د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۲

د اوبو لانجه؛ طالبان: ايران دې د افغانستان شرايط درک کړي


د هلمند سیند
د هلمند سیند

که څه هم ایران او د طالبانو حکومت دواړه د اوبو پر سر د وروستیو ناندریو حل خبرې اترې ګڼي، خو طالبان بیا هم له ایران غوښتنه لري چې د افغانستان شرایط درک کړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دوی هم د مثمرو خبرو غوښتونکي دي او په خبره یې باید د ایران تشویشونه هم رفعه شي.

مجاهد وويل: "موږ هم د دې طرفداره یو کومې خبرې چې ایران او افغانستان تر منځ شوي دي دا مثمرې وي. دا خبرې باید په دوامداره شکل باندې دوام وکړي چې قناعت رامنځته شي. کوم تشویشونه چې په ایران کې دي هغه باید رفعه شي او د افغانستان په خوا کې چې کومې ستونزې د وچکالۍ او د اوبو د کمښت په برخه کې دي دا باید هغه خوا درک کړي او په دې برخه کې خبرو ته ضرورت دی."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

د طالبانو حکومت مخکې ویلي وو چې د ۱۳۵۱ کال د هوکړې پر بنسټ د ایران د اوبو حق ته ژمن دی، خو په افغانستان او سیمه کې وچکالي تېره شوې، د اوبو سطحه ټيټه شوې او د هلمند سیند په ګډون د هېواد ګڼ ولایتونه له وچکالۍ کړېږي او کافي اوبه نه‌شته.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیرعبداللهیان بیا د تېرې جمعې په ورځ د ایران له صدا او سیما دولتي اژانس سره په یوې مرکه کې ویلي، د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړی استازي او په کابل کې د ایران سفارت سرپرست کاظمي قمي له ځینو طالب چارواکو سره د ایران د حقابې په اړه خبرې کړي.

هغه ویلي، ایران د دې مسئلې حل د سیاسي او حقوقي چینلونو له لارې غواړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیرعبداللهیان
د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیرعبداللهیان

عبداللهیان وړاندې ویلي وو، د دې خبرو پایلې به ډېر ژر له رسنیو سره شریکي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې مې میاشتې په ۲۷مه د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د ایران سفارت له سرپرست کاظمي قمي سره لیدلی و.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل هغه مهال په خپل ټویټر لیکلي وو چې داوړ خواو د اوبو پر سر د وروستیو تحولات په اړه خبرې کړې دي.

د ایران او طالبانو ترمنځ د اوبو پر سر لفظي ناندرۍ وروسته له هغه پیل شوې چې په دې وروستیو کې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي سیستان او بلوچستان ولایت ته د سفر پر مهال طالبانو ته خبرداری ورکړ، چې د هلمند سیند اوبه دغه ولایت ته پرېږدي او که دا کار په یوه میاشت کې ونه‌کړي، بیا دې ګیله نه‌کوي.

“افغان واکمنانو” ته د ایران د ولسمشر “خبرداری”
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:58 0:00

له دې خبرداري وروسته د دواړو خواو پوله ساتو د افغانستان د نیمروز ولایت د کنګ سرحدي ولسوالۍ پر پوله نښته هم وکړه.

د نیمروز سرحدي سیمه کې د طالبانو او ایراني ځواکونو ترمنځ نښته شوې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:59 0:00

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په دې نښته کې د خپل یوه سرتېري وژل کېدل تایید کړل او د ایران تسنیم خبري اژانس هم لیکلي و، په دې نښته کې یې یو عسکر وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG