د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۱

افغان کډوالو ته د پاکستان د خبرداریو دوام؛ کاکړ: ناقانونه کډوال باید پاکستان پرېږدي


د پاکستان سرپرست صدراعظم انوار الحق کاکړ
د پاکستان سرپرست صدراعظم انوار الحق کاکړ

د پاکستان سرپرست صدراعظم انوار الحق کاکړ یوځل بیا ټینګار کړی چې ټول ناقانونه کډوال باید هغه هېواد پرېږدي.

کاکړ پرون په یوه خبري ناسته کې ویلي، دغه کډوال کولای شي د پاکستان د ویزې له اخیستلو وروسته بېرته هغه هېواد ته ولاړ شي.

د پاکستان حکومت هلته دېره څه باندې یو اعشاریه ۷ میلیونه افغان کډوالو ته د همدې اکټوبر میاشتې تر اخره وخت ورکړی چې ووځي که‌نه په زوره به یې وباسي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بوګټي هم ویلي، که افغان کډوال ونه وځي، ملکیتونه به یې ضبط او دوی به توقیف او اخراج شي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له پاکستانه غوښتي چې خپله دغه پرېکړه بېرته واخلي.

د طالبانو حکومت هم د پاکستان دغه پرېکړه ناعادلانه بللې او ویلې یې دي، له سره دې غور پرې وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG