د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۹

د ملګرو ملتونو ټینګار؛ پاکستان په زوره د افغان کډوالو د ویستو حق نه لري

یو شمېر افغان کډوال چې د پاکستان د فشار له امله دغه هېواد نه د وتو په حال کې دي
یو شمېر افغان کډوال چې د پاکستان د فشار له امله دغه هېواد نه د وتو په حال کې دي

له پاکستانه په زوره د لکونو افغان کډوالو د ایستلو په تړاو د ملګرو ملتو د سرمنشي مرستیال ویاند فرحان حق ازادي راډیو ته وویل چې هیڅ هېواد دا حق نه لري چې کډوال په زوره له خپلې خاورې وباسي.

د اسلام اباد ضرب الاجل راتلونکې اونۍ سې شنبې پوره کیږي او وایي، که تر دې ورځې یو میلیون او څه باندې اووه لکه افغانان چې په پاکستان کې د اوسیدو قانوني اسناد نه لري، له دغه هېواده ونه وځي په زوره به یې وباسي.

د ملګرو ملتو د سرمنشي مرستیال ویاند فرحان حق ازادي راډیو ته تېره شپه وویل چې د پاکستان دا هڅه ستایي چې افغانانو ته یې پناه ورکړې ده خو ده ټینګار وکړ چې هیڅ کډوال باید په زوره و نه ایستل شي.

نوموړي زیاته کړه:

" موږ په دې باور یوو چې هیڅ هېواد باید کډوال بیرته له خپلې خوښې پرته خپل هېواد ته په زوره ستانه نه کړي. زموږ د تګلارې له مخې، کډوال یوازې هغه وخت کولی شي چې خپل هېواد ته ستانه شي چې خوښه یې وي او داسې احساس کړي چې دوی خوندي دي"

فرحان حق زیاته کړه چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتو عالي کمېشنرۍ په دې برخه کې خپلې اندېښنې له پاکستاني چارواکو سره شریکې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند، فرهان حق
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند، فرهان حق

ګڼ افغان کډوال په پاکستان کې په دې نظر دي چې د طالبانو د ګواښونو له امله بیرته خپل هېواد ته نه شي ستنیدلی.

د دوی په ډله کې یو شمېر پخواني پوځيان، د نړیوالو نظامي بنسټونو همکاران، د بشري حقونو فعالان خبریالان او نور شامل دي.

تر ملګرو ملتو مخکې د امریکا متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت له پاکستانه غوښتي وو چې له خپلې پریکړې په شا شي او افغان کډوال دې په زوره له خپلې خاورې نه باسي.

د بشري حقونو د څار ډلې او د بشري حقونو نړیوالې ادارې هم ویلي دي چې په زوره د کډوالو ایستل له نړیوالو بشري حقونو سره په ټکر کې دي.

د پاکستان چارواکو د اکتوبر تر یو دېرشمې چې لس ورځې ورته پاتې دي افغان کډوالو ته د ضرب الاجل په توګه وخت ټاکلی دی چې یا به له پاکستانه وځي یا به یې په زوره باسي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتو عالي کمشنري اټکل کوي چې شاوخوا درې میلیونه او اووه لکه افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي چې نژدې اووه لکه یې د دوه زره یو ویشتم کال د اګست له میاشتې وروسته چې طالبانو کابل نیولی دی، پاکستان ته تللي دي.

پاکستان په وروستیو میاشتو کې سلګونه افغان کډوال بندیان کړي هم دي

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG