د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۷ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۵

نړۍ

پاکستاني پولیسو علي وزیر او ایمان زینب مزارۍ نیولي

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر علي وزیر
د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر علي وزیر

د پاکستان پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر علي وزیر او د بشري حقونو فعاله او وکیله ایمان زینب مزارۍ نیولي.

د وزیر او مزارۍ د وکیلانو ډلې ازادي راډیو ته وویل چې هغوی چې د اګست پر ۲۰مه عدالت ته وړاندې شول نو پولیسو ورڅخه وغوښتل چې د پنځو ورځو لپاره دې یې ورته وسپاري چې ورڅخه پلټنې وکړي.

د اسلام اباد یوې محکمې د پښتون ژغورنې غورځنګ یا 'پي ټي ایم' یو مشر او د قامي اسمبلۍ پخوانی غړی علي وزیر د پلټنو لپاره پولیسو ته سپارلی دی.

د بشري حقونو فعاله او وکیله ایمان زینب مزارۍ هم د تحقیقاتو لپاره زندان ته استول شوې ده.

پولیسو نه دي ویلي چې وزیر او مزارۍ یې په کوم تور نیولي، خو دواړو د اګست پر ۱۸مه په اسلام اباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسې ته په وینا کې پر امنیتي ځواکونو انتقاد کړی وو.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

په ۳ کلونو کې ۹۵ زره روسي او ۷۰ زره اوکرایني پوځیان ټپیان شوي

د ازادې اروپا/ ازادی راډیو په یوه څېړنیز راپور کې څرګنده شوې چې د روسیې د پراخ پوځي یرغل په درې کلنه موده کې، روسي ځواکونو د اوکراین شاوخوا ۱۱ سلنه خاوره لاندې کړې ده. دا اندازه تقریباً د روسیې د تاتارستان د کورواک جمهوریت له مساحت سره مساوي ده. په دې موده کې سلګونه زره کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

نه د روسیې او نه هم د اوکراین حکومت په دې اړه رسمي ارقام خپاره کړي دي. سربېره پر دې، په روسیه کې له درېیو کلونو راهیسې ډېری هغه ویب‌پاڼې بندې شوي چې رسمي معلومات خپروي.

خو تحقیقي خبریالانو د عامه سرچینو او ټولنیزو رسنیو پر بنسټ د هغو کسانو نومونه خپاره کړي چې په دې جګړه کې ټپیان شوي دي. د هغوی په منځ کې د روسیې پوځ تر ۹۵ زرو څخه سرتېري او د اوکراین د پوځ شاوخوا ۷۰ زره سرتېري شامل دي.

همداراز، د ازادې اروپا / ازادي راډیو روسي څانګې د روسیې د دفاع وزارت د عمومي طبي ادارې معلوماتو ته لاس رسېدلی، چې ښيي د اوکراین پر ضد د روسیې یرغل له دوهمې نړیوالې جګړې راهیسې په اروپا کې تر ټولو خونړۍ جګړه ده.

اروپایي اتحادیې پر روسیه نوي بندیزونه ولګول

اروپايي ټولنې پر اوکراین د روسیې د بشپړ یرغل د دریمې کلیزې پر مهال پر روسیه نوي بندیزونه ولګول.


د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو د دوشنبې په ورځ، د فبروري په ۲۴مه، د روسیې پر وړاندې ۱۶م پړاو اقتصادي بندیزونه تصویب کړل.
ډیپلوماتانو تیره اونۍ ویلي وه چې بندیزونه به د روسیې د المونیم واردات او نور سکتورونه په نښه کړي چې په دې کې د روسیې ۷۳ غیر قانوني بیړۍ هم شاملې دي.
ویل کیږي چې د دې بندیزونو هدف د روسیې د عایدد سرچینو محدودول او د دې هیواد د جنګي وړتیاو ضعیفه کول دي.
پر اوکراین د روسیې یرغل له نن څخه درې کاله وړاندې، د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴مه پیل شو.

زیلنسکي وایي که د ده په استعفی اوکرایین کې سوله راځي دا کار به وکړي

د زیلنسکي کنفرانس
د زیلنسکي کنفرانس

د اوکراین ولسمشر وايي، که چېرې د هغه استعفا په اوکراین کې د سولې معنی ولري، نو چمتو دی چې د ولسمشرۍ له څوکۍ لاس په سر شي.

ولودومیر زیلینسکي د یکشنبې په ورځ، د فبروري ۲۳مه، په کیف کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "که په اوکراین کې سوله وي، که تاسو واقعا زما استعفا ته اړتیا لرئ، زه چمتو یم چې دا کار وکړم."

هغه بیا زیاته کړه چې دا کار ناټو سره د اوکراین د یوځای کیدو په بدل کې کولی شي.

د اوکراین ولسمشر د روسیې د پوځي یرغل د دریمې کلیزې په درشل کې، دا خبرې کړي دي.
د ۲۰۲۲ کال د فبروري په ۲۴مه روسیې پر خپل ګاونډي هېواد اوکرایین باندې غیر موجه یرغل پیل کړ چې تر نن پورې روان دی.

ّد کرکټ په اتلانو جام کې هندوستان خپل سیال پاکستان مات کړ

د هندوستان د کرکټ نامتو لوبغاړي ویراټ کوهلي د پاکستان په وړاندې تر بریا وروسته
د هندوستان د کرکټ نامتو لوبغاړي ویراټ کوهلي د پاکستان په وړاندې تر بریا وروسته

د کرکټ په اتلانو جام کې هندوستان وتوانېد پاکستان ته ماته ورکړي. په دې لوبه کې چې د دوبۍ په میدان کې وشوه پاکستان په لومړي بټنګ/توپوهنې سره د ۲۴۲ منډو هدف وټاکه.

په ځواب کې هندوستان وتوانېد په ۴۳م اوور کې ځان هدف ته ورسوي په داسې حال کې چې لا یې هم شپږ وېکټې په لاس کې وې.

دا په روان اتلانو جام کې د پاکستان دویمه ماته وه او تر ډېره سیمي فاینل ته د رسېدو چانس یې کم شوی.

د هندوستان لپاره په دې لوبه کې ویرات کوهلي سلیزه هم ووهله.

دا په یو ورځنیو لوبو کې د ویرات کوهلي ۵۱مه سلیزه وه. هغه همداراز په دې لوبې سره ۱۴زره منډې پوره کړې.

په یو ورځنیو لوبو کې د ویرات کوهلي ټول ټال منډې ۱۴زره او ۸۵ ته ورسېد او دمګړۍ د نړۍ یواځینۍ فعال لوبغاړی دی چې تر ټولو ډېرې منډې لري.

تمه ده د کرکټ په اتلانو جام کې د دوشنبې په ورځ د بنګله دیش او نیوزیلند ټیمونه لوبه وکړي.

ډ فرانسې ولسمشر په خپل هیواد کې د چاقو برید تروریستي عمل وباله

د فرانسې ولسمشر
د فرانسې ولسمشر

د فرانسې ولسمشر وايي چې د دغه هیواد په ختیځ کې د چاقو برید، چې یو کس پکې وژل شوی او درې نور ټپیان شوي، «ترهګرۍ» عمل دی.

امانویل مکرون د شنبې (۴ کب) په ورځ وویل چې په مولوز ښار کې د یو کس له خوا پر پولیسو د چاقو برید بې شکه یو ترهګریز عمل دی.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر د موضوع د څېړلو لپاره مولوز ته تللی او هلته به وینا وکړي.

د فرانسې څارنوالي وایي، شکمن کس د برید پر مهال "الله اکبر" شعار ورکړی و.

د ځايي رسنیو د راپورونو له مخې، دا پېښه په ځايي وخت د شنبې مازیګر ۴ بجې د جرمني پولې ته نژدې په مولوز ښار کې شوې.

د مولوز څارنوالي وایي، د برید عامل ۳۷ کلن الجزایری سړی دی چې نیول شوی، او وژل شوی کس یو ملکي وګړی و چې هڅه یې کوله مداخله وکړي.

د مولوز ښاروال میشل لوتز هم په فېسبوک کې لیکلي: "وحشت زموږ ښار نیولی دی."

ویل کېږي چې بریدګر د پولیسو مرکز ته ورغلی و، چې باید د خپل توقیف په اړه یو سند لاسلیک کړي، خو له دې کار یې انکار وکړ، یوه دوکان ته وتښتېد او هلته یې له پولیسو سره شخړه وکړه.

د فرانسوي رسنیو د راپورونو له مخې، په دې شخړه کې یو پولیس افسر په غاړه کې، بل په سینه کې ټپي شوی، درې نور افسران برسېرن ژوبل شوي، او یو ملکي کس چې د مداخلې هڅه یې کوله، د چاقو په برید وژل شوی دی.

راپورونه وايي چې بریدګر له اوږدې مودې راهیسې تر نظر لاندې و او د ترهګرۍ د خطر له امله د څارل کېدونکو کسانو په لېست کې شامل و.

اسراییل د سلګونو فلسطینیانو خوشي کېدل ځنډولي

د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر اعلان وکړ چې د هغو سلګونو فلسطیني بندیانو خوشې کیدل تر هغو پورې ځنډیډلي چې حماس په غزه کې د کاواکه اوربند د موافقې ټول شرطونه پوره کړې.

په هغه اعلامیه کې چې دې دفترنن یکشنبې خپره کړې، ویل شوي چې اسراییل د ۶۲۰ بندیانو خوشې کیدل ترهغو پورې ځنډوي چې له سپکاوي پرته د نورو اسراییلي یرغملو خلاصون ډاډمن شي.

ټاکل شوې وه چې د اسراییل او حماس ترمنځ د شوې موافقې د لومړي پړاو په وروستۍ تبادله کې اسراییل د حماس له لوري د ۶ یرغملو د آزادیدو په بدل کې دغه فلسطیني بندیان پرون د ورځې په وروستیو کې آزاد کړي. حماس چې امریکا او اروپایي ټولنه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پیژني، د اوربند په اړه د موافقې په لومړي پړاو کې ۳۳ یرغمل خوشې کړي دي.

که څه هم دواړو لورو د شوې موافقې د دوهم پړاو پرسر خبرو ته چمتووالی ښودلی خو پیلیدل یې تراوسه ځنډیدلي دي.

په جرمني کې پارلماني انتخابات روان دي

نن یکشنبې په جرمني کې پارلماني انتخابات ترسره کیږي

په جرمني کې له ټاکلې نیټې مخکې انتخاباتو ته وروسته له هغې زمینه برابره شوه چې د تیر۲۰۲۴ کال په وروستیو کې د جرمني د موقت صدراعظم اولاف شولڅ په مشرۍ ایتلافي حکومت ړنګ شو او د جرمني ولسمشر فرانک والټر شټاینمایر د ډسمبر په ۲۷مه د دغه هېواد پارلمان منحل او د فبرورۍ په میاشت کې یې وارمخکې انتخابات تایید کړل.

جرمني چې د اروپا ستر اقتصادي قدرت دی، کابینه یې د اقتصادي رغونې په اړه له داخلي اختلافاتو سره مخ ده، خو په دې هیواد کې د وروستیو بریدونو په تړاو چې ډیری یې په دې هیواد کې د میشتو کډوالو له خوا ترسره شوي، د امنیت او کډوالۍ پر سر اختلافات هم زیات شوی دی.

د کډوالۍ مسله د کاندیدانو د کمپاینونو پریوې مهمې مسلې بدله شوې ده. په جرمني کې وروستیو پیښو ته په پام په ښي اړخو ګوندونو پورې تړلو کاندیدانو ویلي که چېرته دوی ټاکنې وګټي نو جرمني ته به د ناقانونه کډوالو مخه ونیسي.

بریتانیا وايي، پر روسیې نوي بندیزونه لګوي

د بریتانیا صدراعظم او د اوکراین ولسمشر
د بریتانیا صدراعظم او د اوکراین ولسمشر

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ لامي وایي، هیواد به یې سبا دوشنبې د فبرورۍ په ۲۴ چې پر اوکراین د روسیې د بشپړ یرغل درې کاله پوره کیږي، پر روسیې نوي بندیزونه اعلان کړي.

هغه وویل، دا بندیزونه به د جګړې له لومړیو ورځو راهیسې د روسیې پر وړاندې تر ټولو پراخ بندیزونه وي.

لامي په یوه بیان کې وویل، د دوی هدف "د هغه پوځي ماشین له منځه وړل او د عوایدو کمول دي چې په اوکراین کې د ویجاړۍ لپاره اور ته پکۍ وهي."

لامي همدارنګه وویل، " اوس د دې وخت را رسیدلی چې د پوتین د روسیې غوږونه تاو کړي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر له کییف سره د بریتانیا پر پوځي ملاتړ بیا ټینګار وکړ چې پکې په کال کې د ۳ ملیارډ پونډو ژمنه شامله ده او هم یې چمتووالی ښودلی چې د اړتیا په صورت کې بریتانوي ځواکونه د سوله ساتو ځواکونو یوه برخه وي.

په جرمني کې عمومي انتخابات کېږي

جرمني، د انتخاباتي پوسټرونه
جرمني، د انتخاباتي پوسټرونه

ټاکل شوې ده چې په جرمني کې د یکشنبې په ورځ پارلماني ټاکنې کېږي.

د اولاف شولڅ په مشرۍ د ایتلافي حکومت له ړنګېدو وروسته، د جرمني ولسمشر فرانک والټر شټاینمایر د ډسمبر په ۲۷مې د دغه هېواد پارلمان منحل کړ او د فبروري په میاشت کې یې له وخت مخکې ټاکنې تصویب کړې.

د جرمني کابینه د اروپا د تر ټولو لوی اقتصاد د بیا راژوندي کولو په اړه له داخلي اختلافاتو سره مخ ده، خو د کرسمس په بازار کې د برید راهیسې د امنیت او کډوالۍ په اړه اختلافات هم زیات شوي دي.

ټاکنې په داسې حال کې کیږي چې د کډوالۍ مسله د کاندیدانو لپاره له خورا مهمو مسلو څخه ده.

په جرمني کې وروستیو پیښو ته په کتو ښي اړخو کاندیدانو ویلي که چېرته دوی ټاکنې وګټي نو جرمني ته به د ناقانونه کډوالو مخه ونیسي.

په وروستیو میاشتو کې جرمني د ډېرو جنايي پېښو شاهد پاتې شوی.

اسټرالیا د اتلانو جام په سیالیو کې انګلستان ته ماتې ورکړه

د اسټرالیا او انګلستان د لوبې یوه څنډه
د اسټرالیا او انګلستان د لوبې یوه څنډه

اسټرالیا د اتلانو د جام یا چمپینز ټرافي د سیالیو په لړۍ کې انګلستان ته ماتې ورکړه.

د لاهور په کرکټ لوبغالي کې د پرونۍ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې، انګلستان اسټرالیا ته د ۳۵۲ منډو هدف وټاکه. اسټرالیا په ۴۸م اوور کې هدف بشپړ کړ او لوبه یې په پنځو ویکټو وګټله.

دا دواړه لوبډلې د افغانستان او جنوبي افریقا سره په B ګروپ کې دي.

د اتلانو جام په لړ کې به د یکشنبې په ورځ پاکستان او هند سره مخامخ شي. د دوی لوبه په دوبۍ کې ترسره کېږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG