د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۲۶

د طالبانو او ايراني ځواکونو ترمنځ نښته؛ سرچينې: یو طالب او دوه ایراني سرتېري وژل شوي

د افغانستان او ایران ترمنځ پر پوله په نیمروز سرحدي سیمه کې ایراني ځواکونه
د افغانستان او ایران ترمنځ پر پوله په نیمروز سرحدي سیمه کې ایراني ځواکونه

د طالبانو او ایراني پوځیانو ترمنځ د نیمروز ولایت په کنګ سرحدي ولسوالۍ پرون یوځل بیا نښتې وشوې.

د نیمروز ولایت په کنګ سرحدي ولسوالۍ کې د طالبانو او ایراني پوله ساتو ترمنځ نښته بېګا تر ناوخته پورې روانه وه.

په دې جګړه کې دواړو لورو له درنو او سپکو وسلو کار اخیست.

د طالبانو د حکومت د کورنیوچارو وزارت پرون جګړه تایید کړه او له دواړو لوریو یې د تلفاتو خبر ورکړ.

د دې وزارت ویاند عبدالنافع ټکور له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "په نښته کې له دواړو خواوو یو یو تن وژل شوی او ګڼ شمېر نور هم ټپیان دي. موضوع د دواړو غاړو تر مشرانو رسېدلې ده. اوس وضعیت د کابو کېدو په حال کې دی. د یادونې وړ ده چې اسلامي امارت له هېچا سره د نښتو پلوي نه کوي."

د نیمروز سرحدي سیمه کې د طالبانو او ایراني ځواکونو ترمنځ نښته شوې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:59 0:00

ایراني رسنیو هم د جګړې د پای ته رسېدو خبر ورکړی.

سپاه پاسداران ځواک ته د نژدې فارس خبري آژانس د راپور له مخې د دواړو هېوادونو سرحدي چارواکو د دې پېښې په اړه څېړنې پیل کړې دي.

ایرنا خبري آژانس راپور ورکوي چې په دې نښته کې د ایران د سرحدي ځواکونو دوه سرتېري وژل شوي او دوه ملکي وګړي ټپیان دي.

د ایرنا د راپور له مخې له جګړې وروسته په کنګ ولسوالۍ کې د میلک سرحد تر بلې خبرتیا پورې تړل شوی دی.

فارس خبري آژانس راپور ورکړی چې معلومه نه ده پرونۍ نښته د کومو کسانو ترمنځ شوې، خو د طالبانو تر ادارې لاندې باختر خبري آژانس بیا ویلي، جګړه هغه مهال پیل شوه چې ایراني سرتېرو د کنګ ولسوالۍ پر سیمو ډزې وکړې.

باختر د دفاع وزارت د سرچینو په حواله خبر ورکوي چې وايي، د هرې ستونزې لپاره خبرې معقوله لار ده او منفي اقدامات او د جګړې لپاره د پلمو لټول د یوه لوري په ګټه هم نه دي.

د نیمرزو سرحدي سیمه کې یو شمېر ایراني ځواکونه
د نیمرزو سرحدي سیمه کې یو شمېر ایراني ځواکونه

سیمه ایزو سرچینو ازادي راډیو ته وویل چې جګړه پای ته رسېدلې ده.

د سرچینو په وینا، د افغانستان لوري ته د جګړې په ټپیانو کې لږترلږه درې مېرمنې او څلور ماشومان هم شامل دي.

د نښتې عیني شاهدان وايي، د دواړو خواوو ترمنځ جګړه درنه وه.

د مرکز زرنج یوه اوسېدونکي چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته وویل: "د دواړو خواوو ترمنځ جګړې څو ساعته دوام وکړ. له درنو او سپکو وسله وسلو کار واخیستل شو. ایراني ځواکونو عمومي ځایونه لکه د زرنج ښار پخوانی هوايي ډګر او د استوګنې کورونه په نښه کړل."

پرون په داسې حال کې چې په نیمروز کې جګړه لا روانه وه، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قمي سره وکتل.

دې وزارت په یوه بیان کې په ضمني ډول یادونه کړې چې متقي او قمي د دواړو خواوو په همغږۍ، د سرحد پر مدیریت ټینګار وکړ خو په بیان کې د پرونۍ نښتې یادونه نه ده شوې.

د هلمند سیند په اوبو کې د ایران د اوبه خور په اړه د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي له تندو څرګندونو او په ځواب کې یې د طالبانو له تند غبرګون وروسته دا لومړی ځل دی چې د طالبانو او ایران ځواکونه سره نښلي.

“افغان واکمنانو” ته د ایران د ولسمشر “خبرداری”
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:58 0:00

خو پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو په راوروسته موده کې دواړو خواوو له دې مخکې څوځلې نور هم په سرحد کې نښتې کړې دي.

This item is part of

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG