د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۶

د طالبانو او ایراني ځواکونو نښته؛ مېل انلاین: ښايي په کې مړه او ټپیان ډېر وي


د نیمروز سرحدي سیمه کې د طالبانو او ایراني ځواکونو ترمنځ نښته شوې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:59 0:00

د نیمروز سرحدي سیمه کې د طالبانو او ایراني ځواکونو ترمنځ د نښتې ویډیو

مېل انلاین:

برتانوۍ مېل انلاین خپرونې د ایران او طالبانو د سرحدي ځواکونو ترمنځ د شنبې ورځې پر وسله واله نښته لیکنه خپره کړې چې په دواړو لوریو کې یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د خپرونې په لیکنه، دا پېښه د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړو ډراماتیک زیاتوالی ښيي او داسې وخت پېښېږي، چې کابل او تهران د هلمند سیند د اوبو د حق پر سر له څه مودې لانجه لري.

هر لوری د شنبې ورځې د شخړې د پیل ملامتي پر بل اچوي، خو د ایران دولتي اژانس ایرنا د پولیسو د مرستیال جنرال قاسم رضايي خبرې رااخیستي چې طالبان یې د شنبې پر سهار د ډزو په پیل تورن کړي، خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور بیا ویلي ډزې لومړی د ایران له لوري پیل شوې.

ایرنا د ایران د پولیسو په حواله خبر ورکړی، چې په نښته کې چې د نیمروز کنګ ولسوالۍ ته څېرمه په یوه سرحدي سیمه کې شوې، د ایران دوه سرحدي ساتونکي وژل شوي او ځینې نور ټپیان شوي دي. خو د خپرونې په لیکنه دغه شمېر ښايي تر دې زیات وي.

د ایران نیمه رسمي انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې تهران ټایمز بیا د ایران د سرحدي ساتونکو د وژل شویو شمېر درې یاد کړی دی.

د مېل انلاین په لیکنه د حال وش په نوم د عدالت غوښتنې ډلې چې د ایران په سیسان بلوچستان ولایت کې بلوڅانو پر اړوندو مسایلو راپورونه خپروي، یوه ویډیو خپرې کړې چې په کې له لیرې فاصلې طالبان د ایران پر لوري د ډزو په حال کې ښکاري.

د مېل انلاین په لیکنه، دا وسله واله شخړه داسې وخت کېږي، چې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي روانه میلادي میاشت خبرداری ورکړ، چې طالبان د هلمند له رود څخه د ایران د اوبو له حق نه سرغړونه کړې ده.

دا په ایران کې، چې له ۳۰ کلونو راهیسې له وچکالۍ سره مخامخ دی، د اوبو پر سر له اوږدې مودې د کړکېچونو په تړاو تر ټولو سختې څرګندونې ګڼل کېږي.

بلومبرګ:

بلومبرګ خپرونې هم پر دې موضوع لیکنه خپره کړې ده او په یوه برخه کې یې وايي، د طالبان او ایران ترمنځ تازه نښته داسې وخت کېږي چې دواړه هېوادونه په وروستیو کې د هلمند د اوبو د حق پر سر جنجال دي.

ایران تور لګولی، چې طالبان د اوبو په اړه له هغې موافقې سره غړونه کوي چې په ۱۹۷۳م کال کې لاسلیک شوې وه او په هغې کې دا ټاکل شوې وه، چې ایران ته باید څومره اوبه ورکړل شي.

د موافقې له مخې افغانستان باید په کال کې د هلمند له سیند نه څه باندې ۸ ملیون مترمکعب اوبه ایران ته ورکړي.

د بلومبرګ خپرونې په لیکنه، په هغه موافقه کې دا هم مشخصه شوې وه، چې ایران د اوبو د سطحې ارزونې ته لاسرسی ولري.

د لیکنې په وینا د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د غوايي یا ثور ۲۸مه، په سیستان و بلوچستان ولایت کې د وینا پر مهال له طالبانو غوښتنه وکړه، چې د اوبو په اړه شوې موافقه رعایت کړي.

د طالبانو حکومت په ځواب کې وايي چې د ۱۳۵۱ل. کال تړون ته ژمن دي خو دوی زیاتوي چې د وچکالیو له کبله د هلمند سیند اوبه د پام وړ کمې شوې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG