د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۵

په پاکستان کې د افغان کډوالو په تړاو د یو طالب چارواکي څرګندونو غبرګونونه پارولي


ارشیف: له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي افغان کډوال
ارشیف: له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي افغان کډوال

په پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه د طالبانو د حکومت د یوه ډیپلومات وروستیو څرګندونو غبرګونونه راپارولي دي.

په داسې حال کې چې په پاکستان کې ناقانونه افغان کډوالو ته ورکړل شوی مهلت پای ته رسېدونکی دی، د کډوالو په اړه د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د طالبانو د حکومت د یو ډیپلومات وروستیو څرګندونو یو شمېر غبرګونونه راپارولي دي.

په پېښور کې د طالبانو د حکومت د قونسلګرۍ سرپرست حافظ محب الله شاکر ويلي چې د دې هېواد څخه د غیرقانوني افغان کډوالو د ایستلو د پرېکړې په اړه کوم اعتراض نه‌لري او دا یې د پاکستان کورنۍ مسئله بللې ده.

خو د سیاسي مسایلو شنونکي عصمت قانع د طالبانو په ډیپلوماتانو انتقاد کړی او په خپل ایکسپاڼه یې لیکلي: "د کډوالو لپاره نړیوال قوانین شته، چې باید رعایت شي."

د ټولنیزو رسنیو ګڼو نورو کارکوونکو د شاکر څرګندونې غندلي او د افسوس وړ یې بللي دي.

په پېښور کې پخواني افغان قونسل عبدالحمید جلیلي ازادي راډيو سره په خبرو کې د شاکر د څرګندونو په غبرګون وویل: "په داسې حال کې چې د کوم حکومت څخه چې دا نمایندګي کوي، د هغه حکومت د لوړپوړو مقاماتو لکه ذبیح الله مجاهد، د افغانستان د دفاع وزارت مقام، د شېرمحمد عباس ستانکزي څرګندونو، د مهاجرینو وزارت، د بشري حقونو د نړیوال قوانینو د کنوانسیونونو د پروتوکل، د کډوالو د مصلحتونو او د افغانستان د خلکو سره هم مخالفه ده."

نوموړي زیاته کړه چې د طالبانو حکومت اوسمهال باید د حافظ محب الله شاکر د دغو څرګندونو په اړه له دې څخه وضاحت وغواړي.

په خیبر پښتونخوا ایالت کې د طالبانو د حکومت جنرال قونسل حافظ محب الله شاکر د چهارشنبې په ورځ د پاکستان جیو تلوېزیون سره په مرکه کې وویل: "دا به ښه وي چې افغان کډوالو ته وخت ورکړل شي څو په پاکستان کې خپلې چارې سر ته ورسوي."

حافظ محب الله شاکر، همدا شان د دې کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره د یوې مناسبې لارې پر غوره کولو ټینګار کړی او ويلي يې دي: :مونږ افغانستان ته د دوی د بېرته راستنېدو لپاره انتظامات نیولي دي."

په پاکستان کې هغه افغان کډوال چې د جبري ایستلو له خطر سره مخامخ دي د طالبانو حکومت د دغه چارواکي د څرګندونو په غبرګون کې وايي، دا مهال باید د طالبانو حکومت د دوی څخه د پاکستان حکومت پر وړاندې ملاتړ وکړي، خو برعکس دوی وايي چې د دې پریکړې په وړاندې کوم اعتراض نه لري.

ارشیف: په پاکستان کې د یو این ایچ سي آر په یوه دفتر کې افغان کډوال
ارشیف: په پاکستان کې د یو این ایچ سي آر په یوه دفتر کې افغان کډوال

یو افغان کډوال ایمل ازادي راډيو ته وویل: "واقعاً چې دا یو غیر مسوولانه خبره ده او دا د یو مسوولیت څخه تېښته ده. که چېرې د افغان دولت ټول مسوولان په همدغه شکل وي نو واقعاً چې سخته ده او دا به یو بشري ناورین رامنځته کړي. د افغان قونسل دغه څرګندونې بې بنسټه دي او بلاخره مسووليت نه منل دي."

یوې کډوالې مېرمنې افضلي ازادي راډيو سره یې په خبرو کې وویل، هغه انتظامات چې د طالبانو حکومت له لوري دوی ته په افغانستان کې نیول شوي دي، د دوی ژوند نه شي تضمینولای.

هغې زیاته کړه: "د دې څه تضمین شته چې د کور او کار څه لاره برابروي او بیا څه تضمین موجود دی چې د ژوند امنیت تامین وي. موږ د ژوند د بقا لپاره د همدې طالبانو نه وتښتېدو او پاکستان ته راغلو. بیا په کوم باور، په کوم امېدوارۍ باندې موږ افغانستان ته راستانه شو."

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بوګټي نن په اسلام اباد کې رسنیو ته ویلي، د افغانانو په ګډون د ناقانونه بهرنیو کډوالو د ایستلو پلان یې نهايي کړی دی.

هغه ویلي، دا یو ننګونی کار دی، خو حکومت یې له اوله ژمن و چې ناقانونه کډوال به له پاکستانه باسي.

د پاکستان موقت حکومت د اکټوبر تر پایه ۱.۷ میلیونه هغو افغانانو ته چې د دوی له قوله، په پاکستان کې د اوسېدو لپاره قانوني اسناد نه‌لري وخت ورکړی چې له دې هېواده ووځي.

ملګرو ملتونو، د بشري حقونو یو شمېر ملاتړ ادارو او تر خوا یې د امریکا متحده‌ایالاتو له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري اخراج د درېدو غوښتنه کړې، خو ښکاري چې لا دې غوښتنو کومه مثبته پایله نه‌ده ورکړې.

تازه د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو راپورتر ریچارډ بینېټ تېره ورځ ورځ د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې د خبرو پر مهال له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو په پلان اندېښنه وښوده او له پاکستان یې د نرمښت غوښتنه وکړه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG