د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۱

یو شمېر افغان کډوال: ملګرو ملتونو مو له پاکستانه د ویستل کیدو د مخنیوي لپاره عملي څه نه دي کړي


پاکستان کې یو شمېر افغان کدوال
پاکستان کې یو شمېر افغان کدوال

"زموږ غږ چارواکو او نړۍ ته ورسوئ چې د پېښور د کډوالو وضعیت ډېر خراب دی".

امېد سروري په پاکستان کې یو له افغان کډوالو څخه دی.

په افغانستان کې د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته هغه پاکستان ته پناه يوړله، څو د پناه اخيستلو يوه لار پيدا کړي.

نوموړی وايي، د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ سره ثبت دی، خو د سلګونو زرو نورو افغانانو په څېر د ايستلو له خطر سره مخ دی.

سروري ازادي راډيو ته وویل:

"یو خو وخت ډېر کم دی، دوی موږ ته لږ وخت راکړ چې ژر تر ژره له پاکستانه ووځو او لاړ شو، د دې ترڅنګ موږ خپله د امنيتي او ملي اردو له ليکو راغلي يو، د UNHCR په دفتر کې مو ځانونه ثبت کړي دي او بایومټریک مو شوی، موږ ته د کېس شمېره هم راکړل شوه، خو اوس چې موږ دغه دفتر ته ورځو، هيڅ برخليک مو مالوم نه‌دی، يوازې راته وايي چې انتظار وکړئ."

د پاکستان حکومت لا د مخه اعلان کړی چې په دغه هېواد کې د یو میلیون او ۷۰۰ زرو څخه د زیاتو افغانانو په ګډون غیر قانوني کډوال باید د اکتوبر تر پایه له پاکستانه ووځي.

د افغان کډوالو په وینا د ملګرو ملتونو د کډوالو اړوندو ادارو ته ورځي، خو څوک یې غږ نه اوري
د افغان کډوالو په وینا د ملګرو ملتونو د کډوالو اړوندو ادارو ته ورځي، خو څوک یې غږ نه اوري

د پاکستان په پېښور ښار کې يو بل افغان کډوال علي رحيمي وايي، سره له‌دې چې د پاکستان د حکومت له لوري افغان کډوالو ته د ورکړل شوي مهلت څخه يوازې پنځلس ورځې پاتې دي، خو تر اوسه هېڅ ادارې او کوم ځانګړي ادرس د دوی ستونزو ته رسېدنه نه‌‌ده کړې.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل:

"افغانان يې په دوو ډلو ووېشل، هغه چا ته چې مخکې يې کارتونه ورکړي وو، بيا يې اعلان وکړ چې موږ له دوى سره هېڅ کار نه‌لرو، يوازې هغه کسان چې د کوټې له لارې راغلي او يا هم کوم اسناد نه‌لري، تر راتلونکو پنځلسو ورځو پورې يې لومړۍ نېټه ورکړې، له‌دې ځای ووځئ، که نه موږ به يې په زور وشړو."

علي وايي، په تېره يوه اوونۍ کې په پېښور کې افغان کډوال دوه ځلې په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) دروازې ته ورغلي، خو د خپلو دوسيو د څېړلو لپاره يې له انتظار پرته بل ځواب نه‌دى ترلاسه کړى.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د شنبې په ورځ پر خپله ایکس‌پاڼه کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د پاکستان له حکومته غوښتي چې د هغو افغان کډوالو ملاتړ ته دوام ورکړي چې خونديتوب ته اړتیا لري او په دغه هېواد کې یې پناه اخیستې ده.

په اعلامیه کې راغلي چې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر باید په خپله خوښه وي.

په دې اعلاميه کې له هغو افغان کډوالو څخه چې د POR او ACC کارتونه لري، غوښتل شوي چې دا کارتونه دې تل له ځانه سره ولري، ترڅو بېرته ونه ویستل شي او د راتلونکي ملاتړ لپاره دې د دې کارت یوه کاپي له ځانه سره ولري.

اعلاميه زياتوي، پاکستان د POR او ACC کارت لرونکي کسان نه وباسي.

تر دې وړاندې په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال او په پېښور کې د افغان بندیانو مدافع وکیلې منزه کاکړ ادعا کړې وه چې ځینې افغانان د کډوالۍ کارتونو او د اوسېدو نورو اسنادو لرلو سربېره د پاکستاني پولیسو له‌خوا نیول شوي دي.

د طالبانو د حکومت ترڅنګ ملګرو ملتونو له پاکستان څخه د افغان کډوالو د په زوره ویستو او ورسره د ناوړه چلند مخالفت کړی
د طالبانو د حکومت ترڅنګ ملګرو ملتونو له پاکستان څخه د افغان کډوالو د په زوره ویستو او ورسره د ناوړه چلند مخالفت کړی

تازه د پاکستان د موقت حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بګټي د جمعې په ورځ وویل چې له پاکستانه د غیر قانوني افغانانو په ګډون د نا قانونه کډوالو د ایستلو د پلان په عملي کولو کې هیڅ ډول جوړجاړی نه‌شته.

په افغانستان کې د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ وروسته یو زیات شمېر افغانان د پاکستان او ایران په ګډون څو هېوادونو ته کډوال شول چې اوس له دغو دواړو هېوادونو څخه په زوره شړلو افغان کډوال اندېښمن کړي.

دوی وایي د بېرته ستنېدو پر مهال به له احتمالي خطرونو سره مخ شي.

تر دې مخکې د ایران په ځینو سیمو کې خلکو له تاوتريخوالي په ډک چلند او ګواښونو سره له افغانانو غوښتي وو چې دا هېواد پرېږدئ، خو ایراني پولیسو د دغو پېښو د ځینو عاملینو د نیولو خبر ور کړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG