدې نیم جریبه ځمکې د خړوبولو لپاره یو ساعت وخت ورکول دی، که یې ځمکه خړوب شوه ښه تر ښه که نه نور حق نه لري.

د شېراغا په کور کې ۴۵ کسان ژوند کوي او د ټولو سترګې همدې نیم جریب ځمکې ته دي، ځکه نور کار نه لري.

ارزګان کې د اوبو سطحه په کمېدو ده.
ارزګان کې د اوبو سطحه په کمېدو ده.

نوموړی وايي، تېر کلونه يې د خپلې ځمکې څخه د مني په موسم کې تر ۲۰ خرواره زیات جوار او بادام اخيستل، خو سږکال دا هرڅه د اوبو د نشتوالي له امله له منځه تللي دي: "غوښتنه مو له دولته دا ده چې اوبه راته پیدا کړي، یا برمې راته ووهي، یا دې لمریزې هندارې راکړي صرف دومره اوبه دې راته پیدا کړي چې زموږ باغونه د وچېدو څخه را وګرځول شي، د کښت اوبه ورڅخه نه غواړو، زموږ باغونو کې ولاړو اونو پاڼې د اوبو د نشتوالي له امله را ولوېدې، که ماته خپل ځمکه بېرته اباده شي زه د دولت مرستې ته اړتیا نه لرم."

د دې سیمې ډېر عمر لرونکي خلک وايي، تېرو ۶۰ کلونو کې داسې حالات نه وو راغلی لکه دا اوس چې د اوبو د نشتوالي له امله ځمکې شاړې پاتې.

د ارزګان ډېری نور بزګران بیا لګيا دي څاګانې وهي، څو خپلې کروندې پرې خړوبې کړي.

د دې سیمې یو بل بزګر سیف الله ازادي راډيو ته وویل چې نه یوازې ځمکې د مني له کښته پاتې شوي بلکې پسرلي کې هم شنه غنم د اوبو د نشتوالي له امله وچ شوي دي.

دی وايي، په کور کې ۱۶ تنه دي خو اوس حیران پاتې دي چې هغوی ته د خوړو لپاره څه ورکړي؟

ارزګان ولایت یو د افغانستان له هغه ولایتونو څخه دی چې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکو د معلوماتو پر اساس شااوخوا ۸۷ سلنه خلکو اقتصاد پر کرنه او مالدارۍ ولاړ دي.

په ارزګان ولایت کې وچکالۍ نه یوازې دا چې بزګران زیان من کړي بلکې کوچیانو ته يې هم زیان اړولی دی.
په ارزګان ولایت کې وچکالۍ نه یوازې دا چې بزګران زیان من کړي بلکې کوچیانو ته يې هم زیان اړولی دی.

د ځمکوالو ترڅنګ په ارزګان ولایت کې نور خلک په کورونو کې د څښاک د اوبو له کمښت سره هم مخ دي، همدا اوس ډېرو سيمو کې په کورونو کې څاګانې يا وچې شوي او يا هم اوبه ډېرې زياتې کمې شوي دي او لاندې تللي.

ډېری خلک په کورونو کې د څاګانو د وهلو توان نه لري ځکه چې عادي برمه وهونکي شرکتونه د څلوېښت څخه تر يو لک افغانيو پيسې غواړي.

په ارزګان ولایت کې وچکالۍ نه یوازې دا چې بزګران زیان من کړي بلکې کوچیانو ته يې هم زیان اړولی دی.

رحیم الله د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ ښار اړوند چلمګر په دښته کې خیمه درولې وايي، د خپلو څارویو پیرلو ته یې ځکه مخه کړې چې ویره لري د اوبو او د خوړو د نشتوالي له امله ورڅخه مړې نه شي: "څاروي مې وږي تږي دي، ټول مې وپلورل، ځمکه نه لرم یو ۵۰ پسونه مې لرل، نیمایي مې وپلورل اوس نو راته ۲۰ پسونه پاتې دي ځکه چې وږي او تږي وي."

د ارزګان ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکي وايي، د دوی د معلومات پر اساس د دغه ولایت ۸۵ سلنه خلک سږکال وچکالۍ زیانمن کړي دي.

د یادې ادارې رئیس عصمت الله فیض وايي، دوی د وچکالۍ ځپلو د کورنیو سروې پیل کړې او په خبره یې مرسته به ورسره وکړي.

د ارزګان ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالداري ریاست رئیس احمد شاه خیري ازادي راډيو ته وویل چې سږکال وچکالۍ په ارزګان کې د کرنې چارې زیانمنې کړي.

نوموړی وايي، د خلکو غوښتنې یې له مرکزي ادارې سره شریکې کړي او هغوی هم ورسره ژمنه کړې چې مرستې به ورسره کوي.

دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې افغان دولت د اوبو مهارول خپل لومړیتوب یادوي چې په روان کال کې تر کلونو کلونو انتظار وروسته د سلما او کمال خان بند جوړ او ګټې اخېستنې ته وسپاري او دغه د هېواد په زیات شمېر نورو سیمو کې د نورو بندونو د جوړولو چارې روانې دي.

XS
SM
MD
LG