د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۰

د پاکستان حکومت: افغان کډوال ټول یو ځای نه باسو، په څو پړاوونو کې یې وباسو


پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال -تصویر: ارشیف
پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال -تصویر: ارشیف

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویانده وایي، افغان کډوال به په څو مرحلو کې له خپلې خاورې وباسي.

زهرا بلوچ دا خبره په اسلام اباد کې رسنیو ته وکړه، خو دا یې ونه ویل چې د نومبر تر لومړۍ نېټې وروسته به هم یو شمېر هغه افغانان باسي چې د پاکستان د استوګني قانوني اسناد نه لري.

د پاکستان د دې ضرب الاجل لپاره درې اونۍ پاتې دي.

پر افغان کډوالو د پاکستان دننه په ځانګړي ډول په اسلام اباد کې د فشارونو له زیاتیدو سره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د کډوالو د ایستلو پروګرام به د څو پړاوونو په ترڅ کې ترسره شي.

د دې وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ پرون خبریالانو ته وویل، ځینو داسې انګېرله چې دا کډوال به یوځای باسو، خو داسې نه ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ممتاز زهرا بلوچ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ممتاز زهرا بلوچ

هغه زیاتوي: لومړی به ښایي هغه کسان وایستل شي چې د جرم سابقه لري، لکه: په قاچاقو کې لاس لرل او د هر افغان کډوال قضیه به بیله ارزول کیږي.

بل لور ته د بشري حقونو د څار ډلې ویلي دي، چې نړیوال بشری بنسټونه باید له پاکستانه په زوره د افغان کډوالو د ایستلو مخه ونیسي.

د دې بنسټ د اسیا د برخې مرستیالې پتریشا ګاسمن تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، چې دا سازمانونه د کډوالو په برخه کې ستر مسوولیت لري.

نوموړې وایي:

" د پاکستان پریکړه چې تر یو میلیون ډیر بې اسنادوه افغان کډوال له خپلې خاورې باسي، د ډیرې اندیښنې وړ ده. پاکستاني چارواکي او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتو عالي کمشنري باید د کډوالو د ثبت چارې ګړندۍ کړي او هره قضیه بیله او په شفاف ډول د نړیوالو معیارونو له مخې وارزوي."

تر دې مخکې د بخښني نړیوال سازمان ورته غوښتنه کړې وه او ویلي یې وو، چې پاکستان باید په خپله خاوره کې د لکونو افغانانو د برخلیک په اړه خپله پریکړه بدله کړي.

په پلازمېنه اسلام اباد کې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د کورونو څښتنانو ته امر کړی دی، چې افغان کډوالو ته دې خپل کورونه په کرایه نه ورکوي.

پاکستاني پولیسو په وروستیو کې سلګونه افغان کډوال بندیان کړي - تصویر له ارشیفه
پاکستاني پولیسو په وروستیو کې سلګونه افغان کډوال بندیان کړي - تصویر له ارشیفه

په اسلام اباد کې مېشتې افغان کډوالې مینا رحماني تیره شپه د وټس اپ له لارې ازادي راډیو ته په خپل پیغام کې وویل چې لاره ترې ورکه ده.

نوموړې وایي:

"زموږ د ویزې وخت خلاص شوی دی، د ویزې تمدید ګران دی. اوس که کور هم پریږدو، چیرته ولاړ شو؟ کوم ور ووهو، څوک مو غږ اوري؟ هیڅوک نه شته چې زموږ افغانانو غږ واوري یا موږ افغانانو ته ځواب راکړي"

د پاکستان حکومت د اکتوبر په درېیمه اعلان وکړ، چې هغو بهرنیو ته چې په پاکستان کې ژوند کوي او د استوګنې قانوني اسناد نه لري د نومبر تر لومړۍ نیټې وخت ورکوي چې یا له پاکستانه ولاړ شي یا به قانوني چلند ورسره کیږي او په زوره به ایستل کیږي.

په کابل کې د طالبانو چارواکو د اسلام اباد پریکړه په سختو ټکیو غندلې ده.

د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد پرون په کابل کې یوې غونډې ته وویل:

" پاکستان چې کومه پریکړه د افغانانو په اړه او د افغان کډوالو په اړه کړې ده، چې دوی به د نومبر تر لومړۍ نیټې له پاکستانه وځي، دا پریکړه موږ غندو دا غیرعادلانه او بې انصافه پریکړه ده."

د ملګرو ملتو له اټکل سره سم، تر شپږ لکه ډېر افغانان د طالبانو تر دوهم ځلي واکمنۍ وروسته پاکستان ته تللي دي چې یوه لویه برخه یې هغه کسان دي چې په پرمختللیو هیوادو کې د پناه اخیستلو لپاره انتظار دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG